تحميل بصيغة PDF
العودة لقائمة القصص

د شاتوموندونکې مرغۍ غچ انتقام طائر دليل المناحل

كُتِب بواسطة Zulu folktale

رسمة بواسطة Wiehan de Jager

بترجمة Zahidullah Abid

لغة البشتوية

مستوى المستوى 4

سرد للقصة كاملة الصوت لهذه القصة غير متوفر.


دا د نګید په نامه د شاتو د ځالو لارښود مرغۍ او د جمیل په نوم د یوه لالچي ځوان کیسه ده. یوه ورځ جمیل د ښکار لپاره بهر تللی و چې د نګید مرغۍ غږ یې واورېده. هغه خوشحاله شو چې د همدې مرغۍ پر مټ به د شاتو ځاله پیدا کړي، ودرېده او په ځیر سره غوږ شو، تر څو یې چې د خپل سر د پاسه د ونې په څانګو کې مرغۍ ولیدله. “چيټیک-چيټيک-چیټيک،” وړې مرغۍ سندرې ويلې، یوې ونې ته یې ټوپ کړ، بیا بلې ونې ته والوتله “چټیک، چیټیک، چیټیک،”. او همدارنګه نګید به هم وخت په وخت درېدله، ترڅو ډاډمنه شي چې جمیل يې تعقیبوي.

هذه قصة دليل المناحل، نجيد، وشاب يدعى جنجيل. في يوم من الأيام، كان جنجيل خارج البيت في رحلة صيد عندما سمع صوت نجيد، دليل المناحل. سال لعاب جنجيل، فقد ذكره صوت الطائر بطعم العسل، فتوقف وبدأ يستمع بانتباه ويبحث عن العصفور حتى لمحه بين أغصان الشجرة، فوق رأسه. خشخش العصفور الصغير “شتيك، شتيك، شتيك.” وهو يقفز من شجرة إلى أخرى متوقفا بين الفينة والفينة حتى يتأكد من أن جنجيل كان يتبعه.


نیم ساعت وروسته، دوی د اينځر یوې لویې ونې ته ورسېدل. نګید په خوشالۍ سره د ونو په څانګو کې الوتنې کولې. جمیل ته ېې د سر په اشاره وویل چې راځه د شاتو د ځالې په پیدا کولو کې به مرسته درسره وکړم، خو ولې دا ځنډېږي؟ جمیل د شاتوګبين نه و لیدلى، خو پرنګید ېې باور درلود چې سمه لارښوونه به ورته کوي.

بعد نصف ساعة، وصل الإثنان إلى شجرة تين ضخمة. أخذ نجيد يقفز من غصن إلى غصن ويطل برأسه على جنجيل وكأنما ليقول له: “ها أنا ذا، تعال الآن، ما الذي يجعلك بعيدا هكذا؟”. لم يستطع جنجيل أن يرى النحل من مكانه تحت الشجرة، غير أنه وثق بنجيد.


نو جمیل خپله د ښکار نیزه د ونې لاندې کېښوده، یو څو دانې وچ لرګي یې راټول کړل او اور یې بل کړ. کله چې اور ښه ولګېده، نو د اور په منځ کې یې یوه اوږده وچه لښته کېښوده. دا لښته د لوګي جوړولو ځانګړې لښته وه. هغه ونې ته په ختلو پیل وکړ، سګرټ یې په خوله کې نیولی و.

وضع جنجيل رمحه تحت الشجرة وجمع بعض الأغصان اليابسة وأشعل النار. وما إن توهج اللهب، حتى أخذ جنجيل عصا طويلة من خشب يابس ووضعها في النار لتحترق فتخرج دخانا كثيفا لدى احتراقها. ثم بدأ جنجيل يتسلق الشجرة حاملا العصا ذات الدخان الكثيف بين أسنانه ماسكا إياها من طرفها غير المحترق.


ډېر ژر يې د ګڼو مچيو غږونه واورېدل. مچۍ د ونې له تنې څخه راوتلې او دننه کېدلې. کله چې جمیل د مچیو ځالې یا ګبین ته ورسید، نو هغه د سګرټو لوګى ګبین ته وردننه کړ. مچۍ ډېره غوسه او بې رحمه ښکارېدې. په بېړه راووتلې او وتښتېدلې، ځکه چې د دوی لوګی نه خوښېده – خو دوی په تګ تګ کې جمیل ښه سم وچیچه.

