Téléchargement PDF
Retour à la liste des contes

زرلښته Simbegwire

Écrit par Rukia Nantale

Illustré par Benjamin Mitchley

Traduit par Zahidullah Abid

Langue pachto

Niveau Niveau 5

Lire l’histoire en entier L’enregistrement audio de cette histoire est actuellement indisponible.


کله چې د زرلښتې مور مړه شوه، نو هغه ډېره خفه وه. د زرلښتې پلار د خپلې لور د پاملرنې لپاره ډېره هڅه وکړه. ورو ورو، دوی د زرلښتې د مور پرته، بیا د خوښۍ احساس کول زده کړل. دوی به هر سهار راغونډیدل او د راتلونکې ورځې په اړه به یې خبرې کولې. هر ماښام به يې په ګډه ډوډۍ خوړله. د لوښو د پرېمنځلو وروسته، به د زرلښتې پلار د هغې سره د کورنۍ دندې په ترسره کولو کولو کې مرسته کوله.

Quand la mère de Simbegwire décéda, Simbegwire fut très triste. Son père essaya de son mieux de prendre soin de sa fille. Lentement, ils apprirent comment se sentir heureux de nouveau, sans la mère de Simbegwire. Chaque matin, ils s’asseyaient et discutaient de la journée à venir. Chaque soir, ils cuisinaient le souper ensemble. Après avoir lavé la vaisselle, le père de Simbegwire l’aidait avec ses devoirs.


یوه ورځ، د زرلښتې پلار د معمول څخه لږ ناوخته کور ته راغئ. پلار یې غږ که “زما لورې! چېرته یې؟” زرلښتېې د خپل پلار په لور ورمنډه کړه. زرلښته ودرېده، کله یې چې ولیدل چې د هغې پلار د یوې ښځې لاس نیولی. پلاریې په خندا ورته وویل: “زما لورې! زه غواړم چې ته له یو ځانګړي کس سره ووینې،. دا انیتا ده.”

Un jour, le père de Simbegwire retourna chez eux plus tard que d’habitude. « Où es-tu mon enfant ? » demanda-t-il. Simbegwire se précipita vers son père. Elle s’arrêta en chemin quand elle vit qu’il tenait la main d’une femme. « Je veux te présenter quelqu’un de spécial, mon enfant. Voici Anita, » dit-il en souriant.


انیتا وویل: “سلام زرلښتې، ستا پلار ماته ستا په اړه ډیر څه ویلي ؤ.” خو زرلښتې نه وخندل او نه يې د انجلۍ لاس ونیو. د زرلښتې پلار خوشحاله و. هغه د ګډ ژوند تېرولو په اړه، او دا چې د ګډ ژوند له امله به د دوی ژوند څومره ښه وي، خبرې وکړې. هغه وويل: “زما لورې! زه هيله لرم چې ته به انيتا د خپلې مور په توګه ومنې.”

« Bonjour Simbegwire, ton père m’a beaucoup parlé de toi, » dit Anita. Mais elle ne sourit pas et ne serra pas la main de la fille. Le père de Simbegwire était content et excité. Il dit qu’ils allaient vivre ensemble tous les trois et qu’ils auraient une bonne vie. « Mon enfant, j’espère que tu accepteras Anita comme ta mère, » dit-il.


د زرلښتې ژوند بدل شو. هغې په سهار کې د خپل پلار سره ناستې لپاره وخت نه درلود. انیتا به هغې ته د کور دومره ډېر د کور کارونه ورکول چې د ډېرې ستړیا له امله به یې ماښام د ښوونځي کورنۍ دنده هم نه شوه کولی. زرلښته به د ډوډۍ خوړلو وروسته ویده کېدله. د هغې یوازینۍ ارامي هغه رنګینه کمپله وه چې مور یې ورته ورکړې وه. د زرلښتې پلار پدې نه پوهېده چې لور یې ناخوښه ده.

