زما په کلي کې ډېرې ستونزې وې. موږ به له یوه نل څخه د اوبو راوړلو لپاره په اوږده لیکه کې درېدلو.
我的村庄面临很多问题。村里只有一个水龙头,我们每天都要排很长的队伍去接水。
موږ به د هغو خواړو لپاره په تمه وو چې خلکو به خیرات کول.
我们等着别人接济食物给我们吃。
موږ به د غلو له ډاره د خپلو کورونو دروازې وختي تړلې.
每天晚上,我们因为害怕有小偷,所以都早早地锁上了门。
ډېرو ماشومانو ښوونځي پریښودل.
中途辍学的孩子也不少。
پېغلو نجونو به په نورو کلیو کې د خدمتګارانو په توګه کار کوه.
年轻的女孩被迫到别的村庄去做女佣。
ځوانان هلکان به په کلي کې بیکاره ګرځېدل او نورو به د پرديو په کروندو کې کار کوه.
年轻的男孩不是成天在村子里游荡,就是到别人的农场里打工。
کله به چې باد لګېده، بې کاره او اضافه کاغذونه به په ونو او ښاخونو کې بندېدل.
起风的时候,废纸到处乱飞,挂在树梢和篱笆上。
خلک به د هغو ماتو ښیښو له امله زخمي کیدل، چې په بې احتیاطۍ سره غورځول شوې وې.
碎玻璃扔得到处都是,很多人都被碎玻璃划伤了。
یوه ورځ یاد نل وچ شو او زموږ د اوبو لوښي او بیلرونه خالي شول.
终于有一天,水龙头干涸了,人们接不到水了。
زما پلار کور په کور وګرځېده او له خلکو یې وغوښتل چې د کلي اړوند غونډه کې ګډون وکړي.
我的爸爸一家一家地劝说,召集村里的居民们开会。
خلک د یوې لویې ونې لاندې راټول شول.
人们聚到一棵大树下,准备开会。
زما پلار ودرېد او ویې ویل: “موږ باید د خپلو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړو.”
我爸爸站起来,说:“我们必须团结起来,一起解决我们的问题。”
اته کلن جمعه ګل چې د ونې پر ډډه ناست و، غږ ېې وکړ: “زه په پاکولو کې مرسته کولى شم.”
八岁的珠玛坐在树干上,大声说:“我可以帮忙清理村庄。”
یوې میرمنې وویل: “ښځې کولی شي زما سره یوځای شي ترڅو خوراکي شیان کښت کړو.”
一个女人站起来说:“我可以找一些妇女,一起种庄稼。”
یو بل سړی ودریده او زیاته ېې کړه: “سړیان به په ګډه یوه څاه وکیندي.”
又有一个男人站起来说:“男人们可以帮着打井。”
موږ ټولو په یوه غږ چیغې کړې، “موږ باید خپل ژوند بدل کړو.” له هغې ورځې راپدېخوا موږ د خپلو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار کوو.
我们异口同声地说:“我们必须改变我们的生活。”从那天开始,大伙儿都齐心协力,解决问题。