وسرعان ما سمع جنجيل أزيز النحل العالي وهو يدخل ويخرج من جوف جذع شجرة التين أين توجد الخلية. وعندما بلغ جنجيل خلية النحل، دفع بطرف العصا المدخن داخل جوف الشجرة. فهرع النحل إلى خارج الخلية ساخطاً مزمجراً وطار عالياً تاركاً المكان، لكن ليس قبل أن يكيل بعض اللدغات الموجعة لجنجيل.


کله چې مچۍ له ځالې بهر شوې، جمیل د مچیو ځالې ته لاس دننه کړ. هغه د شاتو یو غټ ګبین راوویست چې ښه ډېر شات پکې و. جمیل په ډیر احتیاط سره هغه په کڅوړه کې واچوه، کڅوړه یې اوږې ته کړه، او له ونې څخه په ښکته کېدو شو.

عندما ابتعد النحل، مد جنجيل يديه إلى الخلية في جوف الشجرة وبدأ يستخرج حفنات من أقراص الشمع المخضبة بالعسل والدهون واليرقات البيضاء. وضع جنجيل أقراص الشهد بكل عناية في حقيبته ونزل من أعلى الشجرة.


نګیډ مرغۍ د جمیل دا چاره په ځیر ځیر سره لیدله،. هغه په دې تمه وه، چې جمیل به د شاتو د ګبین یوه ټوټه نګیډ ته د شاتو د ځالې د ښوونې، د نذرانې په توګه پریږدي. نګید له یوې څانګې څخه بلې څانګې ته والوته، ځمکې ته راټیټه شوه، بیرته پورته شوه. بالاخره جمیل د ونې څخه ښکته شو. نګید جمیل ته نږدې په یوه ډبره کښیناسته، او د هغه د انعام د ترلاسه کولو انتظار یې کوه.

كان نجيد يراقب بانتباه ما كان يفعله جنجيل وكان يأمل أن يكافئه بقطعة كبيرة من أقراص الشهد الملآنة بالعسل. فأخذ يرفرف من غصن إلى غصن ويقترب رويداً رويداً من الأرض حتى وصل إلى أسفل الشجرة. حط نجيد على صخرة على مقربة من جنجيل ومكث ينتظر أن يناوله مكافأته.


خو جمیل اور مړ کړ، خپله نېزه یې واخیسته، او د کور په لور روان شو. نګید په غوسه غږ وکړ، “وک ټورررررر وک!” جمیل ودرېده، کوچنۍ مرغۍ ته یې وکتل او په لوړ غږ یې وخندل، مرغۍ ته یې وویل “ته شات غواړې؟ په رښتیا یې غواړې، زما ملګريه؟ هو!” “ټول کار خو ما وکړ، د اور بلولو لښتې مې راټولې کړې. نو زه بیا ولې له دا خوندور شات له تا سره شریک کړم؟” دا خبره یې وکړه او روان شو. نګید ډېره په قهر شوه! د جمیل څخه د بدل اخیستلو لپاره ورسره هیڅ لاره نه وه! خو هغه به یوه ورځ خپل غچ هرومرو اخلي.

لكن جنجيل أطفا النار والتقط رمحه وعاد أدراجه إلى منزله متناسياً العصفور، دليل المناحل. صاح العصفور غاضباً: “فيكتور، فيكتور …”. توقف جنجيل عن السير وحدق في العصفور الصغير وانفجر ضاحكاً: “هل تريد بعضا من العسل يا صديقي؟ لكن أنا من قام بالعمل كله وتحملت كل تلك اللدغات لوحدي… فلماذا إذن أقتسم هذا العسل الرائع معك؟”. ثم ذهب بعيداً. استشاط نجيد غضبا بعد أن تأكد من أن لا سبيل للتفاهم مع جنجيل وقرر بأن ينتقم لنفسه.


څو اوونۍ وروسته يوه ورځ جمیل بیا د نګید د شاتوموندونکې مرغۍ غږ واورېد. د هغه خوندور شات فکر ته راغلل، او په ډېره لیوالتیا یې یو ځل بیا مرغۍ تعقیب کړه. دا ځل نګيد جميل د ځنګل یوې څنډې ته يوړ. نګیډ د اغزیو د چترۍ لاندې ودرېده. “آه،” جمیل فکر وکړ. “چه د شاتو ګبین باید په دې ونه کې وي.” هغه په ډېرې چټکۍ سره اور بل کړ، او ونې ته په ختلو شو، په خوله کې یې د لوګيو سګرټ و. نګید ناسته وه، او یوازې ننداره یې کوله.

