Descargar PDF
Regresar a lista de cuentos

سیمبېګوېره Simbegwire

Texto Rukia Nantale

Ilustraciones Benjamin Mitchley

Translated by Zahidullah Abid

Lectura en voz alta Abdul Rafi Mohammadi

Lengua pastún

Nivel Nivel 5

Contar el cuento completo

Velocidad del audio

Reproducir automáticamente


کله چې د سیمبېګوېرې مور مړه شوه، نو هغه ډېره خفه وه. د سیمبېګوېرې پلار د خپلې لور د پاملرنې لپاره ډېره هڅه کوله. ورو ورو دوی زده کړل چې څنګه پرته د سیمبېګوېرې د مور څخه په خوشحالۍ ژوند وکړي. دوى به هر سهار له يو بل سره کښېناستل او د راتلونکو ورځو په اړه به یې خبرې کولې. هر ماښام به يې په ګډه ډوډۍ خوړله. د لوښو د پرېمنځلو وروسته به دسیمبېګوېرې پلار د هغې سره د کورنۍ دندې په ترسره کولو کې مرسته کوله.

Cuando la madre de Simbegwire murió, ella estaba muy triste. El padre de Simbegwire hizo lo mejor que pudo para cuidar de su hija. Lentamente, aprendieron a ser felices de nuevo, sin la madre de Simbegwire. Cada mañana, se sentaban y hablaban sobre el siguiente día. Cada tarde, hacían la cena juntos. Luego, lavaban los platos y el padre de Simbegwire la ayudaba con sus tareas.


یوه ورځ د سیمبېګوېرې پلار د تل په څير نه، بلکه لږ ناوخته کور ته راغی او غږ یې وکړ “زما لورې! چېرته یې؟” سیمبیګوره د خپل پلار په لور منډه کړه، چې ګوري، پلار ېې یوه ښځه له لاسه نیولې ده ، نو ودرېده. پلاریې په خندا ورته وویل: “زما لورې! زه غواړم چې تا له یو ځانګړي کس سره معرفي کړم. دا انیتا ده.”

Un día, el padre de Simbegwire llegó a casa más tarde de lo usual. “¿Dónde estás mi niña?” él preguntó. Simbegwire corrió hacia su padre, y quedó inmóvil cuando vio que él estaba tomado de la mano con una mujer. “Quiero que conozcas a alguien muy especial, mi niña. Ella es Anita,” dijo sonriendo.


انیتا وویل: “سلام سیمبېګوېرې، پلار دې ستا په اړه ماته ډیر څه ویلي و.” خو سیمبېګوېري خوشحاله نه شوه او نه یې هم د نجلۍ لاس ونیوه. د سیمبېګوېري پلار خوشحاله و. هغه د ګډ ژوند تېرولو په اړه او دا چې د ګډ ژوند له امله به د دوی ژوند څومره ښه وي، خبرې وکړې. هغه وويل: “زما لورې! هيله ده چې ته انيتا د خپلې مور په توګه ومنې.”

“Hola Simbegwire, tu padre me ha contado mucho sobre ti,” dijo Anita. Pero no le sonrió ni tomó de la mano. El padre de Simbegwire estaba feliz y emocionado. Él habló sobre los tres viviendo juntos, y cuán bueno eso sería. “Mi niña, espero que aceptes a Anita como tu madre,” él dijo.


د سیمبېګوېري ژوند بدل شو. هغې نور د سهار لخوا د خپل پلار سره د کيناستو لپاره وخت و نه موندلو. انیتا چې د کور ټول کارونه يې په غاړه و، ان دا چې د ډېرې ستړیا له امله به یې ماښام د ښوونځي کورنۍ دنده هم نه شوه ترسره کولی. سیمبېګوېري به د ډوډۍ خوړلو وروسته ویده کېدله. د هغې یوازینۍ هوساينه همغه رنګینه کمپله وه، چې مور یې ورته ورکړې وه. د سیمبېګوېري پلار په دې نه پوهېده چې لور یې خوشحاله نه ده.

La vida de Simbegwire cambió. Ya no tenía tiempo para sentarse con su padre por las mañanas. Anita le dio muchas tareas domésticas que la agotaban demasiado para hacer sus tareas escolares por las tardes. Ella se iba directo a su cama después de cenar. Su único consuelo era su manta colorida que su madre le regaló. El padre de Simbegwire no parecía notar que su hija estaba triste.


څو مياشتې وروسته د سیمبېګویري پلار دوى ته وويل: “زه باید د خپلې دندې لپاره یو څه وخت په سفر ولاړ شم.” “مګر زه پوهیږم چې تاسوبه له یو بل سره مرسته وکړئ. سیمبېګوېري ډېره خفه شوه، خو پلار يې پوه نه شو. انيتاهم خوشحاله نه وه او څه یې ونه ويل.

Después de varios meses, el padre de Simbegwire les dijo que él estaría fuera de casa por un tiempo. “Tengo que viajar por mi trabajo,” él dijo. “Pero sé que ustedes se cuidarán la una a la otra.” Simbegwire puso cara de decepción, pero su padre no la notó. Anita no dijo nada. Ella tampoco estaba contenta.


