بارگذاری پی دی اف
برگشت به فهرست داستان‌ها

د وُسي خور څه وویل؟ خواهر ووزی چه گفت؟ د وُسي خور څه وویل؟

نویسنده Nina Orange

نقاش Wiehan de Jager

مترجم Zahidullah Abid

خواننده Abdul Rafi Mohammadi

زبان پشتو

سطح سطح 4

متن کامل صوتی کتاب

سرعت خوانش

شروع خودبخودی داستان


یو سهار وختي د وُسي انا هغه ته غږ وکړ، “وُسي! مهرباني وکړه دا هګۍ خپل مور او پلار ته یوسه، ستا مور او پلار غواړي چې ستاسو د خور د واده لپاره غټ کېک پوخ کړي.”

یک روز صبح زود، مادربزرگ ووزی او را صدا کرد و گفت، “ووزی لطفا این تخم مرغ را بگیر وبرای پدر و مادرت ببر. آن‌ها می‌خواهند کیک بزرگی برای عروسی خواهرت درست کنند.”

یو سهار وختي د وُسي انا هغه ته غږ وکړ، “وُسي! مهرباني وکړه دا هګۍ خپل مور او پلار ته یوسه، ستا مور او پلار غواړي چې ستاسو د خور د واده لپاره غټ کېک پوخ کړي.”


په لاره کې، وُسي دوه هلکان ولیدل چې میوه یې راټولوله. یوه هلک له وُسي څخه هګۍ واخیستله او په ونه یې وویشتله. هګۍ ماته شوه.

ووزی در حالی که به سمت پدر ومادرش می‌رفت، دو پسر را دید که داشتند میوه می‌چیدند. یکی از پسرها تخم مرغ را از ووزی گرفت و آن را به درخت پرتاب کرد و تخم مرغ شکست.

په لاره کې، وُسي دوه هلکان ولیدل چې میوه یې راټولوله. یوه هلک له وُسي څخه هګۍ واخیستله او په ونه یې وویشتله. هګۍ ماته شوه.


وُسي خفه شو او په غوسه یې ورته وویل، “دا دې څه وکړل؟” وُسي په ژړغوني غږ وویل، “دا هګۍ خو زما د خور د واده د کیک پخولو لپاره وه، که په واده کې کیک نه وي، خور به مې څه وايي؟”

ووزی گریه کرد و گفت، “شما چی کار کردید؟” “آن تخم مرغ برای کیک بود. آن کیک برای عروسی خواهرم بود. خواهرم چه خواهد گفت اگر کیک عروسی نباشد؟”

وُسي خفه شو او په غوسه یې ورته وویل، “دا دې څه وکړل؟” وُسي په ژړغوني غږ وویل، “دا هګۍ خو زما د خور د واده د کیک پخولو لپاره وه، که په واده کې کیک نه وي، خور به مې څه وايي؟”


هلکانو د وُسي په ځورولو بخښنه وغوښته. یو هلک وویل: “موږ د کېک په اړه درسره مرسته نه شو کولی، مګر دا ستا د خور امسا ده.” وُسي روان شو.

پسرها ناراحت شدند از اینکه ووزی را اذیت کرده بودند. یکی از آن‌ها گفت، “ما نمی‌توانیم در پختن کیک کمک کنیم، ولی اینجا یک عصا برای خواهرت است.” ووزی به سفرش ادامه داد.

هلکانو د وُسي په ځورولو بخښنه وغوښته. یو هلک وویل: “موږ د کېک په اړه درسره مرسته نه شو کولی، مګر دا ستا د خور امسا ده.” وُسي روان شو.


وُسي کور ته روان و، دوه سړيان ېې ولیدل چې کور جوړوي، دوی له وُسي څخه غوښتنه وکړه، او ويې ویل “ایا موږ کولای شو چې د چت لپاره دا قوي امسا وکاروو،” وُسي وویل، “هو.” سړيانو را واخېسته خو ماته شوه او دومره قوي نه وه چې د کور جوړولو لپاره دې ترې ګټه واخیستل شي.

در طول مسیر او دو مرد را در حال ساختن خانه دید. یکی از آن‌ها پرسید، “ما می‌توانیم از عصای محکمت استفاده کنیم؟” ولی عصا به اندازه‌ی کافی برای ساختن بنا محکم نبود و شکست.

وُسي کور ته روان و، دوه سړيان ېې ولیدل چې کور جوړوي، دوی له وُسي څخه غوښتنه وکړه، او ويې ویل “ایا موږ کولای شو چې د چت لپاره دا قوي امسا وکاروو،” وُسي وویل، “هو.” سړيانو را واخېسته خو ماته شوه او دومره قوي نه وه چې د کور جوړولو لپاره دې ترې ګټه واخیستل شي.


