Download PDF
Back to stories list

انځر ګل Magozwe

Written by Lesley Koyi

Illustrated by Wiehan de Jager

Translated by Zahidullah Abid

Language Pashto

Level Level 5

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


د کینیا هېواد په پلازمینه، نیروبي، د شور څخه ډک ښار اړوند، د بې کوره ځوانانو یوې ډلې ژوند کاوه. دوی به هره ورځ نوې ورځې ته د راتلو په تړاو هرکلی ویلو. یو سهار، هلکانو په یخو سړکونو له ویده کیدو وروسته خپل تورشکونه راټولول او بسته کول یې. د یخنۍ د لرې کولو او ځانونو تودولو لپاره دوی ځینو کثافاتو ته اور بل کړ. د هلکانو پدې ډله کې انځر ګل هم و. هغه تر ټولو تنکی ځوان ؤ.

In the busy city of Nairobi, far away from a caring life at home, lived a group of homeless boys. They welcomed each day just as it came. On one morning, the boys were packing their mats after sleeping on cold pavements. To chase away the cold they lit a fire with rubbish. Among the group of boys was Magozwe. He was the youngest.


کله چې د انځرګل مور او پلار مړه شول، هغه مهال انځرګل پنځه کلن و. هغه د خپل تره سره ژوند کول پیل کړل. تره یې د هغه سمه پالنه نه کوله. هغه ته به یې کافي خواړه نه ورکول. د هغه دې چلند انځرګل مجبور کړ چې باید ډیر سخت کار وکړي.

When Magozwe’s parents died, he was only five years old. He went to live with his uncle. This man did not care about the child. He did not give Magozwe enough food. He made the boy do a lot of hard work.


کله به چې که انځرګل کوم شکایت او یا هم کومه پوښتنه کوله، تره به یې هغه وهلو. کله به چې انځرګل له تره غوښتل چې هغه ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي، تره به یې هغه وهلو او ورته به یې ویل، “ته ډېر ناپوه یې، ته هېڅ شی نه شې زده کولی.” له تره سره د درې کلونو ګډ ژوند کولو او د تره له دې ډول چلند کولو، له خپل تره څخه وتښتېده. هغه د سرکونو په غاړو ژوند کول پیل کړل.

If Magozwe complained or questioned, his uncle beat him. When Magozwe asked if he could go to school, his uncle beat him and said, “You’re too stupid to learn anything.” After three years of this treatment Magozwe ran away from his uncle. He started living on the street.


د سړکونو په غاړو ژوند کول ډېرستونزمن ؤ، او ډیری د ده په څېر هلکانو هره ورځ یوازې د خواړو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوله. ځینې وختونه به دوی ګرفتاره کېدل، کله ناکله به وهل کېدل. کله چې به دوی ناروغه شول، د مرستې کولو لپاره به یې هیڅوک نه درلودل. دې ډلې په ډېرو لږو پیسو ژوند تېرولو، یادې پیسې به دوی له بل څخه په سوال کولو، د پلاستیکونو او نورو شیانو په پلورلو ترلاسه کولې. ژوند به لا هغه وخت ډېر ستونزمن کېده چې ځینو ډلو به د ښار اړوند د ځینو ساحو د کنټرول هڅې کولې.

Street life was difficult and most of the boys struggled daily just to get food. Sometimes they were arrested, sometimes they were beaten. When they were sick, there was no one to help. The group depended on the little money they got from begging, and from selling plastics and other recycling. Life was even more difficult because of fights with rival groups who wanted control of parts of the city.


یوه ورځ په داسې حال کې چې انځرګل د کثافاتو یوه کڅوړه پلټله، د کیسو یو زوړ کتاب وموند. هغه یاد کتاب پاک کړ، او په خپلې بوجۍ کې یې واچولو. له دې وروسته به هغه هره ورځ یاد کتاب را ايستلو او انځورونو ته به يې کتل. د هغه لوستل نه و زده.

One day while Magozwe was looking through the dustbins, he found an old tattered storybook. He cleaned the dirt from it and put it in his sack. Every day after that he would take out the book and look at the pictures. He did not know how to read the words.