La vie de Simbegwire changea. Elle n’avait plus le temps de s’asseoir avec son père le matin. Anita lui donnait tellement de tâches ménagères qu’elle était trop fatiguée pour faire ses devoirs le soir. Elle allait directement se coucher après le souper. Son seul confort était la couverture colorée que sa mère lui avait faite. Le père de Simbegwire ne semblait pas remarquer que sa fille était malheureuse.


څو میاشتې وروسته، د زرلښتې پلار دوی ته وویل چې هغه به د یو څه مودې لپاره بل چېرته ځي. هغه وویل: “زه باید د خپلې دندې لپاره سفر وکړم.” “مګر زه پوهیږم چې تاسو به د یو بل سره مرسته وکړئ.” زرلښته ډېره خفه شوه، خو د پلار یې ورپام نه شو. انيتا هيڅ ونه ويل. هغه هم خوشحاله نه وه.

Après quelques mois, le père de Simbegwire annonça qu’il serait parti pour un certain temps. « Je dois voyager pour mon travail, » dit-il. « Mais je sais que vous allez vous occuper l’une de l’autre. » Le visage de Simbegwire s’allongea, mais son père ne le remarqua pas. Anita ne dit rien. Elle n’était pas contente non plus.


د زرلښتې ژوند په خرابېدو شو. کله به یې چې د کور کارونه ونه کړل، او یا به یې کوم شکایت وکه، انیتا به هغه وهله. د شپې به انیتا ډیری خواړه خوړل، او زرلښتې ته به یې لږ خواړه پریښودل. زرلښته به هره شپه د خپلې مور کمپلې په غېږ کې نیولو سره په ژړا ژړا ویده کېده.

Les choses s’empirèrent pour Simbegwire. Si elle ne terminait pas ses tâches, ou si elle se plaignait, Anita la frappait. Et pendant le souper, la femme mangeait la plupart de la nourriture, laissant Simbegwire avec peu de restes. Chaque nuit Simbegwire s’endormait en pleurant, embrassant la couverture de sa mère.


یو سهار، په زرلښتې ناوخته شو چې له خوبه پورته شي. انیتا په هغې چیغې وکړې “ته لټه انجلۍ!”. انیتا، زرلښته له کټ څخه لاندې راوغورځوله. زرلښتې ته ډېره ارزښت لرونکې کمپله په مېخ کې ونښته او دوه ټوټې شوه.

Un matin, Simbegwire se leva en retard. « Paresseuse ! » cria Anita. Elle tira Simbegwire de son lit. La couverture précieuse resta accrochée sur un clou et se déchira en deux.


زرلښته ډیره خپه وه. هغې پرېکړه وکړه چې له کوره وتښتي. هغې د خپلې مور د کمپلې ټوټې واخیستې، یو څه خواړه یې واخیستل، او له کوره ووتله. هغې هغه لاره تعقیب کړه، په کومه لاره یې چې پلار تللی ؤ.

Simbegwire était très bouleversée. Elle décida de se sauver de chez elle. Elle prit les morceaux de couverture de sa mère, emporta de la nourriture et quitta la maison. Elle suivit le chemin que son père avait pris.


کله چې ماښام شو، نو هغه یوې ویالې ته نږدې یوې لوړې ونې ته وختله او د ونې په څانګو کې یې د ځان لپاره د خوب ځای جوړ کړ. کله چې ویده شوه، نو په خوب کې له ځان سره خبرې شروع کړې: “مورې، مورې، مورې، تا زه پرېښودم، تا زه پرېښودم، او هیڅکله بیرته راونه ګرځېدلې. پلار مې زما سره نوره مینه نه لري. مورې، ته کله بیرته راځې؟ تا زه پرېښودم.”

