下载 PDF
返回故事列表

چرګه او زنزه 鸡和千足虫

作者 Winny Asara

插图 Magriet Brink

译文 Darakhte Danesh

配音 Abdul Rafi Mohammadi

语言 普什图语

级别 3级

将整故事念出来

播放速度

自动念故事


چرګه او زنزه دوه ملګري وو، خو دوی په خپلو کې سره تل سیالي کوله، یوه ورځ دوی پرېکړه وکړه، چې د فوتبال لوبه ترسره کړي تر څو وازمويي چې کوم یو ېې ښه لوبه کوي.

鸡和千足虫是好朋友,但是它们又互相竞争。有一天,它们决定进行一场足球比赛,看看谁是最棒的球员。


کله چې د فوتبال لوبغالي ته ښکته شول، چرګې په چټکۍ سره توپ واهه، خو زنزه له چرګې ډيره چټکه وه. له دې سره چرګه خفه شوه او له زنزې سره ېې ناوړه چلند وکړ.

它们去了球场,开始比赛。鸡跑得飞快,但是千足虫跑得更快。鸡把球踢得很远,但是千足虫踢得更远。鸡开始有点闷闷不乐。


د لوبې پر مهال دوی هڅه کوله چې یو پر بل ګول ووهي، لومړی د چرګې نوبت شو او یو ګول ېې وواهه.

最后,它们决定来一场点球大战。第一轮中,千足虫当守门员,鸡只拿到了一分。然后,在第二轮中,鸡做守门员。


وروسته د زنزې نوبت شو او په بریالیتوب سره ېې پنځه ګوله ووهل.

千足虫猛地一踢,球进了。千足虫运球飞快,又进了一球。千足虫跳起来,打了个头球,又得了一分。千足虫一共得了五分。


زنزې توپ په ورو ورو د ګول خواته ور وسته او بریالۍ لوبه ېې ترسره کړه.

鸡输了,它很生气。千足虫哈哈大笑,因为它的朋友输了球,就无理取闹。


د زنزې له دې عمل سره چرګې ته غوسه ورغله، مښوکه ېې خلاصه کړه او زنزه ېې له ستوني تیره کړه.

鸡生气极了,它张开嘴,一口把千足虫吞了下去。


کله چې چرګه کور ته ورسېده، په لاره کې د زنزه له مور سره مخ شوه، ورته يي وویل “تا زما بچی نه دی لیدلی” چرګې سر ښکته واچوه او په خپل مخه ولاړه. د زنزې مور په اندېښنه شوه چې بچی ېې څه شو.

鸡回家的路上,遇到了千足虫妈妈。千足虫妈妈问它:“你看见我的孩子了吗?”鸡什么都没说,千足虫妈妈很担心。


شیبه وروسته د زنزې مور نری غږ وارېده، “مورې! مرسته راسره وکړه” مرسته وکړه د زنزې مور شاوخوا وکتل ګوري، چې د چرګې له خېټې د زنزې غږ راځي.

千足虫妈妈突然听到了一阵微弱的声音:“快帮我,妈妈!”千足虫妈妈看了看周围,仔细地听着,声音是从鸡身体里传出来的。


د زنزې مور وویل، “لورکۍ! خپل ځانګړی غږ وباسه.” زنزې همداسې وکړل، او د چرګې په کولمو درد راغی.

千足虫妈妈大喊道:“快用你神奇的能力!”千足虫会产生一种很难闻的味道,会让鸡觉得很恶心。


چرګه وټوخيده، پرنچی او کانګي ېې وکړې.

鸡打了一个嗝,咕噜咕噜要吐了,又是打喷嚏又是咳嗽。千足虫太恶心了!


د چرګې ټوخي نور هم زیات شو او له دې سره ېې له خېټې زنزه راووته او له مور سره ېې یوځای ونې ته پورته شوه.

鸡不停地咳嗽,直到把千足虫从胃里咳了出来。千足虫妈妈和孩子赶紧爬上树,藏了起来。


د وخت په تېرېدو، چرګه او زنزه سره دښمنان شول.

从此以后,鸡和千足虫就变成了敌人。


作者: Winny Asara
插图: Magriet Brink
译文: Darakhte Danesh
配音: Abdul Rafi Mohammadi
语言: 普什图语
级别: 3级
出处: 原文来自非洲故事书Chicken and Millipede
共享创意授权条款
本着作系采用共享创意 署名 3.0 未本地化版本授权条款授权。
选项
返回故事列表 下载 PDF