下载 PDF
返回故事列表

وزه، سپی او غوا 山羊、野狗、和水牛

作者 Fabian Wakholi

插图 Marleen Visser, Ingrid Schechter

译文 Darakhte Danesh

配音 Abdul Rafi Mohammadi

语言 普什图语

级别 2级

将整故事念出来

播放速度

自动念故事


وزه، سپی او غوا ډېر ښه ملګري وو. هغوی یوه ورځ په ټکسي کې په سفر روان وو.

山羊、野狗、和水牛是很要好的朋友。有一天,他们一起坐出租车。


کله چې د هغوی سفر پای ته ورسیده، موټرچلوونکى له هغوى څخه کرایه وغوښتله. غوا خپله کرایه ورکړه.

当他们到了目的地的时候,司机叫他们交车费。水牛把她自己的那份交了。


سپي غټ لوټ ورکړ، ځکه چې له هغه سره ټاکل شوې اندازه روپۍ نه وې.

野狗没有带零钱,所以他就多给了一点儿。


موټرچلونکي غوښتل، چې د سپي پاته روپۍ بېرته ورکړي، خو په همدې وخت کې وزې پرته له دې چې خپل کرایه ورکړي، منډې کړې او ونښتیده.

司机正要找钱给野狗,没想到山羊没有给钱就跑掉了。


موټرچلونکی د وزې د دې چلند څخه سخت خواشینی شو او پرته له دې چې د سپي پاته روپۍ ورکړي حرکت ېې وکړ او لاړ.

司机很生气,结果他没有给野狗找钱就开走了。


له همدې امله نن سپی د موټرو پسې منډې وهي، ترڅو وګوري او هغه موټر چلونکی پیدا کړي، چې روپۍ ېې ترې تښتولي دي.

所以,现在你可以看到野狗看到车子就拼命追上去,因为他想叫司机给他找钱。


وزه د موټر دغږ په اورېدو سره لرې تښتي او دا ويره لري چې د کرايې نه ورکولو له امله به ونيول شي.

山羊呢,一听到有车来就吓得赶快逃走,因为她怕没交车费被人抓起来。


او غوا د موټر په لیدو سره هېڅ اندېښنه نه لري، د سړک څخه د تیریدو پرمهال هم بېړه نه کوي، ځکه پوهېږي چې خپله ټوله کرایه ېې ورکړې ده.

可是水牛听到车来一点儿都不急。她不慌不忙地过马路,因为她知道她已经把她自己那份交了。


作者: Fabian Wakholi
插图: Marleen Visser, Ingrid Schechter
译文: Darakhte Danesh
配音: Abdul Rafi Mohammadi
语言: 普什图语
级别: 2级
出处: 原文来自非洲故事书Goat, Dog and Cow
共享创意授权条款
本着作系采用共享创意 署名 3.0 未本地化版本授权条款授权。
选项
返回故事列表 下载 PDF