Quand le soir arriva, elle grimpa dans un arbre près d’un ruisseau et se fit un lit dans les branches. En s’endormant, elle chanta, « Maman, maman, maman, tu m’as quittée. Tu m’as quittée et tu n’es jamais revenue. Papa ne m’aime plus. Maman, quand reviens-tu ? Tu m’as quittée. »


بل سهار، زرلښتې بیا د سندرې ویل پیل کړل. کله چې ښځې د ویالې غاړې ته د جامو مینځلو لپاره راغلې، د دوی پام شو چې د لوړې ونې څخه د غمجنې سندرې اواز راځي. دوی لومړی فکر کاوه چې دا یوازې باد دی چې د ونې د پاڼو رپولو له امله اوازونه کوي، دوی خپل کار ته دوام ورکړ. خو یوې ښځې سندرې ته په ډېر غور سره غوږ نیولی ؤ.

Le lendemain matin, Simbegwire chanta encore la chanson. Quand les femmes arrivèrent au ruisseau pour laver leur linge, elles entendirent la chanson triste qui venait du grand arbre. Elles pensaient que c’était seulement le bruissement des feuilles et continuèrent leur travail. Mais une des femmes écouta la chanson attentivement.


یادې ښځې ونې ته وکتل. کله چې هغې یوه انجلۍ او د رنګینه کمپلې ټوټې ولیدلې، نو چیغې یې کړې، “زرلښتې!، زما د ورور لورکۍ!” نورو ښځو هم د کالیو پرېمینځل ودرول، او د زرلښتې سره یې مرسته وکړه چې له ونې څخه راښکته شي. د هغې ترور دغه کوچنۍ انجلۍ په غېږ کې ونیوله او د هغې د غلې کولو هڅه یې وکړه.

Cette femme jeta un coup d’œil dans l’arbre. Quand elle vit la fille et les morceaux de couverture colorés, elle cria, « Simbegwire, l’enfant de mon frère ! » Les autres femmes s’arrêtèrent de laver et aidèrent Simbegwire à descendre de l’arbre. Sa tante l’embrassa et essaya de la réconforter.


د زرلښتې ترور هغه خپل کور ته یوړله. هغې زرلښتې ته ګرم خواړه ورکړل، او هغه یې د خپلې مور د کمپلې سره په کټ کې ویده کړله. د شپې زرلښتې ډېر وژړل او ویده شوه. مګر دا اوښکې یې د راحت اوښکې وې. هغه پوهېده چې د هغې ترور به د هغې سمه پالنه وکړي.

La tante de Simbegwire l’emmena chez elle. Elle donna à Simbegwire un repas chaud et la borda dans son lit avec la couverture de sa mère. Ce soir-là, Simbegwire s’endormit en pleurant. Mais ses larmes étaient des larmes de joie. Elle savait que sa tante prendrait soin d’elle.


کله چې د زرلښتې پلار کور ته راستون شو، نو ویې لیدل چې په کوټه کې څوک نشته. هغه په دردمن زړه وپوښتل “څه خبره ده، انیتا؟” هغې ورته ځواب ورکړ، چې زرلښته له کوره تښتېدلې ده. هغې وویل: “ما غوښتل چې هغه زما درناوی وکړي. مګر شاید زه ډیره جدي وم.” د زرلښتې پلار له کوره ووت او د ویالې په لور روان شو. هغه د خپلې خور کلي ته ولاړ، ترڅو معلومه کړي چې که د هغه خور زرلښته لیدلي وي.

Quand le père de Simbegwire rentra chez lui, il trouva la chambre de sa fille vide. « Qu’est-ce qui est arrivé, Anita ? » demanda-t-il, le cœur gros. La femme expliqua que Simbegwire s’était sauvée. « Je voulais qu’elle me respecte, » dit-elle. « Mais j’ai peut-être été trop sévère. » Le père de Simbegwire quitta la maison et se dirigea dans la direction du ruisseau. Il se rendit au village de sa sœur pour découvrir si elle avait vu Simbegwire.


