بارگذاری پی دی اف
برگشت به فهرست داستان‌ها

ماګوزوې ماگزوه ماګوزوې

نویسنده Lesley Koyi

نقاش Wiehan de Jager

مترجم Zahidullah Abid

خواننده Abdul Rafi Mohammadi

زبان پشتو

سطح سطح 5

متن کامل صوتی کتاب

سرعت خوانش

شروع خودبخودی داستان


د کینیا پلازمینې نیروبي ته اړوند په یوې سیمه کې بې کوره ځوانانو ژوند کاوه. دوى به هره ورځ له بيکارۍ سره پيلوله او دشپې به په سړکونو ویده کیدل، د شپې به یې یخ هم کیده. ماګوزوې چې له نورو ځوانانو سره یو ځای اوسېده په ګډه به ېې کثافات او له کاره لویدلي توکي د ځان تودولو په خاطر راوړل، چې ځانونه پرې ګرم کړي.

در شهر بیروبار نایروبی، دور از کانون گرم خانواده، گروهی از پسرهای بی خانمان زنده‌گی می‌کردند. آن‌ها روزها را بی هدف سپری می‌کردند. صبح‌ها، درحالی که پسرها شب قبل را روی پیاده روی سرد خوابیده بودند، زیرانداز شان را جمع می‌کردند. برای مقابله با سرمای روز آشغال می‌سوزاندند تا خود را گرم کنند. ماگزوه دربین آن گروه از پسرها بود. او کوچکترین عضو گروه بود.

د کینیا پلازمینې نیروبي ته اړوند په یوې سیمه کې بې کوره ځوانانو ژوند کاوه. دوى به هره ورځ له بيکارۍ سره پيلوله او دشپې به په سړکونو ویده کیدل، د شپې به یې یخ هم کیده. ماګوزوې چې له نورو ځوانانو سره یو ځای اوسېده په ګډه به ېې کثافات او له کاره لویدلي توکي د ځان تودولو په خاطر راوړل، چې ځانونه پرې ګرم کړي.


کله چې د ماګوزوې مور او پلار مړه شول، هغه مهال دی پنځه کلن و او له خپل تره سره یو ځای اوسېده، خو تره يې سمه پالنه نه کوله، سم خوراک به ېې نه ورکوه، چلند ېې ورسره ښه نه و، ان تر دې چې ما ګوزوې مجبور شو چې سخت او درانده کارونه وکړي.

وقتی که پدر و مادر ماگزوه مردند، او فقط پنج سال داشت. او رفت که با کاکایش زنده‌گی کند. این مرد مراقب آن کودک نبود. او غذای کافی به ماگزوه نمی‌داد. او ماگزوه را مجبور می‌کرد که کارهای سخت زیادی انجام دهد.

کله چې د ماګوزوې مور او پلار مړه شول، هغه مهال دی پنځه کلن و او له خپل تره سره یو ځای اوسېده، خو تره يې سمه پالنه نه کوله، سم خوراک به ېې نه ورکوه، چلند ېې ورسره ښه نه و، ان تر دې چې ما ګوزوې مجبور شو چې سخت او درانده کارونه وکړي.


کله به چې ماګوزوې کوم شکایت وکړ، تره به ېې واهه، د ښوونځي څخه يې منع کړی و، تل به ېې تحقیروه، ورته ویل به ېې چې، “ته ساده ېې په هېڅ نه پوهيږې.” بلاخره داسې ورځې ته ېې مجبور کړ، چې له تره وتښتي او د سړک پر غاړه ژوند وکړي.

اگر ماگزوه شکایت می‌کرد یا سوالی می‌پرسید، کاکایش او را می‌زد. وقتی ماگزوه از او پرسید که می‌تواند به مکتب برود، کاکایش او را زد و گفت “تو برای یاد گرفتن هرچیزی خیلی احمق و کودن هستی.” سه سال بعد از این رفتار، ماگزوه از خانه ی کاکایش فرار کرد. او شروع به زنده‌گی کردن در خیابان کرد.

