وزه، سپی او غوا ډېر ښه ملکري وو. یوه ورځ هغوی په یوه ټکسي کې په سفر تلل.
المَاعِزُ والكَلْبُ والبَقَرَةُ كَانُوا أَصْدِقاءَ جِدًّا.
في أَحَدِ الأَيَّام ذَهَبُوا فِي رِحْلَةٍ بِسَيَّارةِ أُجْرَةٍ.
کله چې د هغوی سفر پای ته ورسیده، موټرچلوونکى له هغوى څخه کرایه وغوښتله. غوا خپله کرایه ورکړه.
عِنْدَمَا وَصَلُوا إِلَى نِهايَةِ الرِّحْلَةِ، طَلَبَ مِنْهُمْ السائِقُ أُجْرَةَ رِحْلَتِهِمْ.
دَفَعَتْ البَقَرَةُ مَا عَلَيْهَا.
سپي غټې روپۍ (لوټ) ورکړې ځکه چې له هغه سره ټاکل شوې اندازه روپۍ نه وې.
دَفَعَ الكَلْبُ زِيَادَةً، لأِنَّهُ لَمْ يَكُنْ يَعْرِفُ المَبْلَغَ المَطْلُوبَ.
موټر چلوونکي غوښتل چې سپي ته پاتې شوې روپۍ بېرته ورکړي خو په همدې وخت کې وزې پرته له کرایه ورکولو منډې کړې او لاړه.
بَيْنَمَا كَانَ السَّائِقُ يُعْطِي الكَلْبَ بَاقِيَ النُقودَ، هَرَبَتْ المَاعِزُ بَعيداً.
موټر چلوونکي د وزې له دغه عمل څخه ډېر خواشينى شو او پرته له دې چې د سپي پاتې شوې روپۍ ورکړي وتښتېده.
غَضِبَ السَّائِقُ جِدّاً فَتَرَكَهُمْ وَرَحَلَ بِسَيَّارَتِهِ دُونَ أَنْ يُعْطِيَ الكَلْبَ بَاقِيَ نُقُودِهِ.
نو د همدې امله نن سپي د موټرو پسې منډې وهي چې دننه وګوري او هغه موټرچلوونکى چې روپۍ يې ورسره پاتې دي ومومي.
لِهَذا السَّبَبِ يَرْكُضُ الكَلْبُ حَتَّى اليَوْمِ، أَمَامَ كُلِّ سيَّارَةٍ، وَيَنْظُرُ إِلَيْهَا نَظْرَةً سَريعةً.
لِلْبَحْثِ عَنْ السَّائِقِ الذِي أَخَذَ بَاقِيَ النُّقُودِ.
وزه د موټر دغږ په اورېدو سره لرې تښتي او دا ويره لري چې د کرايې نه ورکولو له امله به ونيول شي.
أَمَّا المَاعِزُ فَقَدْ كانَتْ تَهْرُبُ عِنْدَمَا تَسْمَعُ صَوْتَ أَيِّ سَيَّارَةٍ.
فَهْيَ تَخَافُ أَنْ يُقْبَضَ عَلَيْهَا لِأَنَّهَا لَمْ تَدْفَعْ مَا عَلَيْهَا مِنَ النُقودِ.
او غوا د موټر په ليدو سره هېڅ ستونزه نه لري او سړک څخه په تېریدلو کې هم بېړه نه کوي، ځکه چې هغې خپله کرایه بشپړه ورکړې وه.
أَمَّا البَقَرَةُ فَهْيَ لَا تَهْتَمُّ عِنْدَمَا تَأْتِي أَيُّ سَيَّارَةٍ.
وَتَأْخُذُ كُلَّ وَقْتِهَا بِعُبُورِ الشَّارِعَ لِأَنَّها تَعْرِفُ أَنَّهَا دَفَعَتْ كُلَّ مَا عَلَيْهَا كَامِلاً.