Download PDF
Back to stories list

نوزېبېلې او درې ویښتان نوزیبیلے اور تین بال Nozibele and the three hairs

Written by Tessa Welch

Illustrated by Wiehan de Jager

Translated by Darakhte Danesh

Language Pashto

Level Level 3

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


په ډېر پخوا زمانو کې درې نجونې د لرګيو را ټولولو لپاره دباندې ووتلې.

کافی عرصہ پہلے تین لڑکیاں لکڑیاں اکھٹی کرنے باہر نکلیں۔

A long time ago, three girls went out to collect wood.


دا چې ورځ ګرمه وه، نو دوی د کلي لاندې سیند ته ولاړې، چې ولامبي. دوى د اوبو منځ کې لمبلې او لوبې کولې.

وہ ایک گرم دن تھا اس لیے وہ نیچے دریا میں تیرنے چلی گئیں۔ وہ پانی میں کھلیں اور مل کر پانی اچھالا۔

It was a hot day so they went down to the river to swim. They played and splashed and swam in the water.


ناڅاپه د دوی فکر ته راغلل، چې ناوخته دی نو په چټکۍ سره بیرته د کلي په لور روانې شوې.

اچانک اُنہیں احساس ہوا کہ کافی دیر ہو چکی ہے۔ وہ واپس گاوں کی طرف بھاگیں۔

Suddenly, they realised that it was late. They hurried back to the village.


هغوى کور ته نږدې شوې وې چې نوزېبېلې خپل لاس پر خپلې غاړې کېښود، او ګوري چې خپله غاړه کۍ یې هېره کړې ده. هغې خپلې ملګرو ته وویل: هیله کوم له ما سره راشئ! خو هغوى وويل:” ډېره ناوخته ده”.

گھر کے قریب پہنچ کر نوزیبیلے نے اپنا ہاتھ گردن پر رکھا۔ وہ اپنا ہار کہیں بھول آئی۔ میرے ساتھ واپس چلو اُس نے اپنی دوستوں سے منت کی، لیکن اُس کی دوستوں نے دیر ہونے کی وجہ سے انکار کر دیا۔

When they were nearly home, Nozibele put her hand to her neck. She had forgotten her necklace! “Please come back with me!” she begged her friends. But her friends said it was too late.


نو نوزېبېلې سیند ته یوازې ولاړه، خپله غاړه کۍ یې پیدا کړه او په چټکۍ سره د کور په لور روانه وه چې په تيارو کې ورکه شوه.

اس لیے نوزیبیلے اکیلی در یا پر چلی گئی۔ اُسے اپنا ہار ملا اور وہ گھر کی طرف بھاگی۔ لیکن وہ اندھیرے میں کھو گئی۔

So Nozibele went back to the river alone. She found her necklace and hurried home. But she got lost in the dark.


په لاره کې یې يوه روښنايي وليده چې له یوه کوچني کور څخه راوځي. هغې(نوزېبېلې) د روښنايي په لور ورغله. يوه دروازه يې ومندله او ويې ټکوله.

دور فاصلے پر اُسے ایک جھونپڑی سے روشنی آتی دیکھائی دی۔ وہ بھاگتی ہوئی اُس کے پاس پہنچی اور دروازے پر دستک دی۔

In the distance she saw light coming from a hut. She hurried towards it and knocked at the door.


عجيبه دا وه چې د نوزېبېلې لپاره یو سپى ور خلاص کړ او ویې ویل: ته څه غواړې؟ نوزېبېلې وویل: زه ورکه شوې یم او د خوب لپاره ځای ته اړتیا لرم. سپي وویل: دننه راشه، کنه خورم دې! نو نوزېبېلې دننه ورغله.

وہ حیرت زدہ تھی، کہ ایک کتے نے دروازہ کھولا اور پوچھا ‘تمہیں کیا چاہیے؟’ نوزیبیلے نے کہا کہ میں کھو گئی ہوں، مجھے سونے کے لیے جگہ چاہیے۔ کتے نے کہا اندر آجاوٴ ورنہ تو میں تمہیں کاٹوں گا۔ اس لیے نوزیبیلے اندر آگئی۔

To her surprise, a dog opened the door and said, “What do you want?” “I’m lost and I need a place to sleep,” said Nozibele. “Come in, or I’ll bite you!” said the dog. So Nozibele went in.


وروسته سپي وویل: زما لپاره خواړه پاخه کړه! هغې وویل: مګر ما د سپي لپاره هېڅکله پخلی نه دی کړی. سپي وویل: پخوې یې یا ودې خورم! نو نوزېبېلې د سپي لپاره خواړه چمتو کړل.

پھر کتے نے کہا میرے لیے کھانا پکاو! لیکن میں نے کبھی کتے کے لیے کھانا نہیں بنایا اُس نے جواب دیا۔ پکاو، ورنہ میں تمہیں کاٹ لوں گا کتے نے کہا۔ اس لیے نوزیبیلے نے کتے کے لیے کچھ کھانا پکایا۔

Then the dog said, “Cook for me!” “But I’ve never cooked for a dog before,” she answered. “Cook, or I’ll bite you!” said the dog. So Nozibele cooked some food for the dog.


