Descargar PDF
Regresar a lista de cuentos

یوه کوچنۍ دانه: د ونګري کیسه( ونګري د نجلۍ نوم دی)! Una pequeña semilla: la historia de Wangari Maathai

Texto Nicola Rijsdijk

Ilustraciones Maya Marshak

Translated by Darakhte Danesh

Lengua pastún

Nivel Nivel 3

Contar el cuento completo El audio no está disponible actualmente.


په ختیځه افریقا کې د کینیا د کلي ترڅنګ د غره په لمن کې یوه نجلۍ چې ونګري نومېده له خپلې مور سره په پټي کې کار کوه.

En una aldea ubicada en la cuesta del Monte Kenia en África del Este, una niña pequeña trabajaba en los campos con su madre. Su nombre era Wangari.


د ونګري کليوالي ژوند خوښېده. د خپل میوو په بڼ کې ېې ځمکې ييوې کولې او په منځ کې ېې ورته کوچنۍ دانې کېښودې.

A Wangari le encantaba estar afuera. En el huerto de su familia, ella separaba la tierra con su machete y plantaba pequeñas semillas en la tierra tibia.


د هغې د لمر پرېواته ننداره ډيره خوښېده، کله چې د لمروړانګې پنا شوې، د پټي پر نرۍ پوله د کور خواته روانه شوه او ترڅنګ ېې د سیند له خوږ غږ نه خوند اخیسته.

Su momento favorito del día era justo después del anochecer. Cuando se ponía muy oscuro y no podía mirar las plantas. Entonces era cuando Wangari sabía que debía regresar a casa. Ella caminaba por los senderos angostos del campo, cruzando los ríos que estaban en su camino.


ونګري له ښوونځي سره علاقه درلوده، خو مور او پلار ېې مخالفت کوه چې ښوونځي ته لاړه شي. دوى غوښتل چې ونګري دې يوازې د کور کارونه وکړي. د ونګري عمر د اوو کلونو و، خو ورور ېې ورسره مرسته وکړه. پلار او مور ېې دې ته راضي کړه چې ونګري په ښوونځي کې شامله کړي.

Wangari era una niña astuta y no podía esperar para ir a la escuela. Pero su madre y padre querían que ella se quedara para ayudarlos con los quehaceres del hogar. Cuando cumplió siete años, su hermano mayor convenció a sus padres para que ella fuera a la escuela.


د هغې ډيره مینه له کتاب سره وه، چې ډير څه ترې زده کړي او ډيره خوشاله وه چې د زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته بلل شوې ده. ونګري ډيره لیواله وه چې د نورې نړۍ په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.

¡A ella le gusta aprender! Wangari aprende muy rápido con cada libro que lee. A ella le iba tan bien en la escuela que la invitaron a estudiar en Estados Unidos. ¡Wangari estaba muy entusiasmada! Ella quería aprender más acerca del mundo.


ونګري په امریکا کې ډير څه زده کړه، او د نباتاتو د کښت ټولې لارې چارې ېې زده کړې، دا ېې هم په زړه شول چې د ماشومتوب وخت کې ېې د کینیا په ځنګل کې څه ډول نباتات کښت کړي وو.

En la universidad americana, Wangari aprendió muchas cosas nuevas. Ella estudió sobre las plantas y cómo ellas crecen. Y recordó cómo ella creció: jugando con su hermano bajo la sombra de árboles hermosos en los bosques de Kenia.


هغې نورې زده کړې هم وکړې، او له خپلو خلکو سره ېې ډيره مینه درلوده، او د دوی د آزاد ژوند لپاره ېې کوښښ کاوه، چې د افریقا خلک ازاد ژوند ولري او پرمختګ وکړي. ونګري به تل خپل افریقايي کور یادوه، ځکه چې ډيرې خاطرې ېې ورپورې تړلې وې.

Mientras más aprendía, más se daba cuenta de que le encantaba la gente de Kenia. Ella quería que ellos fueran felices y libres. Mientras más aprendía, más recordaba su casa en África.


کله چې ونګري خپلې زده کړې پای ته ورسولې، بېرته کینیا ته راغله، خو د خلکو ژوند کې ډير بدلون راغلی و، د ځمکې پر سر غټ فارمونه خراب شوي و، میرمنو د خوړو لپاره څه نه لرل، د سون توکي ېې خلاص شوي وو او ماشومان هم وږي وو.

Al finalizar sus estudios, regresó a Kenia. Pero su país había cambiado. Habían granjas enormes que atravesaban todo el territorio. Las mujeres no tenían madera para hacer fogatas para cocinar. La gente era pobre y los niños tenían hambre.


ونګري پوهېده چې خلک څنګه له فقر او بې وزلۍ وژغوري، خلکو ته ېې له دانو د ثمر لرونکو ونو د کښت او کینولو لارې چارې هم وروښودلې، د کلي خلکو بې ثمره ونې ووهلې او په پیسو ېې کور ته د اړتیا وړ توکي واخېستل، له دې او میرمنو سره ېې دا مرسته وکړه چې څنګه پر ځان بسیا شي.

Wangari sabía qué hacer. Les enseñó a las mujeres a plantar árboles con semillas. Las mujeres vendían los árboles y usaban aquel dinero para cuidar a sus familias. Las mujeres estaban muy contentas. Wangari las había ayudado a sentirse poderosas y fuertes.


د وخت په تیریدو سره ونې رالویې شوې او میوې یې ونیولې، له دې سره ځنګلونه زرغون شول، سیندونه وبهیدل او د ونګري نوم په ټوله افریقا کې مشهور شو. د افریقا اوسني ستر ځنګلونه د ونګري د هڅو پایله ده.

Con el paso del tiempo, los árboles nuevos siguieron creciendo hacia el bosque, y los ríos comenzaron a fluir nuevamente. El mensaje de Wangari se difundió por toda África. Hoy en día, millones de árboles han crecido gracias a las semillas de Wangari.


ونګري اړ وه چې د حالت د ښه کیدو لپاره ډيرزيار وباسي، کار وکړي او د خپلو هڅو له امله ډيره مشهوره شوه. د زحمتونو په بدل کې يې خلکو ورته ډالۍ ورکړه، او دا ډالۍ د نوبل په نامه یادیږي. دا د افریقا په تاریخ کې لومړنۍ میرمن ده چې دا ډالۍ یې ترلاسه کړې ده.

Wangari había trabajado muy duro. La gente de alrededor del mundo lo notó, y le otorgaron un premio famoso. Se llama Premio Nobel de la Paz ella fue la primera mujer africana en recibirlo.


ونګري په ۲۰۱۱کال کې مړه شوه، خو کله چې موږ دا ښکلې ونې او ځنګلونه ګورو، د هغې فردي هڅې او کوښښ مو ذهن ته راشي.

Wangari murió el año 2011, pero la podemos recordar cada vez que miramos un hermoso árbol.


Texto: Nicola Rijsdijk
Ilustraciones: Maya Marshak
Translated by: Darakhte Danesh
Lengua: pastún
Nivel: Nivel 3
Fuente: A Tiny Seed: The Story of Wangari Maathai del African Storybook
Licencia Creative Commons
Esta obra está bajo una Creative Commons Atribución 4.0 Internacional.
Opciones
Regresar a lista de cuentos Descargar PDF