下载 PDF
返回故事列表

نوزیبېلې او درې ویښتان 诺孜贝儿和三根头发

作者 Tessa Welch

插图 Wiehan de Jager

译文 Darakhte Danesh

配音 Abdul Rafi Mohammadi

语言 普什图语

级别 3级

将整故事念出来

播放速度

自动念故事


په ډېرو پخوا زمانو کې درې نجونې د لرګيو را ټولولو لپاره دباندې ووتلې.

很久很久以前,有三个女孩,她们一起外出找柴火。


دا چې ورځ ګرمه وه، نو دوی د کلي لاندې سیند ته ولاړې، چې ولامبي. دوى د اوبو منځ کې لمبلې او لوبې ېې کولې.

天很热,她们跳下河游了个泳。她们一边游泳,一边嬉戏,溅出很多水花。


ناڅاپه د دوی فکر ته راغلل، چې ناوخته دی نو په چټکۍ سره بیرته د کلي په لور روانې شوې.

突然,她们意识到天已经很晚了,匆匆忙忙赶回村子。


هغوى کور ته نږدې شوې وې چې نوزیبېلې خپل لاس غاړې ته ور وړ، ګوري چې د غاړکۍ یې هېره کړې ده. هغې خپلو ملګرو ته وویل: هیله کوم له ما سره راشئ! خو هغوى وويل: “ډېر ناوخته دی.”

当她们快到家的时候,诺孜贝儿摸了摸她的脖子:她把项链落在了外面。于是她请求她的朋友们:“和我一起回去找找吧!”但她的朋友们都说太晚了。


نو نوزیبېلې یوازې سیند ته ولاړه، خپله غاړه کۍ یې پیدا کړه او په چټکۍ سره د کور په لور روانه وه چې په تيارو کې ورکه شوه.

诺孜贝儿一个人回到河边,一找到了项链,就赶忙回家,但天太黑了,她迷路了。


په لاره کې یې يوه روښنايي وليده چې له یوه کوچني کور څخه راوځي. هغه د روښنايي په لور ورغله. يوه دروازه يې پیدا کړه او ويې ټکوله.

她远远地看见有个小木屋,木屋里有一丝光亮。她跑到木屋门口,敲了敲门。


عجيبه دا وه چې نوزیبېلې ته یو سپي دروازه خلاصه کړه او ویې ویل: ته څه غواړې؟ نوزیبېلې وویل: زه ورکه شوې یم او د خوب لپاره ځای ته اړتیا لرم. سپي وویل: دننه راشه، ګنې خورم دې! نوزیبېلې دننه ورغله.

诺孜贝儿吃了一惊,开门的是一只会说话的狗:“你来干嘛?”诺孜贝儿说:“我迷路了,我要找个地方睡觉。”狗回答说:“进来吧,不然我就咬你!”然后诺孜贝儿就进了屋。


وروسته سپي وویل: زما لپاره خواړه پاخه کړه! هغې وویل: مګر ما د سپي لپاره هېڅکله پخلی نه دی کړی. سپي وویل: پخوې یې یا ودې خورم! نوزیبېلې د سپي لپاره خواړه چمتو کړل.

狗说:“给我做饭!”诺孜贝儿回答说:“但我从来没有给狗做过饭。”狗说:“快做饭,不然我就咬你。”诺孜贝儿没办法,只能给狗做了一些吃的。


وروسته سپي وویل: “زما لپاره د خوب ځای تیار کړه” نوزیبېلې ځواب ورکړ، ما د سپي لپاره هېڅکله د خوب ځای نه دی تیار کړی. سپي وویل: “ځای تیاروې یا ودې خورم” نو نوزیبېلې د خوب ځای هم تیار کړ.

狗说:“给我铺床!”诺孜贝儿回答说:“但我从来没有给狗铺过床。”狗说:“快铺床,不然我就咬你。”诺孜贝儿没办法,只能给狗铺了床。


هره ورځ هغه مجبوره وه چې خواړه پاخه کړي، جارو وکړي او د سپي لپاره جامې ومینځي. بلاخره یوه ورځ سپى وویل: “نوزیبېلې، زه نن د ملګرو ليدو ته ځم. مخکې له دې چې زه بېرته راشم، کور جارو کړه، خواړه پاخه کړه او زما کالي ومینځه.”

诺孜贝儿每天都要给狗做饭,打扫屋子,洗衣服。有一天,狗说:“诺孜贝儿,我今天要出门见朋友。在我回来之前,你要打扫好屋子,做好饭,洗好衣服。”


څنګه چې سپی ووت، نوزیبېلې د خپل سر څخه درې ویښتان را واخېستل. هغې یو ویښته د کټ لاندې کېښود، یو یې د دروازې تر شا کېښود او يو یې په جونګړه کې کېښوده او په ډېرې چټکۍ سره خپل کورته په منډ ولاړه.

狗一走,诺孜贝儿就从头上拔了三根头发下来。她把一根头发放在床下,一根放在门背后,还有一根放在篱笆上。然后诺孜贝儿用尽全力跑回了家。


کله چې سپی راغئ، نو نوزیبېلې یې لټوله او غږ یې وکړ: “نوزیبېلې چېرته یې؟” لومړني ویښته وویل: “زه دلته یم د کټ لاندې” دوهم وویل: “زه دلته یم د دروازې شا ته،” درېیم وویل: “زه دلته یم په جونګړه کې.”

当狗回到家的时候,它开始找诺孜贝儿:“诺孜贝儿,你在哪里?”第一根头发说:“我在这儿,在床底下。”第二根头发说:“我在这儿,在门背后。”第三根头发说:“我在这儿,在篱笆上。”


وروسته سپی پوه شو چې نوزیبېلې له هغه سره دوکه کړې ده. نو تر کلي پورې په منډه منډه راغی. خو د نوزیبېلې ورور له غټ لرګي سره په تمه ولاړ و، سپي چې د نوزیبېلې ورور وليد، بېرته وګرځيد او لرې ولاړ. نور تر اوسه لا لیدل شوی نه دی.

狗明白了诺孜贝儿耍的花招。它一路跑到诺孜贝儿的村庄,但是诺孜贝儿的兄弟们正拿着棍子等着它呢!狗见状不妙,赶紧跑开了,从此再也没人见过它。


作者: Tessa Welch
插图: Wiehan de Jager
译文: Darakhte Danesh
配音: Abdul Rafi Mohammadi
语言: 普什图语
级别: 3级
出处: 原文来自非洲故事书Nozibele and the three hairs
共享创意授权条款
本着作系采用共享创意 署名 3.0 未本地化版本授权条款授权。
选项
返回故事列表 下载 PDF