وروسته سپي وویل: زما لپاره د خوب ځای تیار کړه! نوزېبېلې ځواب ورکړ، ما د سپي لپاره هېڅکله د خوب ځای نه دی تیار کړی. سپي وویل: ځای تیاروې یا ودې خورم! نو نوزېبېلې د خوب ځای هم تیار کړ.

پھر کتے نے کہا، میرے لیے بستر لگاو! نوزیبیلے نے جواب دیا میں نے کبھی کتے کے لیے بستر نہیں لگایا۔ کتے نے کہا بستر لگاو، ورنہ میں تمہیں کاٹ جاوٴں گا۔ اس لیے نوزیبیلے نے بستر لگایا۔

Then the dog said, “Make the bed for me!” Nozibele answered, “I’ve never made a bed for a dog.” “Make the bed, or I’ll bite you!” the dog said. So Nozibele made the bed.


هره ورځ نوزېبېلې مجبوره وه چې خواړه پاخه کړي، جارو وکړي او د سپي لپاره جامې ومینځي. بلاخره یوه ورځ سپى وویل: نوزېبېلې، زه نن د ملګرو ليدو ته ځم. مخکې له دې چې زه بېرته راشم، کور جارو کړه، خواړه پاخه کړه او زما کالي ومینځه.

ہر دن اُسے کھانا پکانا پڑتا اورکتے کے لیے صفائی ستھرائی کا خیال رکھنا پڑتا۔ پھر ایک دن کتے نے کہا نوزیبیلے آج مجھے کچھ دوستوں سے ملنے جانا ہے۔ گھر صاف کر دو۔ جب تک میں واپس آوں کھانا بناوٴ اور میری چیزیں دھو دو۔

Every day she had to cook and sweep and wash for the dog. Then one day the dog said, “Nozibele, today I have to visit some friends. Sweep the house, cook the food and wash my things before I come back.”


څنګه چې سپی ووته، نوزېبېلې د خپل سر څخه درې ویښتان را واخستل. هغې یو ویښته د کټ لاندې کېښود، یو یې د ور تر شا کېښود او يو یې په جونګړه (کلبه) کې کېښوده، او په ډېره چټکۍ سره خپل کورته په منډې ولاړه.

کتے کے جانے کے فوراً بعد نوزیبیلے نے اپنے سر سے تین بال نکالے۔ ایک بال اُس نے بستر کے نیچے رکھا، ایک بال دروازے کے پیچھے اور ایک بال باڑے میں رکھا۔ پھر وہ گھر کی طرف بھاگی جتنا تیز وہ بھاگ سکتی تھی۔

As soon as the dog had gone, Nozibele took three hairs from her head. She put one hair under the bed, one behind the door, and one in the kraal. Then she ran home as fast as she could.


کله چې سپی راغئ، نو نوزېبېلې یې لټوله او غږ یې وکړ: نوزېبېلې، چېرته یې؟ لومړني ویښته وویل، زه دلته یم د کټ لاندې، دوهم وویل زه دلته یم د ور شا ته، دریم وویل زه دلته یم په جونګړه (کلبه) کې.

جب کتا واپس آیا، اُس نے نوزیبیلے کو تلاش کیا۔ نوزیبیلے، تم کہاں ہو؟ وہ چلایا۔ میں یہاں ہوں بستر کے نیچے، پہلے بال نے آواز دی۔ میں یہاں ہوں دروازے کے پیچھے دوسرے بال نے آواز دی۔ میں یہاں باڑے میں ہوں، تیسرے بال نے آواز دی۔

When the dog came back, he looked for Nozibele. “Nozibele, where are you?” he shouted. “I’m here, under the bed,” said the first hair. “I’m here, behind the door,” said the second hair. “I’m here, in the kraal,” said the third hair.


وروسته سپی پوه شو چې نوزېبېلې هغه سره چالاکې کړې ده. نو تر کلي پورې په منډه منډه راغئ. مګر د نوزېبېلې ورور له غټ لرګي سره په تمه ولاړ و، سپي چې د نوزېبېلې ورور وليد، بېرته وګرځېد او لرې ولاړ. نور تر اوسه لا لیدل شوی نه دی.

پھر کتے کو پتہ چل گیا کہ نوزیبیلے اُس کے ساتھ کھیل کھیل رہی ہے۔ اس لیے وہ گاوں کی طرف بھاگا۔ لیکن نوزیبیلے کے بھائی وہاں ہاتھوں میں بڑے بڑے ڈنڈے لیے اسکا انتظار کر رہے تھے۔ کتا واپس مڑا اور بھاگ گیا اور آج تک کبھی دکھائی نہیں دیا۔

Then the dog knew that Nozibele had tricked him. So he ran and ran all the way to the village. But Nozibele’s brothers were waiting there with big sticks. The dog turned and ran away and has never been seen since.


Written by: Tessa Welch
Illustrated by: Wiehan de Jager
Translated by: Darakhte Danesh
Language: Pashto
Level: Level 3
Source: Nozibele and the three hairs from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution 3.0 International License.
Options
Back to stories list Download PDF