تحميل بصيغة PDF
العودة لقائمة القصص

د سلیم خور څه وویل؟ ما قالته أخت فوسي

كُتِب بواسطة Nina Orange

رسمة بواسطة Wiehan de Jager

بترجمة Zahidullah Abid

لغة البشتوية

مستوى المستوى 4

سرد للقصة كاملة الصوت لهذه القصة غير متوفر.


یو سهار وختي د سلیم انا هغه ته غږ وکړ، “سلیمه! مهرباني وکړه دا هګۍ خپل مور او پلار ته یوسه، ستا مور او پلار غواړي چې ستاسو د خور د واده لپاره غټ کېک پوخ کړي”.

في صباح باكر من أحد الأيام، نادت الجدة حفيدها فوسي قائلة: “فوسي، أرجو أن تأخذ هذه البيضة لوالديك. يريدان تحضير كعكة كبيرة بمناسبة حفل زفاف أختك”.


په لاره کې، سلیم دوه هلکان ولیدل چې میوه یې راټولوله. یوه هلک له سلیم څخه هګۍ واخیستله او په ونه یې وویشتله. هګۍ ماته شوه.

وفي طريقه إلى منزل والديه، اعترض فوسي ولدين يقطفان الفواكه. خطف أحد الولدين البيضة من يد فوسي وألقى بها على شجرة فتهشمت البيضة.


سلیم خفه شو او په غوسه یې ورته وویل، “دا دې څه وکړل!!!” سلیم په ژړغوني غږ وویل، “دا هګۍ خو زما د خور د کیک پخولو لپاره وه، که کیک نه وي، خور به مې څه وايي؟؟”

صاح فوسي: “ماذا فعلت؟ البيضة كانت لصنع كعكة، والكعكة كانت لحفل زفاف أختي. ماذا ستقول أختي إذا لم يكن في العرس كعكة؟”.


هلکانو د سلیم په ځورولو بخښنه وغوښته. یو هلک وویل: “موږ د کېک په اړه درسره مرسته نه شو کولی، مګر دا ستا د خور امسا یا د تلو لکڼه ده.” سلیم روان شو.

أسف الولدان لإزعاجهما لفوسي وقال أحدهما: “لن نستطيع المساعدة في صنع الكعكة، لكن ها هي عصا للمشي، خذها لأختك”. أخذ فوسي العصا وواصل طريقه إلى المنزل.


سلیم کور ته په لاره دوه سړيان ولیدل چې کور جوړوي، سړيو له سلیم څخه غوښتنه وکړه، او ويې ویل “ایا موږ کولای شو چې د چت لپاره دا قوي لکڼه وکاروو،” سلیم وویل، “هو!” سړيان لرګي را واخسته خو ماته شوه او دومره قوي نه وه چې د کور جوړولو لپاره دې ترې ګټه واخیستل شي.

وفي الأثناء، التقى فوسي رجلين يبنيان منزلاً. سأله أحدهما: “هل يمكننا أن نستخدم تلك العصا الغليظة التي بيدك؟”. لكن العصا كسرت لدى استعمالها، لأنها لم تكن قوية بالقدر الكافي لتستخدم في البناء.


سلیم وویل “تاسو دا څه وکړل؟” سلیم ژړل. “دا لکڼه زما د خور ډالۍ وه. د میوو ټولوونکو هغه لکڼه ماته ځکه راکړه چې دوی د کیک لپاره هګۍ ماته کړې وه او هغه کېک زما د خور د واده ؤ. اوس نو نه هګۍ شته، نه کېک شته او نه هم ډالۍ. زما خور به اوس څه ووايي؟”

صاح فوسي: “ماذا فعلتما؟ تلك العصا كانت هدية لأختي. لقد أعطاني إياها جامعا الفواكه اللذان كسرا البيضة التي كنا سوف نستخدمها لعمل كعكة لأختي بمناسبة زواجها. أما الآن، فلا بيضة ولا كعكة ولا هدية. ماذا ستقول أختي؟”


خټګرو د لرګي په ماتولو بخښنه وغوښته. یو سړى ورته وویل: “موږ د کېک په اړه درسره مرسته نه شو کولی ، مګر دلته ستاسو د خور لپاره یو غوړګې یا واښه دى.” نو سلیم دا واخيست او روان شو.

أسف البناءان على كسر العصا. فقال أحدهما: “لن نستطيع فعل شيء بخصوص الكعكة، لكن هذا بعض القش، خذه لأختك”. أخذ فوسي القش وواصل طريقه.


د لارې په اوږدو کې، سلیم یوه غوا او بزګر ولیده. غوا له سلیم څخه وپوښتل. “څومره خوندور واښه، کولی شې لږ راکړې؟” خو واښه دومره خوندور وو چې غوا ټول وخوړل!

