下载 PDF
返回故事列表

هغه ورځ چې ما کور د ښار لپاره پرېښود! 离家进城的那一天

作者 Lesley Koyi, Ursula Nafula

插图 Brian Wambi

译文 Darakhte Danesh

语言 普什图语

级别 3级

将整故事念出来 本故事尚未有语音版。


زموږ په کلي يو کوچنى تم ځاى و، چې ګڼو خلکو او بار موټرو سره به تل دا ځای مشغول وو. د ملي بس کلینډر هم د هغو ځایونو نومونه په لوړ غږ اخیستل چیرته چې به یادې موټرې تللې.

在我生活的村庄里,有一个小小的大巴车站。大巴车站虽然小,但是人来车往,非常热闹,地上常常堆满了装载的货物,售票员叫喊着大巴车开往的方向。


“ښار! ښار! لویدیځ ته ځو!” ما د کلینډرغږ واورېده. دا هغه ملی بس و چې ما غوښته.

我听到售票员喊“进城啦!进城啦!往西去!”这就是我要乘坐的大巴车。


د ښار ملی بس تقریبا ډک وه، مګر نورو خلکو تر اوسه هڅه کوله چې ملی بس ته جګ شي. ځينو خلکو خپله د سفر توکي د ملي بس لاندې ځای پر ځای کړي وو. او ځینو نورو خلکو د قفس دپاسه موټر منځ کې اېښې وو.

进城的大巴车几乎坐满了,但是人们还是不停地往里面挤。一些人把行李放在车顶,还有一些人把行李放在车厢里的架子上。


. نویو مسافرو ټکټونه اخیستي و او د کښېناستلو لپاره یې ځايونه لټول، د میرمنو سره ماشومان هم و او د اوږده سفر لپاره یې ځانونه چمتو کړي وو.

刚上车的乘客们紧紧地抓着他们的车票,在拥挤的车厢里寻找座位,带着小孩的妇女们都坐得舒舒服服的。


ما د یوې کړکۍ ترڅنګ خپل ځان ځای پر ځای کړ. هغه کس چې زما خواته ناست و، شین رنګه پلاستیکی کڅوړه یې کلکه نیولې وه. هغه زړې څپلۍ په پښو کړې وې، زوړ جاکت یې و او په غوصه یې کتل.

我挤到了窗边的一个座位里。旁边的乘客紧紧地抓着一个绿色的塑料包裹。他穿着破旧的凉鞋和外套,看起来很紧张。


. ما د ملي بس له کړکۍ بهر کتل او په دې فکر کې وم، چې هغه کلی پرېږدم، چیرته چې ما خاپوړي کړي دي او لوی ښار ته روان یم.

我朝窗外看去,这才意识到,我正在离开我长大的村庄,我要进城了!


موتر ډګ شو او لاس پلورونکو لا هم هڅه کوله چې پر مسافرینو ځينې توکي وپلوري، او له دې سره به يې په لوړ غږ چغې وهلې. ماته دا غږونه ډير جالب و.

货物都装载完了,乘客们都坐好了。小商贩们还在努力地挤到车厢里,向乘客们大声叫卖着货物。他们的话听起来怪好笑的。


ځيننو مسافرو د څښاک توکي واخیستل، ځينو بیا نور شیان واخیستل، او زما په څېر چې چا به پیسې نه درلودې غلى ناست وو او یوازې نندارې یې کولې.

有一些乘客买了饮料,还有一些乘客买了零食,正准备拆开来吃。像我一样没有钱的人只能看着。


دا کارونه د ملی بس د حرکت د ځانګړي غږ سره پای ته ورسېدل، دا غږ په دی معنی و چې مونږ نور حرکت کوو، او دا ځای خوشې کوو. کلینډر لاس پلورونکو ته زارۍ کولې چې کښته شي.

大巴车滴滴叫了两声,要开了,小商贩的活动戛然而止。售票员喊着,赶他们下车。


لاس پلورونکو یو بل ټېله کول، ترڅو د ملي بس څخه کښته شي. بعضو مسافرو ته پاتې شوې روپۍ ورکولې. نورو په وروستۍ شېبه کې هڅه کوله چې نور توکي وپلوري.

小商贩们推推搡搡下了车。一些人还在忙着找零钱,还有一些人赖着想最后再做点生意。


څنګه چې ملی بس تم ځای پرېښود، ما له کړکۍ څخه بهر ولیدل. ما ځان سره فکر وکړ، چې کله به خپل کلي ته را ستون شم.

大巴车缓缓离开了车站,我看着窗外,不知道今后会不会有机会回来了。


کله چې مو په سفر کې څه وخت تېر شو، ملی بس دننه ډېر تود شو. ما خپلې سترګې پټې کړې او د خوب په تمه وم.

旅程渐渐展开,车厢里慢慢热了起来,我闭上眼睛,想小睡一会儿。


مګر زما فکر د کور په لور ولاړه. ایا زما مور به خوندي وي؟ ایا زما سوی به پیسې ګټي؟ ایا زما ورور به په یاد ولري چې ونو ته اوبه ورکړي؟

但我的思绪却飞回了家。我的妈妈安全吗?我的兔子会卖了赚钱吗?我的弟弟会帮着给小树苗浇水吗?


په لاره کې د هغې سیمې نوم مې په ذهن راوستلو چې زما کاکا په هغه لوی ښار کې ژوند کاوه. ما تر هغه وخته د هغې سیمې نوم له ځان سره تکرارولو چې خوب راغئ.

在路上,我努力记住我叔叔在城市里的地址。我迷迷糊糊地说着地址,沉沉地睡去。


د نهه ساعتونو سفر کولو وروسته ، له خوبه راپاڅېدم او خپله کوچنۍ بکسه مې راواخیسته. له ملي بس څخه ښکته شوم. نويو مسىافرو باندې مې غږ وکړ چې زما کلي ته لاړ شٸ.

过了九个小时,我被售票员的叫喊声吵醒了,他在喊乘客坐车回村庄。我一把抓住我的包,跳下了车。


زما لپاره تر ټولو مهمه دا وه، چې د خپل کاکا کور پیدا کړم او ملي بس هم په ډکېدو و چې د ختیځ لور ته حرکت وکړي.

回程的大巴车很快就坐满了,不久就要开回东边的村庄去了。对我来说,现在最重要的事情就是找到我叔叔的家。


作者: Lesley Koyi, Ursula Nafula
插图: Brian Wambi
译文: Darakhte Danesh
语言: 普什图语
级别: 3级
出处: 原文来自非洲故事书The day I left home for the city
共享创意授权条款
本着作系采用共享创意 署名 4.0 未本地化版本授权条款授权。
选项
返回故事列表 下载 PDF