کله به چې ماګوزوې کوم شکایت وکړ، تره به ېې واهه، د ښوونځي څخه يې منع کړی و، تل به ېې تحقیروه، ورته ویل به ېې چې، “ته ساده ېې په هېڅ نه پوهيږې.” بلاخره داسې ورځې ته ېې مجبور کړ، چې له تره وتښتي او د سړک پر غاړه ژوند وکړي.


د سړکونو پر غاړه به ده ته ژوند ډير ستونزمن و، د ده په څير نورو هلکانو به هم د یو څه خوراک لاسته راوړلو لپاره هڅه کوله، ژوند ېې تریخ و، کله کله به د دې ډلې څخه چې یو ځوان ناورغ شو او د مرستې لپاره به ېې هېڅوک نه لرل. داسې وخت به هم و چې له بل چا به ېې لږې پیسې پور کړې، د سړک پر غاړه به ېې پلاستیکونه را ټولول او بیا به ېې پلورل.

زنده‌گی در خیابان سخت بود و بیشتر پسرها روزانه برای به دست آوردن غذا تلاش می‌کردند. بعضی مواقع بازداشت می شدند، بعضی مواقع لت می‌خوردند. وقتی مریض بودند، کسی نبود که به آن‌ها کمک کند. آن گروه، به پول کمی که از گدایی، و فروش پلاستیک‌ها و دیگر مواد بازیافتی، به دست می‌آوردند وابسته بودند. زمانی که گروه‌های رقیب برای به دست آوردن کنترل شهر با هم می‌جنگیدند، زنده‌گی حتی سخت‌تر می‌شد.

د سړکونو پر غاړه به ده ته ژوند ډير ستونزمن و، د ده په څير نورو هلکانو به هم د یو څه خوراک لاسته راوړلو لپاره هڅه کوله، ژوند ېې تریخ و، کله کله به د دې ډلې څخه چې یو ځوان ناورغ شو او د مرستې لپاره به ېې هېڅوک نه لرل. داسې وخت به هم و چې له بل چا به ېې لږې پیسې پور کړې، د سړک پر غاړه به ېې پلاستیکونه را ټولول او بیا به ېې پلورل.


یوه ورځ په داسې حال کې چې ماګوزوي د خځلو یوه کڅوړه پلټله، د کیسو یو زوړ کتاب ېې وموند. او په خپلې بوجۍ کې یې واچوه. له دې وروسته به هغه هره ورځ همدا کتاب را ايستلو او یوازې تصویرونو ته به ېې کتل ځکه ښوونځي ېې لوستی نه و، چې کتاب ولولي.

یک روز در حالیکه ماگزوه داشت به درون سطل زباله نگاه می‌کرد، یک کتاب داستان پاره پوره و کهنه پیدا کرد. او کثافات را از آن پاک کرد و آن را داخل خریطه‌اش گذاشت. بعد از آن هر روز او کتاب را بیرون می‌آورد وبه تصاویرش نگاه می‌کرد. او نمی‌دانست که چگونه کلمات را بخواند.

یوه ورځ په داسې حال کې چې ماګوزوي د خځلو یوه کڅوړه پلټله، د کیسو یو زوړ کتاب ېې وموند. او په خپلې بوجۍ کې یې واچوه. له دې وروسته به هغه هره ورځ همدا کتاب را ايستلو او یوازې تصویرونو ته به ېې کتل ځکه ښوونځي ېې لوستی نه و، چې کتاب ولولي.


په تصویرونو کې د یوه ځوان هلک کیسه بیان شوې وه، چې څنګه پیلوټ شو. د ماګوزوې په ذهن کې به هم دا خبره ګرځېدله چې پیلوټ شي او موخو ته ورسیږي، ان تر دې چې ځينې وخت به ېې فکر کوه چې د کیسې اصلي کرکټر دی خپله دی.

تصاویر، داستان پسری را نقل می‌کردند که می‌خواست بزرگ شود تا بتواند یک پیلوت شود. ماگزوه رویای هر روزش بود که پیلوت شود. بعضی اوقات، او تصور می‌کرد که خودش همان پسری است که در داستان بود.