وُسي وویل “تاسو دا څه وکړل؟” وُسي ژړل. “دا لکڼه زما د خور ډالۍ وه. د میوو ټولوونکو هغه لکڼه ماته ځکه راکړه چې دوی د کیک لپاره هګۍ ماته کړې وه او هغه کېک زما د خور د واده ؤ. اوس نو نه هګۍ شته، نه کېک او نه هم ډالۍ. زما خور به اوس څه ووايي؟”

ووزی گریه کرد وگفت، “شما چی کار کردید؟ آن عصا یک هدیه برای خواهرم بود. باغبان‌ها عصا را به من دادند چون آن‌ها تخم مرغی را که برای کیک بود شکستند. آن کیک برای عروسی خواهرم بود. ولی، حالا نه تخم مرغ، نه کیک و نه هدیه‌ای وجود دارد. خواهرم چه خواهد گفت؟”

وُسي وویل “تاسو دا څه وکړل؟” وُسي ژړل. “دا لکڼه زما د خور ډالۍ وه. د میوو ټولوونکو هغه لکڼه ماته ځکه راکړه چې دوی د کیک لپاره هګۍ ماته کړې وه او هغه کېک زما د خور د واده ؤ. اوس نو نه هګۍ شته، نه کېک او نه هم ډالۍ. زما خور به اوس څه ووايي؟”


خټګرو د لرګي په ماتولو بخښنه وغوښته. یو سړى ورته وویل: “موږ د کېک په اړه درسره مرسته نه شو کولی ، مګر دلته ستاسو د خور لپاره واښه دي.” نو وُسي دا واخيستل او روان شو.

بناها به خاطر شکستن عصا متاسف شدند. یکی از آن‌ها گفت، “ما نمی‌توانیم در پخت کیک کمک کنیم، ولی اینجا مقداری کاه برای خواهرت وجود دارد.” و بنابراین ووزی به سفرش ادامه داد.

خټګرو د لرګي په ماتولو بخښنه وغوښته. یو سړى ورته وویل: “موږ د کېک په اړه درسره مرسته نه شو کولی ، مګر دلته ستاسو د خور لپاره واښه دي.” نو وُسي دا واخيستل او روان شو.


د لارې په اوږدو کې، وُسي یوه غوا او بزګر ولیده. غوا له وُسي څخه وپوښتل. “څومره خوندور واښه، کولی شې لږ راکړې؟” خو واښه دومره خوندور وو چې غوا ټول وخوړل!

در طول مسیر، ووزی یک کشاورز و یک گاو را دید. گاو پرسید، “چه کاه‌های خوشمزه‌ای، می‌توانم اندکی از آن را بخورم؟” ولی کاه خیلی خوش‌طعم بود تا حدی که آن گاوهمه‌ی کاه را خورد!

د لارې په اوږدو کې، وُسي یوه غوا او بزګر ولیده. غوا له وُسي څخه وپوښتل. “څومره خوندور واښه، کولی شې لږ راکړې؟” خو واښه دومره خوندور وو چې غوا ټول وخوړل!


وُسي وویل “تاسو دا څه وکړل؟” وُسي ژړل، “دا واښه زما د خور لپاره ډالۍ وو، خټګرو ما ته دا واښه ځکه راکړل چې هغوی د میوو راټولونکو هغه لرګي چې یې ماته راکړې وه ، ماته کړې وه. میوو راټولونکو ماته هغه لرګي ځکه راکړې وه چې هغوی زما د خور د کېک لپاره هګۍ ماته کړې وه. کېک زما د خور د واده لپاره و. اوس نه هګۍ شته، نه کېک او نه هم ډالۍ، خور به مې څه وایي؟”

ووزی با گریه گفت، “شما چی کار کردید؟ آن کاه هدیه‌ای برای خواهرم بود. آن بناها آن کاه را به من داده بودند چون آن‌ها عصایی که باغبانان داده بودند را شکستند. باغبانان عصا را به من دادند چون آن‌ها تخم مرغی که برای کیک خوهرم بود را شکستند. آن کیک برای عروسی خواهرم بود. حالا نه تخم مرغ، نه کیک و نه هدیه‌ای وجود دارد، خواهرم چه خواهد گفت؟”

وُسي وویل “تاسو دا څه وکړل؟” وُسي ژړل، “دا واښه زما د خور لپاره ډالۍ وو، خټګرو ما ته دا واښه ځکه راکړل چې هغوی د میوو راټولونکو هغه لرګي چې یې ماته راکړې وه ، ماته کړې وه. میوو راټولونکو ماته هغه لرګي ځکه راکړې وه چې هغوی زما د خور د کېک لپاره هګۍ ماته کړې وه. کېک زما د خور د واده لپاره و. اوس نه هګۍ شته، نه کېک او نه هم ډالۍ، خور به مې څه وایي؟”


غوا بخښنه وغوښته، بزګر ومنله چې دا غوا د ځان سره د خپلې خور لپاره د ډالۍ په توګه له ځان سره بوځي. نو ځکه سلیم هغه له ځانه سره روانه کړه.

