یوه ورځ مور جانې ډېرې میوې راوړې.
One day, mama got a lot of fruit.
موږ ترې پوښتنه وکړه، “کله دا ميوې خوړلاى شو؟” مور جانې وویل، “موږ به دا میوې د شپې خورو.”
“When can we have some fruit?” we ask.
“We will have the fruit tonight,” says mama.
خو زما ورور رحیم کنجوس دی. هغه د ټولو میوو خوند ګوري، هغه ټوله میوه خوري.
My brother Rahim is greedy. He tastes all the fruit. He eats a lot of it.
زما کوچني ورور چغه کړه: “دا وګورئ رحیم څه کړي؟” ما وویل: “رحیم ډېر وران او خود خواه دی.”
“Look at what Rahim did!” shouts my little brother.
“Rahim is naughty and selfish,” I say.
مور جانه رحیم ته په غوصه ده.
Mother is angry with Rahim.
موږ هم رحیم ته په غوصه یو. مګر رحیم هیڅ خفه نه دی.
We are also angry with Rahim. But Rahim is not sorry.
زما کوچني ورور وپوښتل، “تاسو رحیم ته سزا نه ورکوئ؟”
“Aren’t you going to punish Rahim?” asks little brother.
مور جانې ورته وويل: “رحیمه! ته به ډېر ژر بخښنه وغواړې.”
“Rahim, soon you will be sorry,” warns mama.
رحیم ناروغ شو.
Rahim starts to feel sick.
رحيم ورو وويل: “زما خېټه درد کوي.”
“My tummy is so sore,” whispers Rahim.
مور جانه پوهېدله چې داسې به کېږي. میوه رحیم ته سزا ورکوي!
Mama knew this would happen. The fruit is punishing Rahim!
وروسته رحیم له موږ ټولو څخه بخښنه وغوښته. “زه به نور هېڅکله حریص نه اوسم.” هغه ژمنه وکړه. او موږ ټول په هغه باور لرو چې نور به حریض نه اوسي.
Later, Rahim says sorry to us. “I will never be so greedy again,” he promises.
And we all believe him.