تحميل بصيغة PDF
العودة لقائمة القصص

له انا سره په رخصتۍ کې في عطلة مع الجدة

كُتِب بواسطة Violet Otieno

رسمة بواسطة Catherine Groenewald

بترجمة Zahidullah Abid

لغة البشتوية

مستوى المستوى 4

سرد للقصة كاملة الصوت لهذه القصة غير متوفر.


. زمري او وږمې له خپل پلار سره یو ځای په ښار کې ژوند کوه، دوی رخصتي ته ډير لیواله و. نه یوازې دا چې ښوونځي يي رخصت کيږي، بلکه دې ته خوښ و چې د خپلې نیا لیدو ته ورځي. د دوی نیا یوه لوی سمندر ته نږدې د کب نیونې په کلي کې ژوند کوه.

كان أودنقو وأبيو يعيشان مع أبيهما في المدينة، وكانا ينتظران العطلة بفارغ الصبر، ليس فقط لأن المدرسة ستغلق أبوابها ولكن أيضا لأنهما يريدان زيارة جدتهما التي كانت تعيش في قرية صيد محاذية لبحيرة كبيرة.


زمری او وږمه ډیره خوشحاله وو، ځکه چې دا د دوی لپاره مناسب وخت چې خپله نیا وګوري. د تګ څخه یوه شپه مخکې، دوی خپل بکسونه ډک کړل او د نیا کلي ته د اوږد سفر لپاره چمتو شول. دوی ته خوب نه ورتلو، او ټوله شپه یې د رخصتۍ په اړه خبرې کولې.

كان أودنقو وأبيو متحمسين أشد الحماس لأن الوقت قد حان لزيارة جدتهما من جديد. وفي الليلة التي سبقت الزيارة، حزم الصغيران حقائبهما واستعدا للرحلة الطويلة التي ستأخذهما إلى قرية جدتهما. لم يستطيعا ليلتها النوم، ولبثا يتحدثان عن العطلة طوال الليل.


سهار وخته د خپل پلار په موټر کې کلي ته روان شول، په لاره کې یې د دنګو غرونو، وحشي ژوو او د چای د کښتونو ننداره کوله. کله کله به ېې له ځان سره سندرې هم ویلې.

وفي صباح اليوم الموالي، امتطى الصغيران سيارة أبيهما وقصدا القرية باكراً. كانت السيارة تشق طريقها عبر الجبال وبين الحيوانات البرية ومزارع الشاي، وكان الصغيران يحصيان عدد السيارات ويغنيان.


څه موده لا تېره نه وه چې ماشومان ستړي شول او ویده شول.

لكن وبعد فترة من الوقت، شعر الصغيران بالتعب وغلبهما النعاس فاستسلما للنوم.


کله چې دوی کلي ته ورسېدل، نو پلار یې زمری او وږمه له خوبه راویښ کړل. دوی خپله نیا، زرغونه انا، په داسې حالت کې ولیدله چې د یوې ونې لاندې په یوې غالۍ ناسته وه. هغه یوه پیاوړې او ښکلې ښځه وه.

أيقظ الأب الطفلين أودنقور وأبيو لدى وصولهما إلى القرية. وجد الصغيران جدتهما، نيار كنيادا، تستريح على حصير تحت شجرة. كان اسمها بلغة الليو يعني “ابنة شعب كنيادا” وكانت امرأةً جميلةً وقويةً.


انا دوی ته ښه راغلاست ووایه، نڅا ېې وکړه او د خوښۍ سندرې ېې وویلې. لمسیان ېې ډير لیواله و چې خپلې انا ته له ښاره راوړل شوې ډالۍ ورکړي، زمري په لوړ غږ وویل، “لومړی زه ډالۍ ورکوم،” وږمې چغه کړه،” نه زه ېې ورکوم.”

استقبلتهما الجدة بحفاوة في منزلها ورقصت وغنت من شدة الفرح. كان الحفيدان مغتبطين بإعطاء جدتهما الهدايا التي اشتروها لها من المدينة. قال أودنقو: “جدتي.. افتحي هديتي أنا أولاً”. وقالت ابيو: “لا جدتي، هديتي أنا أولاً”


وروسته له هغې چې نیا یې ډالۍ خلاصې کړې، زرغونه انا خپلو لمسیانو ته د دوی د فرهنګ مطابق د برکت دعا وکړه.

وبعد أن فتحت نيار كنيادا الهدايا، شكرت حفيديها وباركتهما على الطريقة التقليدية.


زمری او وږمه له کور څخه دباندې ولاړل. دوی په پتنګانو او مرغانو پسې منډې وهلې.

بعد ذلك، خرج اودنقو وابيو إلى الحقول فلاحقا الفراشات والطيور.


دوی به ونې ته پورته کېدل او د لوى ډنډ (جهيل) اوبه يو بل باندې اچولې.

وتسلقا الأشجار واستحما في ماء البحيرة.


کله چې تیاره شوه، نو دوی د ډوډۍ لپاره کور ته راغلل. ډوډۍ خوړل یې لا پای ته نه و رسولي، چې ویده شول!

ولما أقبل المساء رجعا إلى المنزل ليتناولا العشاء. لكن قبل أن ينهيا طعامهما كان الصغيران قد غلبهما النعاس فناما.


بله ورځ، د دوی پلار بیرته ښار ته روان شو، او دوی یې د زرغونه انا سره پرېښودل.

وفي اليوم الموالي انطلق الأب بسيارته إلى المدينة وترك الصغيرين صحبة جدتهما نيار كنيادا.


زمري او وږمې به له خپلې انا سره د کور په کارونو کې مرسته کوله، اوبه به ېې ورته راوړې، د سون توکي به ېې راوړل، د چرګانو هګۍ ېې را ټولولې او له بڼ څخه به يې شنه سابه هم ورته راوړه.