د سیمبېګوېري ژوند په خرابېدو شو. کله به یې چې د کور کارونه ونه کړل او یا به یې کوم شکایت کوه، انیتا به هغه وهله. د شپې به انیتا ډیر خواړه خوړل، او سیمبېګوېري ته به یې لږ خواړه پریښودل. سیمبېګوېري به هره شپه د خپلې مور کمپله په غېږ کې نیوله او په ژړا ژړا به ویده کېده.

Las cosas se pusieron peores para Simbegwire. Si no terminaba sus tareas de la casa, o si se quejaba, Anita la golpeaba. Y a la hora de la cena, la mujer se comía la mayor parte de la comida, dejando sólo las sobras para Simbegwire. Cada noche, Simbegwire lloraba hasta quedarse dormida, abrazando la manta de su madre.


یو سهار سیمبېګوېري تر ناوخته پورې خپله بستره کې ویده وه، چې انیتا چیغې کړې: “اى لټې نجلۍ!” او له کټ څخه يې لاندې راوغورځوله. هغه کمپله چې سیمبېګوېري ته یې ډېر ارزښت درلود، په مېخ کې ونښته او دوه ټوټې شوه.

Una mañana, Simbegwire se atrasó en levantarse. “¡Qué niña más floja!” Anita le gritó. Ella la tiró fuera de la cama. La manta tan preciada de Simbegwire que había quedado enganchada en un clavo, se rasgó en dos.


سیمبېګوېري ډیره خپه وه. هغې پرېکړه وکړه چې له کوره وتښتي. هغې د خپلې مور د کمپلې ټوټې او یو څه خواړه له ځان سره واخېستل او له کوره ووتله. سیمبېګوېري هغه لارتعقیب کړه، په کومه لاره چې يې پلار تللی و.

Simbegwire estaba muy enfadada. Ella decidió irse de su casa. Tomó los pedazos de la manta de su madre, empacó un poco de comida y se fue de casa. Siguió el mismo camino que su padre había tomado.


کله چې ماښام شو، نو هغه یوې ویالې ته نږدې یوې لوړې ونې ته وختله او د ونې په څانګو کې یې د ځان لپاره د خوب ځای جوړ کړ او چې ویده کېده له ځان سره ېې سندرې ويلې: “مورې، مورې، مورې، تا زه پرېښودم، تا زه پرېښودم، او هیڅکله بیرته راونه ګرځېدې. پلار مې زما سره نوره مینه نه لري. مورې، ته کله بیرته راځې؟ تا زه پرېښودم.”

Cuando atardeció, Simbegwire se trepó a un árbol muy alto que estaba cerca de un riachuelo e hizo una cama en sus ramas. Mientras se quedaba dormida, ella cantaba: “Maamá, maamá, maamá, me abandonaste. Me abandonaste y nunca regresaste. Mi padre ya no me ama. Madre, ¿cuándo regresarás? Me abandonaste.”


بله ورځ ښځې د ویالې غاړې ته د جامو مینځلو لپاره راغلې وې چې سیمبېګوېري سندرې ويلې، د دوی پام شو چې د لوړې ونې څخه د غمجنې سندرې اواز راځي. دوی فکر وکړ چې دا یوازې باد دی چې د ونې د پاڼو رپولو له امله اوازونه کوي، نو خپل کار ته یې دوام ورکړ. خو یوې ښځې سندرې ته په ډېر غور سره غوږ نیولی و.

A la mañana siguiente, Simbegwire cantó una vez más. Cuando unas mujeres vinieron a lavar sus ropas en el riachuelo, escucharon la triste canción que venía de lo alto del árbol. Pensaron que sólo era el viento moviendo las hojas, y siguieron con su trabajo. Pero una de las mujeres le puso más atención a la canción.


یادې ښځې پورته د ونې ښاخونو ته کتل چې یوه نجلۍ او د رنګینې کمپلې ټوټې یې ولیدلې، نو چیغې یې کړې “سیمبېګوېري! زما د ورور لورکۍ!” نورو ښځو هم د کالیو پرېمینځل ودرول او د سیمبېګوېري سره یې مرسته وکړه چې له ونې څخه راښکته شي. د سیمبېګوېري عمه هغه په غېږ کې ونیوله او د آرامولو لپاره يې هڅه وکړه.

Esta mujer miró hacia arriba del árbol. Cuando vio a la niña con su manta en pedazos, gritó, “¡Simbegwire, la hija de mi hermano!” Las otras mujeres dejaron de lavar y ayudaron a Simbegwire a bajar del árbol. Su tía la abrazó y trató de consolarla.


د سیمبېګوېري عمه هغه خپل کور ته یوړله. هغې سیمبېګوېري ته ګرم خواړه ورکړ او د خپلې مور د کمپلې سره يې په کټ کې څملوله. د شپې سیمبېګوېري په ژړا ژړا ویده شوه خو دا اوښکې یې د خوشحالۍ اوښکې وې. هغه پوهېده چې د هغې عمه به د هغې سمه پالنه وکړي.

