وو نه و، په یو ځای کې یوه خوشحاله کورنۍ اوسېدله.
Es war einmal eine glückliche Familie.
هغوی هیڅ کله له یو بل سره جنګ او جګړه نه کوله. هغوی به له خپل مور او پلار سره په کور او بهر کې مرسته کوله.
Sie stritten nie miteinander. Sie halfen ihren Eltern im Haus und auf den Feldern.
مګر هغوی دا اجازه نه لرله چې اور ته نېږدې شي.
Aber sie durften nicht in die Nähe von Feuer.
هغوی مجبور ول چې خپل ټول کارونه د شپې لخوا ترسره کړي. ځکه چې هغوی له موم څخه جوړ شوي وو.
Sie mussten all ihre Arbeit nachts verrichten. Denn sie waren aus Wachs!
مګر د یوه هلک خوښېدل چې لمر ته ولاړ شي.
Aber einer der Jungen sehnte sich nach dem Sonnenlicht.
یوه ورځ هغه ډېرغوښته چې لمر ته ولاړ شي، که څه هم ورونو ېې هغه ته اخطا ر ورکړی و.
Eines Tages war die Sehnsucht zu groß. Seine Brüder warnten ihn …
خو د هغه ورونو دى ډېر ناوخته وليده هغه ویلې شوی و.
Aber es war zu spät! Er schmolz in der heißen Sonne.
د موم ماشومانو چې خپل ورور د ویلې کېدو په حال کې ولید نو ډېر خفه شول.
Die Wachskinder waren sehr traurig sehen zu müssen, wie ihr Bruder dahin schmolz.
مګر هغوی یو پلان جوړ کړ. هغوی د ویلې شوي موم برخې راټولې کړې، او هغوی ته یې د یوه مرغه شکل ورکړ.
Aber sie schmiedeten einen Plan. Sie formten den geschmolzenen Wachsklumpen zu einem Vogel.
هغوی د خپل ورور له موم څخه جوړ شوی مرغه د یوه غره په لوړه څوکه کېښوده.
Sie brachten ihren Vogelbruder auf einen hohen Berg.
څنګه چې د سهار لمر را پورته شو، یاد مرغه د سهار په رڼا کې په سندرو ویلو پيل وکړ.
Und als die Sonne aufging, flog er singend davon ins Morgenlicht.