وبينما هو في طريقه إلى البيت، اعترضه مزارع ومعه بقرة. قالت البقرة: “هذا القش لذيذ، هل لي بقضمه منه؟” لكن القش كان حلو المذاق لدرجة أن البقرة التهمته كله.


سلیم وویل “تاسو دا څه وکړل؟” سلیم ژړل، “دا واښه زما د خور لپاره ډالۍ وو، خټګرو ما ته دا واښه ځکه راکړل چې هغوی د میوو راټولونکو هغه لرګي چې یې ماته راکړې وه ، ماته کړې وه. میوو راټولونکو ماته هغه لرګي ځکه راکړې وه چې هغوی زما د خور د کېک لپاره هګۍ ماته کړې وه. کېک زما د خور د واده لپاره و. اوس نه هګۍ شته، نه کېک او نه هم ډالۍ، خور به مې څه وایي؟”

صاح فوسي: “ماذا فعلت أيتها البقرة؟ ذاك القش كان هدية لأختي. أعطاني إياه البناءان بعد أن كسرا العصا التي تسلمتها من جامعيْ الفواكه الذيْنِ هشَّما البيضة التي كنا سنصنع بها كعكة لعرس أختي. لم يعد لي الآن لا بيضة ولا كعكة ولا هدية… ترى ماذا ستقول أختي؟”.


غوا بخښنه وغوښته، بزګر ومنله چې دا غوا د ځان سره د خپلې خور لپاره د ډالۍ په توګه له ځان سره بوځي. نو ځکه سلیم هغه له ځانه سره روانه کړه.

اعتذرت البقرة لجشعها، أما المزارع فقد قرر أن يسلم البقرة لفوسي كهدية لأخته. أخذ فوسي البقرة وواصل طريقه.


خو غوا د ماښام مهال بېرته بزګر ته وتښتېده. نو هماغه و چې په سلیم ډېر ناوخته شو. هغه د خپلې خور واده ته په داسې وخت کې ورسېده، چې میلمنو د شپې ډوډۍ خوړله.

لكن، وبحلول وقت العشاء فرت البقرة هاربة ورجعت إلى المزارع الذي سلمها لفوسي. أضاع فوسي طريقه ووصل متأخراً جداً لحفل زفاف أخته، فقد وجد المدعوين بصدد تناول الطعام.


سلیم ژړل، “زه څه وکړم؟” “هغه غوا چې وتښتېده یوه ډالۍ وه، د هغه وښو په بدل کې چې خټګرو ماته راکړې وه. خټګرو ماته ځکه واښه راکړه، چې هغه لکڼه یې راته ماته کړه، کومه چې د میوو ټولوونکو ماته راکړې وه. میوو ټولوونکو هغه لکڼه ځکه ماته راکړې وه چې هغوی د کېک لپاره هګۍ ماته کړې وه، اوس نو نه هګۍ شته، نه کېک، او نه هم ډالۍ.”

صاح فوسي: “ماذا عساي أن أفعل الآن؟ … لقد هربت البقرة، هدية العرس التي منحني إياه المزارع مقابل القش الذي سلمني إياه البناءان عندما كسرا العصا التي أعطاني إياها جامعا الفواكه بعد أن هشما البيضة التي كنا سنصنع بها كعكة زفاف أختي. أما الآن فلا بيضة ولا كعكة ولا هدية”.


د سلیم خور لږ څه فکر وکړ، بیا یې وویل: “سلیمه وروره، زه د ډالیو ډېره پروا نه لرم، د کېک پروا هم نه لرم، دا چې موږ ټول دلته سره یو ځای راټول شوي یو، ډېره خوشحاله یم، اوس نو خپلې جامې واغونده، او راځه چې دا ورځ ولمانځو!” سلیم همداسې وکړل او د واده په خوښۍ کې یې برخه واخیسته.

فكرت أخت فوسي قليلاً ثم قالت: “أخي، لا تهمني الهدايا، ولا الكعكة. نحن هنا معا، وأنا سعيدة. اذهب الآن والبس ثيابك الجميلة وتعال، نحتفل بهذا اليوم السعيد معاً”. وكان ذاك ما فعله فوسي.


كُتِب بواسطة: Nina Orange
رسمة بواسطة: Wiehan de Jager
بترجمة: Zahidullah Abid
لغة: البشتوية
مستوى: المستوى 4
المصدر: What Vusi's sister said از القصص الأفريقية القصيرة
رخصة المشاع الإبداعي
تحت مجوز المشاع الإبداعي نَسب المُصنَّف 3.0 دولي کریتز کامنز به نشر رسید.
خيارات
العودة لقائمة القصص تحميل بصيغة PDF