Download PDF
Back to stories list

لیلا، د فوټبال ستوری Andiswa Soccer Star

Written by Eden Daniels

Illustrated by Eden Daniels

Translated by Zahidullah Abid

Language Pashto

Level Level 2

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


لیلا د هلکانو د فوټبال ننداره کوله. هغې غوښتل چې کاش هغه هم له دوی سره لوبېدلی وی. هغې له روزونکي څخه وپوښتل چې ایا هغه کولی شي له دوی سره تمرین وکړي.

Andiswa watched the boys play soccer. She wished that she could join them. She asked the coach if she can practise with them.


روزونکي خپل لاسونه شاته ونیول او هغې ته یې وويل: “په دې ښوونځي کې، يوازې هلکانو ته اجازه شته چې فوټبال وکړي.”

The coach put his hands on his hips. “At this school, only boys are allowed to play soccer,” he said.


هلکانو هغې ته وویل چې ولاړه شه او د نېټبال (جال بال) لوبه وکړه. دوی ورته وویل چې نیټبال د نجونو لپاره دی او فوټبال د هلکانو لپاره دی. لیلا ډېره زیاته خپه شوه.

The boys told her to go play netball. They said that netball is for girls and soccer is for boys. Andiswa was upset.


بله ورځ، ښوونځي د فوټبال یوه لویه سیالۍ درلوده. روزونکی ډېر اندېښمن و، ځکه چې د هغه غوره لوبغاړی پدې ورځ ناروغ ؤ او هغه لوبه نه شوه کولی.

The next day, the school had a big soccer match. The coach was worried because his best player was sick and could not play.


لیلا د ښوونځي د فوټبال روزونکي ته ورغله او ورڅخه یې وغوښتل چې هغې ته اجازه ورکړي چې لوبه وکړي. خو روزونکی ډاډه نه و چې څه وکړي. بیا هغه لیلا ته په ټیم کې د لوبې کولو اجازه ورکړه.

Andiswa ran to the coach and begged him to let her to play. The coach was not sure what to do. Then he decided that Andiswa could join the team.


لوبه ډېره ستونزمنه وه. د لوبې تر نیمایي پورې هیچا هم ګول ونه کړ.

The game was tough. Nobody had scored a goal by half time.


د لوبې په دویمه نیمايي کې یو هلک لیلا ته بال وروغورځاوه. هغې بال د ګول ساتونکي په لور په چټکۍ سره وځغلوه. هغې توپ ښه قوي وواهه او ګول یې وکړ.

During the second half of the match one of the boys passed the ball to Andiswa. She moved very fast towards the goal post. She kicked the ball hard and scored a goal.


لوبې ته راغلو سیالبینو او ګڼې ګوڼې ډېره زیاته خوښي وکړه. له هغې ورځې راپدېخوا، نجونو ته هم اجازه ورکړل شوه چې په ښوونځي کې فوټبال وکړي.

The crowd went wild with joy. Since that day, girls were also allowed to play soccer at the school.


Written by: Eden Daniels
Illustrated by: Eden Daniels
Translated by: Zahidullah Abid
Language: Pashto
Level: Level 2
Source: Andiswa Soccer Star from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution-NonCommercial 3.0 International License.
Options
Back to stories list Download PDF