Download PDF
Back to stories list

هغه ورځ چې ما کور د ښار لپاره پرېښود The day I left home for the city

Written by Lesley Koyi, Ursula Nafula

Illustrated by Brian Wambi

Translated by Darakhte Danesh

Language Pashto

Level Level 3

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


کوچنی ملي بس زما په کلي کې ولاړ وه او له خلکو او بار څخه ډک ول. په ځمکه ډېر ځيزونه ول چې باید بار شي. کلینر د هغه ځایونو نومونو غږ کاوو چېرته چې د هغو ملی بس تللو.

The small bus stop in my village was busy with people and overloaded buses. On the ground were even more things to load. Touts were shouting the names where their buses were going.


ښار! ښار! لویدیځ ته ځو! ما د کلینرغږ واورېده. دا هغه ملی بس وه چې ما غوښته.

“City! City! Going west!” I heard a tout shouting. That was the bus I needed to catch.


د ښار ملی بس تقریبا ډک وه، مګر نورو خلکو تر اوسه تېله کوله چې ملی بس ونیسي. بعضو خلکو خپله د سفر سامان د ملی بس لاندې پر ځای کړې وه. نورو خلکو د قفس په منځ کې اېښې وه.

The city bus was almost full, but more people were still pushing to get on. Some packed their luggage under the bus. Others put theirs on the racks inside.


نویو مسافرو خپل ټکیټونه نېولي ول او کتل یې چې په بریبار ملی بس کې چېرته کښېني. مېرمنو له تنکیو ځوانانو ماشومانو سره اوږد سفر راحته کړې وه.

New passengers clutched their tickets as they looked for somewhere to sit in the crowded bus. Women with young children made them comfortable for the long journey.


ما د یوې کړکۍ ترڅنګ خپل ځان ځای کړو. هغه کس چې زما خواته ناست وه، یو زرغون پلاستیکی کڅوړه یې کلکه نیولې وه. هغه زړې څپلۍ اچولې وې، زوړ جاکت یې اغوستی وه او په غوسه یې کتل.

I squeezed in next to a window. The person sitting next to me was holding tightly to a green plastic bag. He wore old sandals, a worn out coat, and he looked nervous.


ما له ملی بس څخه بهر کتل او په دې فکر کې وم چې خپل کلی پریږدم، چېرته چې زه لوی شوی وم. زه لوی ښار ته تللم.

I looked outside the bus and realised that I was leaving my village, the place where I had grown up. I was going to the big city.


سامان بار شو او ټول مسافر کښېناستل. لاس پلورونکي تر اوسه هم تیله کوي تر څو ملی بس ته پورته شي او په مسافرو خپل توکي وپلوري. هر یوه د هغه څه نوم اخسته چې د پلورلو لپاره تیار وه. دا اوازونه ما ته مسخره ول.

The loading was completed and all passengers were seated. Hawkers still pushed their way into the bus to sell their goods to the passengers. Everyone was shouting the names of what was available for sale. The words sounded funny to me.


بعضو مسافرو د څښاک توکي وپېرودل، نورو مسافرو کوچني توکي وپېرودل او په ژوولو یې پیل وکړ. هغو نورو چې زما په شان یې پیسې نه درلودې، یوازې تماشا یې کوله.

A few passengers bought drinks, others bought small snacks and began to chew. Those who did not have any money, like me, just watched.


دا کارونه د ملی بس د حرکت د ځانګړي غږ سره پای ته ورسېدل، دا غږ په دی معنی و چې مونږ تیار وو ترڅو دا ځای پرېږدو. کلینر لاس پلورونکو ته زارۍ کولې چې کښته شي.

These activities were interrupted by the hooting of the bus, a sign that we were ready to leave. The tout yelled at the hawkers to get out.


لاس پلورونکو یو بل تېله کول ترڅو د ملی بس څخه کښته شي. بعضې مسافرانو ته بقایا پیسې ورکولې. نورو په وروستۍ شېبه کې هڅه کوله چې نور توکې وپلوري.

Hawkers pushed each other to make their way out of the bus. Some gave back change to the travellers. Others made last minute attempts to sell more items.


څنګه چې ملی بس د پارکینګ ځای پرېښود، ما له کړکۍ څخه بهر وکتل. ما تعجب وکړ که زه بېرته خپل کلي ته را ستون شم.

As the bus left the bus stop, I stared out of the window. I wondered if I would ever go back to my village again.


څنګه چې سفر مخکې ولاړ، د ملی بس دننه ډېر تود شو. ما خپلې سترګې پټې کړې او د خوب په تمه وم.

As the journey progressed, the inside of the bus got very hot. I closed my eyes hoping to sleep.


مګر زما ذهن بی خوده د کور په لور ولاړه. ایا زما مور به په امن وي؟ ایا زما سوی به پیسې ګټي؟ ایا زما ورور به په یاد ولري چې وڼو ته اوبه ورکړي؟

But my mind drifted back home. Will my mother be safe? Will my rabbits fetch any money? Will my brother remember to water my tree seedlings?


په لاره، ما د هغې سیمې نوم زده کړ چې زما تره په کې په دې لوی ښار کې ژوند کاوه. ما تر هغه د هغې سیمې نوم اخسته ترڅو چې خوب راغی.

On the way, I memorised the name of the place where my uncle lived in the big city. I was still mumbling it when I fell asleep.


وروسته له نهو ساعتونو، زه له خوبه په لوړغږ پاسېدم او مسافرو ته مې وویل چې بېرته کلي ته ولاړ شو. ما خپل کوچنی بکس راواخسته او له ملي بس څخه مې بهر ټوپ واچاوه.

Nine hours later, I woke up with loud banging and calling for passengers going back to my village. I grabbed my small bag and jumped out of the bus.


را ګرځول شوی ملي بس په چټکۍ سره ډکېده. ژر کېدای چې دا (ملي بس) د ختیځ په لور ولاړ شي. زما لپاره اوس ډېر اړین کار دا و چې د خپل تره کور پیدا کړم.

The return bus was filling up quickly. Soon it would make its way back east. The most important thing for me now, was to start looking for my uncle’s house.


Written by: Lesley Koyi, Ursula Nafula
Illustrated by: Brian Wambi
Translated by: Darakhte Danesh
Language: Pashto
Level: Level 3
Source: The day I left home for the city from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
Options
Back to stories list Download PDF