وفي يوم من الأيام، وبعد بضعة أسابيع من ذلك اللقاء، سمع جنجيل صوت نجيد يبشر من جديد بوجود العسل. تذكر جنجيل طعم العسل اللذيذ وبدأ يتبع العصفور من جديد وبكل شغف. وبعد أن قاد العصفور جنجيل على طول حافة الغابة توقف ليستريح تحت شجرة كبيرة مظللة ذات أشواكٍ. فكر جنجيل: “أه… لا بد أن تكون خلية النحل في تلك الشجرة”. أسرع جنجيل بإشعال نار صغيرة وبدأ يتسلق الشجرة وعود الدخان بين أسنانه. في الأثناء كان نجيد قابعا يراقب عن كثب ما كان يحدث.


جمیل ونې ته پورته شو، حیران شو چې ولې د تل په شان د مچیو غږ نه اوري. هغه له ځانه سره فکر وکړ”شاید د ونې تل کې وي،” یوې بلې څانګې ته پورته شو. خو دا ځل يې د ګبین پر ځای یې د پړانګ مخ ته کتل! پړانګ ډیر په غوسه و، چې د هغې خوب یې په بې رحمۍ سره خراب کړی و. هغې خپلې سترګې تنګې کړې، خپله خوله یې خلاصه کړه، چې خپل خورا لوی او تیره غاښونه ښکاره کړي.

تسلق جنجيل الشجرة مستغرباً من عدم سماع طنين النحل الذي تعود سماعه. وقال مخاطبا نفسه: “قد تكون الخلية في عمق الشجرة.” ثم واصل تسلق أغصان الشجرة، لكن حدث ما لم يحسب جنجيل حسابه، وعوض أن يجد خلية النحل، وجد نفسه محدقا في وجه نمرة كانت مغتاظة بعد أن وقع قطع نومها بكل تعسف. أغمضت النمرة عينيها وفتحت فمها وكشرت عن أنيابها الضخمة الحادة.


مخکې له دې چې پړانګ په جمیل حمله وکړي هغه له ونې څخه په چټکۍ ښکته شو. د ونې له څانګو یې ځمکې ته راټوپ کړ، او په منډه شو. جمیل نېکمرغه ه و ځکه چې پړانګ ستړی و او دومره وس پکښې نه و چې د جمیل پسې منډې وکړي، او هغه ونیسي، له دې سره جمیل خوندي پاته شو او عبرت ېې واخیست. نګید هم خوشحاله وه چې له جمیل ېې خپل غچ واخیسته.

وقبل أن تنقض عليه النمرة، أسرع جنجيل بالنزول من أعلى الشجرة، لكنه أخفق في مسك غصن من أغصان الشجرة وسقط مدوياً على الأرض فالتوى كاحله عند السقوط. واصل جنيجيل طريقه يعرج، بالسرعة التي يخولها له كاحله الملتوي. ولحسن حظه أن النمرة كانت لازالت تحت تأثير النعاس فلم تلحق به. انتقم نجيد، دليل المناحل، لنفسه ولقن جنجيل درسا لن ينساه.


له همدې امله کله چې ماشومان دا کیسه اوري د جمیل او نګید پېښه ېې ذهن ته راځي او د شاتو را ټولولو وروسته یوه برخه لارښوود مرغۍ ته ورکوي.

وهكذا، كلما سمع أبناء جنجيل قصة نجيد إلا واحترموا هذا العصفور الصغير. كما كانوا كلما ذهبوا لجمع العسل إلا وأصروا على أن يتركوا له أكبر قطعة من الشهد.


كُتِب بواسطة: Zulu folktale
رسمة بواسطة: Wiehan de Jager
بترجمة: Zahidullah Abid
لغة: البشتوية
مستوى: المستوى 4
المصدر: The Honeyguide's revenge از القصص الأفريقية القصيرة
رخصة المشاع الإبداعي
تحت مجوز المشاع الإبداعي نَسب المُصنَّف 3.0 دولي کریتز کامنز به نشر رسید.
خيارات
العودة لقائمة القصص تحميل بصيغة PDF