یوه ورځ مور جانې ډېرې میوې راوړې.
Un día, mamá trajo mucha fruta.
موږ ترې پوښتنه وکړه، “کله دا ميوې خوړلاى شو؟” مور جانې وویل، “موږ به دا میوې د شپې خورو.”
“¿Cuándo podemos comer fruta?” le preguntamos. “Esta noche comeremos fruta,” dice mamá.
خو زما ورور رحیم کنجوس دی. هغه د ټولو میوو خوند ګوري، هغه ټوله میوه خوري.
Mi hermano Rahim es glotón. Prueba toda la fruta. Come mucha.
زما کوچني ورور چغه کړه: “دا وګورئ رحیم څه کړي؟” ما وویل: “رحیم ډېر وران او خود خواه دی.”
“¡Mira lo que hizo Rahim!” grita mi hermano pequeño. “Rahim es travieso y egoísta,” le respondo.
مور جانه رحیم ته په غوسه ده.
Mamá se enoja con Rahim.
موږ هم رحیم ته په غوسه یو. مګر رحیم هیڅ خفه نه دی.
Nosotros también nos enojamos con Rahim. Pero Rahim no está arrepentido.
زما کوچني ورور وپوښتل، “تاسو رحیم ته سزا نه ورکوئ؟”
“¿No vas a castigar a Rahim?” pregunta mi hermano pequeño.
مور جانې ورته وويل: “رحیمه! ته به ډېر ژر بخښنه وغواړې.”
“Rahim, pronto te arrepentirás,” le advierte mamá.
رحیم ناروغ شو.
Rahim empieza a sentir náuseas.
رحيم ورو وويل: “زما خېټه درد کوي.”
“Me duele mucho el estómago,” susurra Rahim.
مور جانه پوهېدله چې داسې به کېږي. میوه به رحیم ته سزا ورکړي.
Mamá sabía que esto pasaría. ¡La fruta está castigando a Rahim!
وروسته رحیم له موږ ټولو څخه بخښنه وغوښته. “زه به نور هېڅکله کنچوس نه اوسم.” هغه ژمنه وکړه او موږ ټول په هغه باور لرو چې نور به کنجوسي نه کوي.
Más tarde, Rahim nos pide disculpas. “No volveré a ser tan glotón,” promete. Y todos aceptamos su promesa.