Download PDF
Back to stories list

خالۍ له بوټو سره خبرې کوي. Khalai azungumza na mimea

Written by Ursula Nafula

Illustrated by Jesse Pietersen

Translated by Darakhte Danesh

Language Pashto

Level Level 2

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


دا خالۍ ده. اووه کالنه دی. د هغې ژبه چې خبرې پرې کوي لوبوکوڅو نومیږي او غوره مانا ورکوي.

Khalai ni msichana mwenye umri wa miaka saba. Jina lake lina maana ya ‘aliye mzuri’ katika lugha yake ya Lubukusu.


کله چې له خوبه جګېږی د مالټې له ونې سره خبرې کوي او ورته وايي چې هیله کوم ژر پخه شه او موږ ته مالټې راکړه.

Khalai anaamka na kuongea na mmea mchanga wa Mchungwa, “Tafadhali mti wa Mchungwa, kua mkubwa uzae machungwa mengi mabivu.”


کله چې خالۍ د ښوونځي پر لاره روانه وي، له واښو سره هم خبرې کوي او غوښتنه ېې دا وي چې ژر وچ نه شي او همداسې زرغون پاتې شي.

Khalai anaenda shuleni na njiani anaongea na Nyasi, “Tafadhali Nyasi, kua kijani zaidi na zaidi na wala usikauke.”


. کله چې خالۍ د ځنګل تر څنګ روانه وي، له دوی هم همدا هیله کوي چې د ځنګل ګلانو همداسې زرغون اوسئ چې زه مو په اوربل کې کښيږدم.

Khalai anayapita Maua ya mwituni na kusema, “Tafadhali Maua, endelea kunawiri ili niweze kukuweka kwenye nywele zangu.”


. نوموړې د ښوونځي د غټې ونې لاندې ناسته وي او ورته وايي چې ونې اوږد ښاخونه ولره چې موږ مو تر سیوري لاندې کښينو.

Akiwa shuleni, Khalai anazunguumza na Mti ulioko katikati ya shule, “Tafadhali Mti, toa matawi makubwa ili tusome chini ya kivuli chako.”


خالۍ د ښوونځي دیوال ته وايي هیله کوم غښتلی اوسه، نا اهله او کوڅه ډب هلکان د ننه ښوونځي ته مه را پرېږده.

Khalai anazunguumza na ua unaoizingira shule yake, “Tafadhali ua, kuwa mwenye nguvu ili uzuie shule yetu kutokana na watu wabaya.”


کله چې خالۍ له ښوونځي څخه د کور په لور روانېږي، د مالټې ونې ته ګوري او ورته وايي چې مالټو پخې شوې نه يې.

Anaporudi nyumbani alasiri, Khalai anautembelea mti wa Mchungwa kuangalia kama machungwa yameiva.


خالۍ سوړ اسویلی وکړي او له ځان سره ووايي، لا هم پخې شوي نه دي او د صبر په بڼه وايي، خیر کیدای شي تر سبا پورې پخې شي.

“Machungwa bado mabichi,” Khalai anashusha pumzi. “Nitakuona kesho, we mti wa machungwa. Labda utanipa chungwa bivu wakati huo.”


Written by: Ursula Nafula
Illustrated by: Jesse Pietersen
Translated by: Darakhte Danesh
Language: Pashto
Level: Level 2
Source: Khalai talks to plants from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
Options
Back to stories list Download PDF