په تصویرونو کې د یوه ځوان هلک کیسه بیان شوې وه، چې څنګه پیلوټ شو. د ماګوزوې په ذهن کې به هم دا خبره ګرځېدله چې پیلوټ شي او موخو ته ورسیږي، ان تر دې چې ځينې وخت به ېې فکر کوه چې د کیسې اصلي کرکټر دی خپله دی.


یوه ورځ چې هوا ډيره سړه وه، ماګوزوې د سړک پرغاړه ولاړ و، څنګ ته ېې یو ځوان ودرېده. د سلام کلام وروسته ېې وویل “زه توماس یم او د کار ځای مې همدلته نږدی دی.” پوهیږم چې خوراک ته اړتیا لرئ، د دې خبرې په کولو سره توماس د لاس په اشاره ژیړ کور ته وکتل، او زیاته ېې کړه، ” ماګوزویه ورشه او همدې ځای کې به تاته د خوراک لپاره یو څه په لاس درشي.” ماګوزوې اول دې سړي ته وکتل، شیبه وروسته ېې مخامخ ژیړ کور تر سترګو تیر کړ. بیا یې زیاته کړه، “شاید همداسې یو څه وي او حرکت ېې وکړ.”

هوا سرد بود و ماگزوه در ابتدای جاده ایستاده بود. مردی به سمتش رفت. آن مرد گفت، “سلام، من توماس هستم. من نزدیک اینجا کار می‌کنم، در جایی که تومی‌توانی چیزی برای خوردن پیدا کنی.” او به خانه ای زرد با سقف آبی اشاره کرد. او پرسید، “من امیدوار باشم که تو به آنجا بروی و مقداری غذا بگیری؟” ماگزوه به آن مرد وسپس آن خانه نگاه کرد. او گفت، “شاید” و به راهش ادامه داد.

یوه ورځ چې هوا ډيره سړه وه، ماګوزوې د سړک پرغاړه ولاړ و، څنګ ته ېې یو ځوان ودرېده. د سلام کلام وروسته ېې وویل “زه توماس یم او د کار ځای مې همدلته نږدی دی.” پوهیږم چې خوراک ته اړتیا لرئ، د دې خبرې په کولو سره توماس د لاس په اشاره ژیړ کور ته وکتل، او زیاته ېې کړه، ” ماګوزویه ورشه او همدې ځای کې به تاته د خوراک لپاره یو څه په لاس درشي.” ماګوزوې اول دې سړي ته وکتل، شیبه وروسته ېې مخامخ ژیړ کور تر سترګو تیر کړ. بیا یې زیاته کړه، “شاید همداسې یو څه وي او حرکت ېې وکړ.”


کله کله به توماس د ماګوزوې په ګډون له نورو بې کوره هلکانو سره لیدل. توماس به د دوی کیسې اورېدې او د هغو خلکو سره به یې همدردي کوله، چې کور نه لري او د سړک پر غاړه ژوند کوي، هغه یو ډير مهربانه او با ادبه ځوان و.

در طول ماهی که سپری شد، پسرهای بی خانمان عادت داشتند توماس را در اطراف ببیند. او دوست داشت که با مردم صحبت کند، مخصوصا افرادی که در خیابان زنده‌گی می‌کنند. توماس به داستان زنده‌گی مردم گوش می‌داد. او جدی وصبور بود، هیچ وقت گستاخ و بی اذب نبود. بعضی از پسران شروع به رفتن به آن خانه‌ی زرد و آبی برای گرفتن غذا در نیمروزکردند.

کله کله به توماس د ماګوزوې په ګډون له نورو بې کوره هلکانو سره لیدل. توماس به د دوی کیسې اورېدې او د هغو خلکو سره به یې همدردي کوله، چې کور نه لري او د سړک پر غاړه ژوند کوي، هغه یو ډير مهربانه او با ادبه ځوان و.