آن گاو خیلی متاسف شد که شکمو بوده. کشاورز موافقت کرد که آن گاو می‌تواند به عنوان هدیه‌ای برای خواهرش با ووزی برود. پس ووزی به راهش ادامه داد.

غوا بخښنه وغوښته، بزګر ومنله چې دا غوا د ځان سره د خپلې خور لپاره د ډالۍ په توګه له ځان سره بوځي. نو ځکه سلیم هغه له ځانه سره روانه کړه.


خو غوا د ماښام مهال بېرته بزګر ته وتښتېده. نو هماغه و چې په وُسي ډېر ناوخته شو. هغه د خپلې خور واده ته په داسې وخت کې ورسېده، چې میلمنو د شپې ډوډۍ خوړله.

ولی آن گاو در وقت شام، به سمت کشاورز دوید و ووزی در مسیر سفرش گم شد. او خیلی دیر به عروسی خواهرش رسید. مهمان‌ها در حال غذاخوردن بودند. آن‌ها می‌خوردند و می‌خوردند.

خو غوا د ماښام مهال بېرته بزګر ته وتښتېده. نو هماغه و چې په وُسي ډېر ناوخته شو. هغه د خپلې خور واده ته په داسې وخت کې ورسېده، چې میلمنو د شپې ډوډۍ خوړله.


وُسي ژړل، “زه څه وکړم؟” “هغه غوا چې وتښتېده یوه ډالۍ وه، د هغه وښو په بدل کې چې خټګرو ماته راکړې وه. خټګرو ماته ځکه واښه راکړ، چې هغه لکڼه یې راته ماته کړه، کومه چې د میوو ټولوونکو ماته راکړې وه. میوو ټولوونکو هغه لکڼه ځکه ماته راکړې وه چې هغوی د کېک لپاره هګۍ ماته کړې وه، اوس نو نه هګۍ شته، نه کېک، او نه هم ډالۍ.”

ووزی با گریه گفت، “چه کاری باید بکنم؟” “آن گاوی که فرار کرد، یک هدیه بود درازای کاهی که آن باها به من دادند، چون آن‌ها عصایی را که از باغبان ها گرفته بودم را شکستند. باغبان‌ها آن عصا را به من دادند، چون آن‌ها تخم مرغی را که برای کیک بود شکستند. کیک برای عروسی بود. حالا نه تخم مرغ، نه کیک و نه هدیه‌ ای وجود دارد.”

وُسي ژړل، “زه څه وکړم؟” “هغه غوا چې وتښتېده یوه ډالۍ وه، د هغه وښو په بدل کې چې خټګرو ماته راکړې وه. خټګرو ماته ځکه واښه راکړ، چې هغه لکڼه یې راته ماته کړه، کومه چې د میوو ټولوونکو ماته راکړې وه. میوو ټولوونکو هغه لکڼه ځکه ماته راکړې وه چې هغوی د کېک لپاره هګۍ ماته کړې وه، اوس نو نه هګۍ شته، نه کېک، او نه هم ډالۍ.”


د وُسي خور لږ څه فکر وکړ، بیا یې وویل: “وُسي وروره، زه د ډالیو ډېره پروا نه لرم، د کېک پروا هم نه لرم، دا چې موږ ټول دلته سره یو ځای راټول شوي یو، ډېره خوشحاله یم، اوس نو خپلې جامې واغونده، او راځه چې دا ورځ ولمانځو” وُسي همداسې وکړل او د واده په خوښۍ کې یې برخه واخېسته.

خواهر ووزی چند لحظه فکر کرد وسپس گفت، “ووزی، برادرم، آن هدیه‌ها برایم اهمیتی ندارد. حتی کیک هم برایم اهمیتی ندارد! ما همه با هم اینجا هستیم و من خوشحال هستم. حالا برو لباس‌های زیبایت را بپوش وبیا این روز را جشن بگیریم!” و ووزی همان کار را انجام داد.

د وُسي خور لږ څه فکر وکړ، بیا یې وویل: “وُسي وروره، زه د ډالیو ډېره پروا نه لرم، د کېک پروا هم نه لرم، دا چې موږ ټول دلته سره یو ځای راټول شوي یو، ډېره خوشحاله یم، اوس نو خپلې جامې واغونده، او راځه چې دا ورځ ولمانځو” وُسي همداسې وکړل او د واده په خوښۍ کې یې برخه واخېسته.


نویسنده: Nina Orange
نقاش: Wiehan de Jager
مترجم: Zahidullah Abid
خواننده: Abdul Rafi Mohammadi
زبان: پشتو
سطح: سطح 4
منبع: What Vusi's sister said از داستان افریقا
جواز کریتو کامینز
تحت مجوز کریتو کامینز اعتباردهی 3.0 تبدیل نشده کریتز کامنز به نشر رسید.
گزینه‌ها
برگشت به فهرست داستان‌ها بارگذاری پی دی اف