Download PDF
Back to stories list

پرېکړه فیصلہ Decision

Written by Ursula Nafula

Illustrated by Vusi Malindi

Translated by Zahidullah Abid

Language Pashto

Level Level 2

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


زما په کلي کې ډېرې ستونزې وې. موږ به د یوه نل څخه د اوبو راوړلو لپاره په اوږد قطار کې درېدلو.

میرے گاوں میں بہت سے مسائل تھے۔ ہم نے ایک نل سے پانی بھرنے کے لیے ایک لمبی قطار بنائی۔

My village had many problems. We made a long line to fetch water from one tap.


موږ به د هغو خواړو لپاره په تمه وو چې خلکو به خیراتولو.

ہم نے دوسروں کی طرف سے عطیہ کیے گئے کھانے کا انتظار کیا۔

We waited for food donated by others.


موږ به د غلو له ډاره د خپلو کورونو دروازې وختي تړلې.

چوروں کی وجہ سے ہم نے اپنے گھروں کوجلدی بند کر دیا۔

We locked our houses early because of thieves.


ډېرو ماشومانو ښوونځي پریښودل.

بہت سے بچے سکول سے نکال دیئے گئے۔

Many children dropped out of school.


پېغلو نجونو به په نورو کلیو کې د خدمتګارانو په توګه کار کوه؟.

نوجوان لڑکیوں نے دیگر گاؤں میں نوکرانی کے طور پر کام کیا۔

Young girls worked as maids in other villages.


ځوانان هلکان به په کلي کې وزګار ګرځېدل، او نورو به د پرديو په کروندو کې کار کولو.

نو جوان لڑکے گاؤں کے ارد گردگھومے جبکہ باقی لو گوں نے کھیت میں کام کیا۔

Young boys roamed around the village while others worked on people’s farms.


کله به چې باد لګېده، بې کاره او اضافه کاغذونه به په ونو او ښاخونو کې بندېدل.

جب ہوا چلی فالتو کاغذ درختوں اور جنگلوں پر لٹک گئے۔

When the wind blew, waste paper hung on trees and fences.


خلک به د هغو ماتو شوو او بې ځايه غورځول شوو ښيښو له امله چې د نورو لخوا په ډېره بې احتياطۍ سره پر ځمکه اچول شوي و، ژوبلېدل او زخمي کېدل.

بے احتیاطی سے پھینکے گئے ٹوٹے کانچ کی وجہ سے لو گوں کو چیر آگئے۔

People were cut by broken glass that was thrown carelessly.


یوه ورځ یاد نل وچ شو او زموږ د اوبو لوښي او بیلرونه خالي شول.

اور ایک دن نل سوکھ گیا اور ہمارے برتن خالی ہو گئے۔

Then one day, the tap dried up and our containers were empty.


زما پلار کور په کور وګرځېده او له خلکو یې وغوښتل چې د کلي اړوند غونډه کې ګډون وکړي.

میرے باپ نے گھر گھر جا کے لوگوں کو گاؤں کے اجلاس میں شرکت کرنے کے لیئے کہا۔

My father walked from house to house asking people to attend a village meeting.


خلک د یوې لویې ونې لاندې راټول شول.

لوگ بڑے درخت کے نیچے جمع ہوئے اور اُنہوں نے سُنا۔

People gathered under a big tree and listened.


زما پلار ودرېد او ویې ویل، “موږ باید د خپلو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړو.”

میرے والد کھڑے ہوگئے اور کہا، ‘ہمیں اپنی مشکلات کو حل کرنے کے لئے مل کر کام کرنے کی ضرورت ہے۔’

My father stood up and said, “We need to work together to solve our problems.”


اته کلن جمعه ګل چې د ونې په ډډه ناست و، نارې کړې، “زه د کلي په پاکولو کې مرسته کولى شم.”

ایک درخت پر بیٹھے آٹھ سالہ جمعہ نے کہا، ‘میں صفائی میں مدد کر سکتا ہوں۔’

Eight-year-old Juma, sitting on a tree trunk shouted, “I can help with cleaning up.”


یوې میرمنې راغږ کړ: “ښځې کولی شي زما سره یوځای شي ترڅو خوراکي شیان وکرو.”

ایک عورت نے کہا، ‘خواتین کھانے میں اضافہ کرنے میں شمولیت اختیار کر سکتی ہیں۔’

One woman said, “The women can join me to grow food.”


یو بل سړی ودریدلو او ویې ویل: “سړيان به په ګډه سره یوه څاه وکیني.”

ایک اور آدمی کھڑا ہوا اور کہا ٗمرد کنواں کھودیں گےٗ۔

Another man stood up and said, “The men will dig a well.”


موږ ټولو په یوه غږ چیغې کړې، “موږ باید خپل ژوند بدل کړو.” له هغې ورځې راپدېخوا موږ د خپلو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار کوو.

ہم سب نے ایک آواز سے کہا، ‘ہمیں اپنی زندگی کو تبدیل کرنا ہوگا۔’ اس دن سے ہم نے اپنے مسائل کو حل کرنے کے لیے ساتھ مل کر کام کیا۔

We all shouted with one voice, “We must change our lives.” From that day we worked together to solve our problems.


Written by: Ursula Nafula
Illustrated by: Vusi Malindi
Translated by: Zahidullah Abid
Language: Pashto
Level: Level 2
Source: Decision from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
Options
Back to stories list Download PDF