ماګوزوې د سړک پرغاړه ناست و او د کتاب پاڼې ېې اړولې، توماس هم د ده تر څنګ کښیناسته او ترې وېې پوښتل، “دا کیسه د څه په اړه ده” ماګوزوي په ځواب کې ورته وویل: “د هغه ځوان په اړه ده چې د ژوند له ناخوالو سره مبارزه کوي او بلاخره پیلوټ کېږي.” توماس په خبره کې ور ولوید “د هلک نوم څه دی؟” ماګوزوي وویل “زه لیک نه شم لوستلای او نه پوهیږم چې د هلک نوم څه دی.”

ماگزوه روی پیاده‌رو نشسته بود و به کتاب عکس‌دارش نگاه می‌کرد. وقتی که توماس کنار او نشست پرسید، “داستان در مورد چیست؟” ماگزوه جواب داد، “داستان در مورد پسری است که پیلوت شد.” توماس پرسید، “اسم آن پسر چه بود؟” ماگزوه به آرامی گفت، “من نمی‌دانم، من نمی‌توانم بخوانم.”

ماګوزوې د سړک پرغاړه ناست و او د کتاب پاڼې ېې اړولې، توماس هم د ده تر څنګ کښیناسته او ترې وېې پوښتل، “دا کیسه د څه په اړه ده” ماګوزوي په ځواب کې ورته وویل: “د هغه ځوان په اړه ده چې د ژوند له ناخوالو سره مبارزه کوي او بلاخره پیلوټ کېږي.” توماس په خبره کې ور ولوید “د هلک نوم څه دی؟” ماګوزوي وویل “زه لیک نه شم لوستلای او نه پوهیږم چې د هلک نوم څه دی.”


د دوی په دې لیدنه کې، ماګوزوي د خپل ژوند کیسه توماس ته پیل کړه. هغه د خپل تره کیسه ورته وکړه او داچې دی ولې له کوره وتښتېده. توماس ډیرې خبرې نه کولې، او نه به یې ماګوزوي ته څه ویل چې څه وکړي، مګر هغه به تل د ماګوزوي خبرې په غور سره اورېدلې. ځینې وختونه به دوی په آبي چت لرونکي کور کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم کیسې کولې او د زړونو بړاس به ېې ویستلو.

وقتی که آن‌ها همدیگر را ملاقات کردند، ماگزوه شروع به گفتن داستان زنده‌گیش برای توماس کرد. آن داستان در مورد کاکایش بود و اینکه چرا از دست او فرار کرد بود. توماس زیاد صحبت نکرد و به ماگزوه نگفت که چه کار کند، ولی همیشه با دقت گوش می‌داد. بعضی مواقع آن‌ها با هم حرف می‌زدند، در حالی که در آن خانه با سقف آبی غذا می‌خوردند.

د دوی په دې لیدنه کې، ماګوزوي د خپل ژوند کیسه توماس ته پیل کړه. هغه د خپل تره کیسه ورته وکړه او داچې دی ولې له کوره وتښتېده. توماس ډیرې خبرې نه کولې، او نه به یې ماګوزوي ته څه ویل چې څه وکړي، مګر هغه به تل د ماګوزوي خبرې په غور سره اورېدلې. ځینې وختونه به دوی په آبي چت لرونکي کور کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم کیسې کولې او د زړونو بړاس به ېې ویستلو.


د ماګوزوي د ژوند په لسمه کلیزه کې، توماس هغه ته د کیسې یو نوی کتاب ورکړ. دا د یوه کلي د هلک کیسه وه چې څنګه ترې د فوټبال مشهور لوبغاړی جوړ شوی و. توماس دا کیسه څو ځله ماګوزوي ته ولوستله، تر دې چې یوه ورځ یې ورته وویل: “زه فکر کوم دا هغه وخت دی چې ته باید ښوونځي ته ولاړ شې او لوستل زده کړې، ته څه فکر کوې؟” توماس دا هم ورته وویل، “چې هغه ته یو داسې ځای معلوم دی، چې ماشومان پکې پاتې کیدای شي او هم ښوونځي لوستلی شي.”