په عکسونوکې د یوه هلک کیسه بیان شوې وه، چې څنګه هغه یو پیلوټ شوی و. انځرګل به هم تل د پیلوټ کیدو خوبونه لیدل. ځینې وختونه به هغه تصور کاوه چې هغه د یادې کیسې هلک دی.

The pictures told the story of a boy who grew up to be a pilot. Magozwe would daydream of being a pilot. Sometimes, he imagined that he was the boy in the story.


یوه ورځ هوا ډېره سړه وه او انځرګل د سړک پر غاړه ولاړ و، خیرات یې غوښتلو. یو سړی ورته راغئ او ورته یې وویل “سلام، زه صمیم یم. زه دلته نږدې کار کوم، په داسې یو ځای کې، چېرته چې تاسو کولی شئ د خوړلو لپاره یو څه ترلاسه کړئ،” سړي یوه ابي چت لرونکي ژیړ کور ته ګوته ونیوله. سړي انځرګل ته وویل “زه هیله لرم چې تاسو به هلته ولاړ شئ چې یو څه خواړه ترلاسه کړئ؟”. انځرګل لومړی سړي ته وکتل، بیا یې کور ته وکتل، او بیا یې وویل”شاید،” او په خپله مخه ولاړ.

It was cold and Magozwe was standing on the road begging. A man walked up to him. “Hello, I’m Thomas. I work near here, at a place where you can get something to eat,” said the man. He pointed to a yellow house with a blue roof. “I hope you will go there to get some food?” he asked. Magozwe looked at the man, and then at the house. “Maybe,” he said, and walked away.


په راتلونکو څو میاشتو کې، بې کوره هلکانو به د صمیم سره لیدل. هغه خلکو سره خبرې کول خوښول، په ځانګړې توګه له هغه خلکو سره چې د سړکونو په غاړو ژوند کوي. صمیم به د خلکو د ژوند کیسې اورېدلې. هغه ډېر صبرناک سړی و، هیڅکله به یې د چا بې ادبي او بې احترامي نه کوله. ماسپښین به ځینې هلکان ژیړ او ابي کور ته د خواړو ترلاسه کولو لپاره ورتلل.

Over the months that followed, the homeless boys got used to seeing Thomas around. He liked to talk to people, especially people living on the streets. Thomas listened to the stories of people’s lives. He was serious and patient, never rude or disrespectful. Some of the boys started going to the yellow and blue house to get food at midday.


انځرګل د سړک پر غاړه ناست و چې د خپل عکسونو کتاب ته یې کتل، صمیم د هغه ترڅنګ کېناستلو. صمیم ترې وپوښتل “دا کیسه د څه په اړه ده؟”. انځرګل ځواب ورکړ: “دا د یو هلک په اړه ده چې څنګه پیلوټ شوی دی.” صمیم ترې وپوښتل “د هلک نوم څه دی؟”. انځر ګل په ټیټ اواز ځواب ورکړ “زه نه پوهیږم، زه لوستل نشم کولی،”

Magozwe was sitting on the pavement looking at his picture book when Thomas sat down next to him. “What is the story about?” asked Thomas. “It’s about a boy who becomes a pilot,” replied Magozwe. “What’s the boy’s name?” asked Thomas. “I don’t know, I can’t read,” said Magozwe quietly.


د دوی په دې لیدنه کې، انځرګل د خپل ژوند کیسه صمیم ته پیل کړه. هغه د خپل تره کیسه ورته وکړه او داچې دی ولې له کوره وتښتېده. صمیم ډیرې خبرې نه کولې، او نه به یې انځرګل ته ته څه ویل چې څه وکړي، مګر هغه به تل د انځرګل خبرې په غور سره اورېدلې. ځینې وختونه به دوی په ابي چت لرونکي کور کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم کیسې کولې.

When they met, Magozwe began to tell his own story to Thomas. It was the story of his uncle and why he ran away. Thomas didn’t talk a lot, and he didn’t tell Magozwe what to do, but he always listened carefully. Sometimes they would talk while they ate at the house with the blue roof.