زرلښتې د خپلې ترور د لورګانو سره لوبې کولې، چې پلار یې د لرې څخه تر سترګو شو. زرلښتې ویره درلوده چې پلار به یې ورته په غوسه وي، نو هغه کور ته ولاړه تر څو له پلاره پټه شي. خو د هغې پلار هغې ته ورغئ او ورته یې وویل: ” زرلښتې ، تا د ځان لپاره یوه ښه مور موندلې ده، هغه چې له تا سره مینه لري او تا درک کوي، زه په تا ویاړم او له تاسره مینه لرم.” دوی دواړو پدې سلا وکړه چې زرلښته به د خپلې ترور سره تر هغه وخته اوسېږي تر څو چې د زرلښتې خوښه وي.

Simbegwire jouait avec ses cousins quand elle vit son père de loin. Elle avait peur qu’il soit peut-être fâché, alors elle se précipita à l’intérieur de la maison pour se cacher. Mais son père vint la voir et lui dit, « Simbegwire, tu t’es trouvé une mère parfaite. Une mère qui t’aime et te comprend. Je suis fier de toi et je t’aime. » Ils se mirent d’accord que Simbegwire resterait avec sa tante aussi longtemps qu’elle le voudrait.


د هغې پلار به هره ورځ د زرلښتې لیدو ته راته. ډېر وخت وروسته، د هغې پلار د انیتا سره یو ځای راغئ. هغې د زرلښتې لاس په خپل لاس کې ونیولو. انیتا ورته وویل “زه ډېره بخښنه غواړم، کوچنۍ، زه په غلطه وم،” هغې وژړل. “ایا تاسو ماته یو ځل بیا وار راکوئ چې بیا هڅه وکړم؟” زرلښتې خپل پلار او د هغه اندېښمن مخ ته وکتل. بیا هغه ورو ورو د انیتا خواته ورغله او د انیتا څخه یې خپل لاسونه راچاپېر کړل.

Son père lui rendit visite chaque jour. Finalement, il vint avec Anita. Elle tendit la main vers celle de Simbegwire. « Je suis tellement désolée, petite, j’ai eu tort, » sansanglota-t-elle. « Me laisseras-tu essayer de nouveau ? » Simbegwire examina son père et son regard inquiet. Puis elle fit lentement un pas en avant et mit ses bras autour d’Anita.


بله اونۍ انیتا، زرلښتې ته، د هغې ترور او د ترور لورګانو ته د ډوډۍ خوړلو خپل کور ته بلنه ورکړه. څه اختر! انیتا د زرلښتې د خوښې خواړه چمتو کړي و، ټولو کافي خواړه وخوړل. بیا ماشومانو لوبې وکړې، او لویانو مرکې وکړې. زرلښتې د ډېرې خوښۍ احساس کولو. هغې پریکړه وکړه چې ډیر ژر به بیرته خپل کور ته راستنه شي، او د خپل پلار او میرې سره به ګډ ژوند پیل کړي.

La semaine suivante, Anita invita Simbegwire, ainsi que ses cousins et sa tante, chez elle pour un repas. Quel festin ! Anita prépara tous les plats favoris de Simbegwire et tous mangèrent jusqu’à temps qu’ils soient repus. Ensuite, les enfants jouèrent tandis que les adultes parlaient. Simbegwire se sentait contente et courageuse. Elle décida que bientôt, très bientôt, elle retournerait chez elle pour vivre avec son père et sa belle-mère.


Écrit par: Rukia Nantale
Illustré par: Benjamin Mitchley
Traduit par: Zahidullah Abid
Langue: pachto
Niveau: Niveau 5
Source: Simbegwire du Livre de contes africains
Licence de Creative Commons
Ce travail est autorisé sous une licence Creative Commons Attribution 3.0 non transposé.
Lire plus de contes de niveau 5 :
Options
Retour à la liste des contes Téléchargement PDF