نزدیک تولد ده سالگی ماگزوه، توماس یک کتاب داستان جدید به او داد. این داستانی در مورد یک پسر روستایی بود که بزرگ شد تا یک فوتبالیست مشهور شود. توماس آن داستان را برای ماگزوه چندین بار خواند، تا اینکه یک روز گفت، “من فکر می‌کنم زمان به مکتب رفتن توو یادگیری برای خواندن تو است. تو چی فکر می‌کنی؟” توماس توضیح داد که من جایی را سراغ دارم که بچه‌ها می‌توانند در آنجا بمانند و به مکتب بروند.

د ماګوزوي د ژوند په لسمه کلیزه کې، توماس هغه ته د کیسې یو نوی کتاب ورکړ. دا د یوه کلي د هلک کیسه وه چې څنګه ترې د فوټبال مشهور لوبغاړی جوړ شوی و. توماس دا کیسه څو ځله ماګوزوي ته ولوستله، تر دې چې یوه ورځ یې ورته وویل: “زه فکر کوم دا هغه وخت دی چې ته باید ښوونځي ته ولاړ شې او لوستل زده کړې، ته څه فکر کوې؟” توماس دا هم ورته وویل، “چې هغه ته یو داسې ځای معلوم دی، چې ماشومان پکې پاتې کیدای شي او هم ښوونځي لوستلی شي.”


ماګوزوي نوي ځای او ښوونځي ته د تللو فکر وکړ، خو د تره خبرې ېې په زړه کې ګرځيدې، چې تل به ېې ورته ویل “ته تنبل ېې، په څه نه پوهېږي.” د ماګوزوي ذهنیت ښوونځي ویلو ته اماده نه و او د سړک د غاړې ژوند ېې غوره ګاڼه.

ماگزوه در مورد این مکان جدید و رفتن به مکتب فکر کرد. اما اگر کاکایش درست گفته باشد و او برای یاد گرفتن هر چیزی خیلی کودن باشد چی؟ اما اگر در این جای جدید او را لت کنند چی؟ او ترسیده بود. او با خود فکر کرد، “شاید بهتر باشد که به زنده‌گی کردن در خیابان ادامه دهد.”

ماګوزوي نوي ځای او ښوونځي ته د تللو فکر وکړ، خو د تره خبرې ېې په زړه کې ګرځيدې، چې تل به ېې ورته ویل “ته تنبل ېې، په څه نه پوهېږي.” د ماګوزوي ذهنیت ښوونځي ویلو ته اماده نه و او د سړک د غاړې ژوند ېې غوره ګاڼه.


هغه خپله ویره د توماس سره شریکه کړه. د وخت په تېرېدو سره دې سړي هلک ته ډاډ ورکړ چې په نوي ځای کې ېې ژوند کیدای شي ډېر ښه شي.

او ترس‌‌هایش را با توماس در میان گذاشت. به مرور زمان توماس به ماگزوه اطمینان داد که زنده‌گی در محیط جدید می‌تواند بهتر باشد.

هغه خپله ویره د توماس سره شریکه کړه. د وخت په تېرېدو سره دې سړي هلک ته ډاډ ورکړ چې په نوي ځای کې ېې ژوند کیدای شي ډېر ښه شي.


او بالاخره، ماګوزوي په آبي چت لرونکي کور کې یوې کوټې ته وکوچېده. په دې کوټه کې دوه نور هلکان له ده سره یو ځای وو. په دې کور کې د سیسي او خاوند سربېره ېې د لسو ماشومانو په ګډون درې سپي، یوه پیشو، او یوه وزه هم اوسېدله.

به این ترتیب، ماگزوه به اتاقی در خانهای باسقف سبز رفت. او در آن اتاق با دو پسر دیگر شریک بود. روی هم رفته ده کودک در آن خانه زنده‌گی می‌کردند. همراه با آنتی سیسی، سه سگ، یک گربه ویک بزغاله‌ی پیر.