La tía de Simbegwire la llevó a su casa. Le dio de comer, y la acomodó en la cama con la manta de su madre. Esa noche, Simbegwire lloraba mientras se quedaba dormida. Pero eran lágrimas de alegría. Sabía que su tía cuidaría de ella.


کله چې د سیمبېګوېري پلار کور ته راستون شو، ګوري، چې په کوټه کې څوک نشته. هغه په دردمن زړه وپوښتل “څه خبره ده، انیتا؟” هغې وویل: “سیمبېګوېري له کوره تښتېدلې ده او زياته یې کړه: “ما غوښتل چې هغه زما درناوی وکړي. خو شاید زه ډیره جدي وم.” د سیمبېګوېري پلار له کوره ووته او د ویالې په لور روان شو. هغه د خپلې خور کلي ته ولاړ، ترڅو معلومه کړي چې که د هغه خور سیمبېګوېري لیدلي وي.

Cuando el padre de Simbegwire regresó a casa, encontró su habitación vacía. “¿Qué ocurrió, Anita?” él preguntó con gran tristeza. La mujer le dijo que Simbegwire había huido de casa. “Quería que me respetara,” ella dijo. “Pero quizás fui muy estricta.” El padre de Simbegwire salió de la casa y caminó con dirección hacia el riachuelo. Siguió caminando hasta la villa de su hermana para preguntarle por Simbegwire.


سیمبېګوېري د خپلې عمه د لورګانو سره لوبې کولې، چې پلار یې د لرې څخه تر سترګو شو. سیمبېګوېري ویره درلوده چې پلار به یې ورته په غوسه وي، نو د کور خواته یې منډه کړه چې ځان پټ کړي. خو پلار يې ورغی او یې وویل: “سیمبېګوېري، تا یوه ډېره ښه مور موندلې ده، هغه له تا سره مینه لري او تا درک کوي، زه په تا ویاړم او له تاسره مینه لرم.” دوی دواړو په دې سلا وکړه چې سیمبېګوېري به د خپلې عمه سره تر هغه وخته اوسېږي تر څو چې د سیمبېګوېري خوښه وي.

Simbegwire estaba jugando con sus primos cuando vio a su padre de lejos. Ella tenía miedo de que estuviera enfadado, así que corrió a esconderse. Pero su padre la siguió y le dijo, “Simbegwire, has encontrado a la madre perfecta para ti. Una madre que te ama y te entiende. Estoy orgulloso de ti y te amo.” Los dos estaban de acuerdo en que Simbegwire podía quedarse con su tía el tiempo que quisiera.


د هغې پلار به هره ورځ دسیمبېګوېري لیدو ته راته. ډېر وخت وروسته پلار يې له انیتا سره په ګډه راغی. انيتا د سیمبېګوېري لاس په خپل لاس کې ونیوه او ورته یې وویل “کوچنۍ، زه ډېره بخښنه غواړم، زه تېروتې وم.” انيتا ژړل او ویې ويل “کولاى شې ماته د جبرانولو لپاره يو چانس راکړې؟” سیمبېګوېري د خپل پلار اندېښمن مخ ته وکتل او ورو ورو د انیتا خواته ورغله او د انیتا څخه یې خپل لاسونه چاپېر کړل.

Su padre la visitaba todos los días. Con el paso del tiempo, él llevó a Anita. Ella tomó la mando de Simbegwire. “Lo siento mucho pequeñita, me equivoqué,” le dijo. “¿Me darías otra oportunidad?” Simbegwire volteó a mirar a su padre, quien lucía preocupado. Entonces, ella se acercó a Anita lentamente y la abrazó.


بله اونۍ انیتا، سیمبېګوېري، د هغې عمه او د عمه لورګانو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره يوې لويې مېلمستيا ته بلنه ورکړه. انیتا د سیمبېګوېري د خوښې خواړه چمتو کړي و، ټولو په مړه ګیډه ډوډۍ وخوړه. ماشومانو لوبې او لویانو مرکې کولې. سیمبېګوېري ډېره خوشحاله وه. هغې پریکړه وکړه چې ډیر ژر به بیرته خپل کور ته راستنه شي او د خپل پلار او میرې سره به ګډ ژوند وکړي.

A la semana siguiente, Anita invitó a Simbegwire, a sus primos y a su tía, a cenar en su casa. ¡Qué gran festín! Anita cocinó todas las comidas favoritas de Simbegwire, y todos comieron hasta quedar satisfechos. Luego, los niños jugaron y los adultos charlaron. Simbegwire se sentía feliz y valiente. Ella había decidido que pronto, muy pronto, regresaría a casa para vivir con su padre y su madrastra.


Texto: Rukia Nantale
Ilustraciones: Benjamin Mitchley
Translated by: Zahidullah Abid
Lectura en voz alta: Abdul Rafi Mohammadi
Lengua: pastún
Nivel: Nivel 5
Fuente: Simbegwire del African Storybook
Licencia Creative Commons
Esta obra está bajo una Creative Commons Atribución 3.0 Internacional.
Leer más cuentos nivel 5:
Opciones
Regresar a lista de cuentos Descargar PDF