د انځرګل په لسمې کلیزې کې، صمیم هغه ته د کیسې یو نوی کتاب ورکړ. دا د یوه کلي د هلک کیسه وه چې څنګه ترې د فوټبال مشهور لوبغاړی جوړ شوی و. صمیم دا کیسه څو ځله انځرګل ته ولوستله، تر دې چې یوه ورځ یې ورته وویل: “زه فکر کوم دا هغه وخت دی چې ته باید ښوونځي ته ولاړ شې او لوستل زده کړې، ته څه فکر کوې؟” صمیم دا هم ورته وویل چې هغه ته یو داسې ځای معلوم دی، چې ماشومان پکې پاتې کیدی شي او هم ښوونځي لوستلی شي.

Around Magozwe’s tenth birthday, Thomas gave him a new storybook. It was a story about a village boy who grew up to be a famous soccer player. Thomas read that story to Magozwe many times, until one day he said, “I think it’s time you went to school and learned to read. What do you think?” Thomas explained that he knew of a place where children could stay, and go to school.


انځر ګل د دې نوي ځای او ښوونځي ته د تګ په اړه فکر کاوه. څه به وشي که د هغه تره سم و، چې هغه دومره احمق دی چې هېڅ هم نه شي زده کولی؟ څه به وشي که، که په دې نوي ځای کې هغه ووهل شي؟ هغه ډارېده. هغه پدې فکر و چې: “شاید سړک پر غاړو ژوند کول د هغه لپاره غوره وي.”

Magozwe thought about this new place, and about going to school. What if his uncle was right and he was too stupid to learn anything? What if they beat him at this new place? He was afraid. “Maybe it is better to stay living on the street,” he thought.


هغه خپله ویره د صمیم سره شریکه کړه. د وخت په تېرېدو سره سړي هلک ته ډاډ ورکړ چې په نوي ځای کې ژوند کیدای شي ډېر ښه شي.

He shared his fears with Thomas. Over time the man reassured the boy that life could be better at the new place.


او بالاخره، انځرګل په ابي چت لونکي کور کې یوې کوټې ته وکوچېده. پدې کوټه کې دوه نور هلکان له ده سره یو ځای اوسېدل. په دې کور کې ټول لس ماشومان اوسېدل. زرینه ترور، د هغې میړه، درې سپي، یوه پیشو، او یوه زوړ وزه هم اوسېدله.

And so Magozwe moved into a room in a house with a green roof. He shared the room with two other boys. Altogether there were ten children living at that house. Along with Auntie Cissy and her husband, three dogs, a cat, and an old goat.


انځرګل ښوونځی پیل کړ، هغه ته دا ډېره ستونزمنه وه. هغه ډېرو شیانو زده کولو ته اړتیا درلوده. ځینې وختونه هغه غوښتل چې تسلیم شي. مګر هغه د کیسو په کتابونو کې د پیلوټ او د فوټبال د لوبغاړي په اړه ډېر څه زده کړي و. د دوی په څیر، انځرګل هم تسلیم نه شو.

Magozwe started school and it was difficult. He had a lot to catch up. Sometimes he wanted to give up. But he thought about the pilot and the soccer player in the storybooks. Like them, he did not give up.


انځرګل د ابي چت لرونکي کور په انګړ کې ناست و، د ښوونځي د کیسې کتاب یې لوستلو. پدې وخت کې صمیم راغئ او د هغه څنګ ته کښېناست. صمیم ترې وپوښتل”د څه په اړه کیسه ده؟” انځرګل ځواب ورکړ: “دا د یوه هلک په اړه ده چې څنګه ترې یو ښوونکی جوړېږي.” صمیم ترې وپوښتل “د هلک نوم څه دی؟”. انځرګل په خندا سره ځواب ورکړ”د هغه نوم انځرګل دی،”.

Magozwe was sitting in the yard at the house with the green roof, reading a storybook from school. Thomas came up and sat next to him. “What is the story about?” asked Thomas. “It’s about a boy who becomes a teacher,” replied Magozwe. “What’s the boy’s name?” asked Thomas. “His name is Magozwe,” said Magozwe with a smile.


Written by: Lesley Koyi
Illustrated by: Wiehan de Jager
Translated by: Zahidullah Abid
Language: Pashto
Level: Level 5
Source: Magozwe from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
Read more level 5 stories:
Options
Back to stories list Download PDF