او بالاخره، ماګوزوي په آبي چت لرونکي کور کې یوې کوټې ته وکوچېده. په دې کوټه کې دوه نور هلکان له ده سره یو ځای وو. په دې کور کې د سیسي او خاوند سربېره ېې د لسو ماشومانو په ګډون درې سپي، یوه پیشو، او یوه وزه هم اوسېدله.


ماګوزوي ښوونځی پیل کړ، هغه ته دا ډېره ستونزمنه وه. هغه ډېرو شیانو زده کولو ته اړتیا درلوده. ځینې وختونه ېې غوښتل چې تسلیم شي. مګر هغه د کیسو په کتابونو کې د پیلوټ او د فوټبال د لوبغاړي په اړه ډېر څه زده کړي و. د دوی په څیر، ماګوزوي هم تسلیم نه شو او د ژوند ښه کېدو لپاره ېې هلې ځلې پیل کړې.

ماگزوه مکتب را شروع کرد، مکتب سخت بود. او چیزهای زیادی برای یاد گرفتن داشت. بعضی مواقع می‌خواست که تسلیم شود. ولی او به آن خلبان و آن فوتبالیست در کتاب داستان فکر می‌کرد. آن‌ها را دوست داشت، او تسلیم نمی‌شد.

ماګوزوي ښوونځی پیل کړ، هغه ته دا ډېره ستونزمنه وه. هغه ډېرو شیانو زده کولو ته اړتیا درلوده. ځینې وختونه ېې غوښتل چې تسلیم شي. مګر هغه د کیسو په کتابونو کې د پیلوټ او د فوټبال د لوبغاړي په اړه ډېر څه زده کړي و. د دوی په څیر، ماګوزوي هم تسلیم نه شو او د ژوند ښه کېدو لپاره ېې هلې ځلې پیل کړې.


ماګوزوې د آبي چت لرونکي کور په انګړ کې ناست و، د ښوونځي د کیسې کتاب یې لوستلو. په دې وخت کې توماس راغی او د هغه څنګ ته کښېناست. توماس ترې وپوښتل “دا کیسه د څه په اړه ده؟” ماګوزوي ځواب ورکړ: “دا د یوه هلک په اړه ده چې څنګه ترې یو ښوونکی جوړېږي.” توماس ترې وپوښتل “د هلک نوم څه دی؟” زلمي په خندا سره ځواب ورکړ “د هغه نوم ماګوزوي دی.”

ماگزوه در حویلی خانه‌ی با سقف آبی نشسته بود و یک کتاب داستان از مکتب می‌خواند. توماس آمد وکنارش نشست. توماس پرسید، “موضوع داستان چیست؟” ماگزوه در جواب گفت، “داستان در مورد پسری است که معلم شد.” توماس پرسید، “اسم آن پسر چیست؟” ماگزوه با لبخند گفت، “اسم آن پسر ماگزوه است.”

ماګوزوې د آبي چت لرونکي کور په انګړ کې ناست و، د ښوونځي د کیسې کتاب یې لوستلو. په دې وخت کې توماس راغی او د هغه څنګ ته کښېناست. توماس ترې وپوښتل “دا کیسه د څه په اړه ده؟” ماګوزوي ځواب ورکړ: “دا د یوه هلک په اړه ده چې څنګه ترې یو ښوونکی جوړېږي.” توماس ترې وپوښتل “د هلک نوم څه دی؟” زلمي په خندا سره ځواب ورکړ “د هغه نوم ماګوزوي دی.”


نویسنده: Lesley Koyi
نقاش: Wiehan de Jager
مترجم: Zahidullah Abid
خواننده: Abdul Rafi Mohammadi
زبان: پشتو
سطح: سطح 5
منبع: Magozwe از داستان افریقا
جواز کریتو کامینز
تحت مجوز کریتو کامینز اعتباردهی 4.0 تبدیل نشده کریتز کامنز به نشر رسید.
بیشتر بخوانید سطح 5 داستان ها:
گزینه‌ها
برگشت به فهرست داستان‌ها بارگذاری پی دی اف