ساعد أودنقو وأبيو جدتهما في شؤون المنزل، فكانا يحضران الماء والحطب ويجمعان البيض من قن الدجاج ويلتقطان الخضار من الحديقة.


زرغونه انا خپلو لمسیانو ته وروښودل چې څنګه کولی شي نرم اوګالي( د دوی یو ډول خواړه ده) جوړ کړي، او د سټیو( د دوی یو ډول خواړه ده) سره یې وخوري. هغې دوی ته وښودله چې څنګه د کوکونټ وريجې تیارې، او بیا هغه له وریتو کبانو سره وخوري.

علمت نيار كنيادا حفيديها كيفية صنع الأوقالي اللين لتناوله مع الحساء، كما علمتهما كيفية صنع رز جوز الهند لتناوله مع السمك المحمر.


یو سهار زمري او وږمې د خپلې نیا غواګانې څرولو ته بوتلې، ګوري چې د ګاونډي پټي ته واوښتې، ګاونډی ېې په غوصه شو او په تنده لهجه ېې زمري ته وویل، “زما ټول حاصلات دې پرې وخوړل، هله ژر شه غواګانې دې منع کړه.” زمري همداسې وکړل، او تل به په دې فکر کې و چې غواګانې د ګاونډي پټي ته لاړې نه شي.

وفي صباح أحد الأيام، أخذ أودنقو بقرات جدته إلى المرعى، فأسرعت البقرات بالدخول إلى حقل أحد المزارعين. غضب المزارع من أدنقو وهدد بأن يحتفظ بالبقرات عنده لأنها أكلت محصوله. ومنذ ذلك اليوم، عزم الولد على ألا يترك البقرات تتسبب في أي مشكل جديد.


. بله ورځ زرغونې انا سره لمسیان ښار ته ولاړل، هغې هلته د خوراکي توکو دوکان درلود. د زمري دا خوښېده چې پیرودونکو ته د خوراکي توکو بیې ووايي او پیرودونکو به هم د اړتیا وړ مواد ترې اخیستل.

وفي يوم آخر، ذهب الصغيران مع نيار كنيادا إلى التسوق. كانت الجدة تضع الخضار والسكر والصابون على منصة لبيعها وكانت أبيو تعلم الزبائن بثمن السلع. أما أودنقو فقد كان يلف المشتريات للزبائن.


د ورځې په پای کې دوی یو ځای چای وڅښلو، او له انا سره ېې د هغو پیسو په شمیرلو کې مرسته وکړه، کومې چې ېې د ورځې په اوږدو کې ګټلې وې.

وفي نهاية اليوم شربوا شاي تشاي معا وساعدوا الجدة في حساب المال الذي حصلت عليه.


خو د دوی رخصتۍ ډېرې ژر پای ته ورسېدې او ماشومان باید بېرته ښار ته ولاړ شي. زرغونه انا زمري ته یوه خولۍ او وږمې ته ېې یو جاکټ ورکړ، او د دوی د سفر لپاره ېې ځيني خواړه هم په کڅوړه کې واچول.

غير أن العطلة انتهت بسرعة، وكان لزاماً على الصغيرين الرجوع إلى المدينة. أهدت نيار كنيادا قبعة لأودنقو وسترة لأبيو، كما أعدت لهم طعاماً من أجل الرحلة.


کله چې پلار ېې د دوی بېرته وړلو لپاره له ښاره راغئ. دوی نه غوښتل چې ښار ته ولاړ شي. ماشومانو له زرغونې انا څخه وغوښتل چې له دوی سره ښار ته ولاړه شي. نیا یې ورته وخندل او ورته ویې وویل: “زما عمر د ښار نه دی، زه به تاسو ته په تمه یم چې بیا کله تاسو زما کلي ته راځئ.”

وعندما جاء أبوهما لاصطحابهما معه إلى المنزل، لم يريدا المغادرة، بل رجوا نيار كنيادا أن تذهب معهما إلى المدينة. ابتسمت الجدة وقالت: “لقد أصبحت عجوزاً، ولن أستطيع الذهاب إلى المدينة. سوف أنتظر حتى تعودا إلى قريتي من جديد”.


زمري او وږمې دواړو یې نیا ته ټینګه غیږه ورکړه او مخه ښه یې ورسره وکړه.

عانق أودنقو وأبيو جدتهما بحرارة وودعاها.


کله چې زمری او وږمه بیرته ښوونځي ته ولاړل، دوی خپلو ملګرو ته د کلي د ژوند په اړه وویل. ځینو کوچنیانو احساس کوه چې په ښار کې ژوند ښه دی. نورو ویل چې د کلي ژوند ښه دی. خو دوی ټولو وویل چې د زمري او وږمې ډېره ښه انا ده!

ولما عاد أودنقو وأبيو إلى المدرسة، حدثا أصدقائهما عن الحياة في القرية. أحس بعض الأطفال أن الحياة في المدينة جميلة بينما أحس البعض الآخر أنها أجمل في القرية. لكنهم اتفقوا جميعا على ان لأدنقو وأبيو جدة رائعة.


كُتِب بواسطة: Violet Otieno
رسمة بواسطة: Catherine Groenewald
بترجمة: Zahidullah Abid
لغة: البشتوية
مستوى: المستوى 4
المصدر: Holidays with grandmother از القصص الأفريقية القصيرة
رخصة المشاع الإبداعي
تحت مجوز المشاع الإبداعي نَسب المُصنَّف 4.0 دولي کریتز کامنز به نشر رسید.
خيارات
العودة لقائمة القصص تحميل بصيغة PDF