下载 PDF
返回故事列表

د ادې کېلې 奶奶的香蕉

作者 Ursula Nafula

插图 Catherine Groenewald

译文 Zahidullah Abid

语言 普什图语

级别 4级

将整故事念出来 本故事尚未有语音版。


د ادې باغ ډېر په زړه پورې ؤ. نوموړی باغ د باجرو، جوارو او کاساوا څخه ډک و. خو له هر څه یې کیلې ښې وې. که څه هم زما د ادې ډیر لمسیان ؤ، خو زه ورته په پټه په ټولو کې ډېرګران وم. ماته به یې ډېری وخت خپل کور ته بلنه راکوله. ماته به یې ځینې رازونه هم ویل. خو یو راز ؤ چې له ما سره یې شریک نه کړ، هغه راز دا ؤ چې کوم ځای کې هغه کیلې پخوي.

奶奶有一座美丽的大花园,里面种满了高粱,杂谷和木薯,但里面最棒的是香蕉。奶奶虽然有很多孙子孙女,但我心里知道她最喜欢我。她常常邀请我去她家,告诉我一些小秘密。但是有一个秘密,她从来没有告诉我,那就是她催熟香蕉的办法。


یوه ورځ مې د انا له کوره بېرون، لمر ته د بوسو یوه لویه ټوکرۍ ولیده. له نیا مې وپوښتل چې دا ټوکرۍ څه لپاره ده، نیا مې وویل، “دا زما جادویي ټوکرۍ ده.” د ټوکرۍ تر څنګ د کیلې د ونې یو څو پاڼې وې، چې انا به وخت په وخت بدلولې. زه د نیا دې کار ته متوجه وم. له نیا مې وپوښتل “دا پاڼې د څه لپاره دي، ؟” نیا مې په ځواب کې راته وویل، “دا زما جادویي پاڼې دي.”

有一天,我看到奶奶在门外放了一个巨大的麦秆编成的篮子。我问奶奶这是做什么的,奶奶却只说:“这是我的神秘篮子。”篮子旁边放了几片香蕉叶子,奶奶把叶子来回翻动。我很好奇,问奶奶:“这些叶子是做什么的?”奶奶却只说:“这是我的神秘叶子。”


د نیا کیلو،پاڼو او د بوسو غټې ټوکرۍ لیدلوخوند راکاوه. خو نيا مې زه په يوه کار پسې مور ته ولېږلم. ما مې نیا ته په ټینګار سره وویل”نیا جانې، اجازه راکړئ چې وګورم چې تاسو څه او څنګه چمتو کوئ.” نیا مې راته وویل: “مه شله کېږه کوچنيه!، څه مې چې درته وویل، هماغه وکه.” زه هم لاړم.

我好奇地看着奶奶,香蕉,香蕉叶子还有那个巨大的麦秆编成的篮子。但奶奶却把我打发到妈妈那儿跑腿。我求奶奶:“让我留下来看一看吧!”奶奶却坚持说:“别固执了,按我说的去做。”我只好跑开了。


کله چې بیرته راستنه شوم، نیا مې د کوره بهر ناسته وه، نه هغه ټوکرۍ وه او نه هم کیلې. ما مې له نیا وپوښتل”ادې جانې، هغه ټوکرۍ څه شوه، کیلې چېرته دي، چېرته …” خو بیا هم یوازینی ځواب چې ما ترلاسه کړ هغه دا ؤ، “هغه ټول زما په جادویي ځای کې دي.” دا ډېره مایوسه کوونکې وه!

当我回来的时候,奶奶正坐在外面休息,但是篮子和香蕉都不见了!我问奶奶:“篮子去哪儿了?香蕉去哪儿了?还有那些……”奶奶却说:“它们都在一个神秘的地方。”我太沮丧了!


دوه ورځې وروسته، نیا مې زه د هغې د خوب کوټې ته د هغې په امسا پسې ولېږلم. کله چې مې دروازه خلاصه کړه، د پخو کیلو بوی مې حس کړ. د کوټې دننه د انا لویه جادويي د بوسو ټوکرۍ وه او یوه زړه کمپله ترې راچاپېره وه. ما هغه کمپله ترې پورته کړه او یو ډېر خوږ بوی مې حس کړ.

过了两天,奶奶让我从她的卧室拿拐杖给她。我一打开门,就闻到了熟香蕉的味道。原来奶奶的神秘篮子就放在卧室里!它上面盖了一条旧毯子,我掀起毯子,使劲地闻着那香味。


نیا مې غږ وکړ او له دې سره زه وډار شوم، “هله ژر شه څه کوې!!” ما د نیا امسا را واخیسته او په چټکۍ سره له کوټې بهر ووتم، نیا مې وویل “ولې خاندې؟ څه خبره ده؟!” ما ځکه خندل چې د نیا جادويي ځای پیدا کړم او دا چې څنګه کیلې پخوي، وګورم.

奶奶喊我的时候,我吓了一跳:“你在做什么?快把我的拐杖拿来。”我赶紧把拐杖拿出去给奶奶。奶奶看着我,问:“你在笑什么?”我这才意识到,我还在因为发现了这个神奇的秘密窃笑着。


بله ورځ مې چې نیا زما د مور لیدو ته راغله، زه د هغې خونې ته په منډه منډه ولاړم ، تر څو زه یو ځل بیا هغه کیلې وګورم. ما د ډيرو پخو شوو کېلو یوه ګېډۍ ولیدله. یوه کیله مې ترې راواخیسته او د جامو لاندې مې پټه کړه. د ټوکرۍ د پوښلو وروسته، زه د کور شاته لاړم او په چټکۍ سره مې کېله وخوړه. دا ترټولو خوږه کیله وه، ما تر دې دمه د دې په څېر خوندوره کېله نه وه خوړلې.

第二天,奶奶来看我妈妈,我又跑到奶奶家去偷看那些熟香蕉。有一把香蕉已经非常熟了。我采了一根香蕉,把它藏在我的裙子里。我小心地盖好篮子,跑到房子后面,偷偷地把香蕉吃了:这是我吃过的最美味的香蕉!


بله ورځ، کله چې مې نيا په باغ کې سابه راټولولو، زه په پټه کوټې دننه شوم او یو ځل بیامې کيلې وکتلې. تقریبآ ټولې کېلې پخې شوې وې. خو ما نشو کولی چې د څلورو پخو شوو کېلو غونچه پټه کړم. کله چې مې د دروازې په لور قدم کېښود، د شا نه مې د انا ټوخی واورېده. کیلې مې د خپلو جامو لاندې پټې کړې او د هغې څخه تېره شومه.

第二天,我趁奶奶在花园里摘蔬菜的时候,偷偷跑进房间,去看那些香蕉,香蕉差不多全都熟了。我禁不住诱惑,拿了四根香蕉。我踮起脚离开房间,听到奶奶在咳嗽。我把香蕉藏在裙子下面,若无其事地走开了。


بله ورځ نیا مې غوښتل ښار ته لاړه شي، انا مې سهار وختي له خوبه پاڅېده. هغې به تل پخې کېلې او کاساوا په بازار کې پلورل. ما په هغې ورځ د هغې لیدو ته بیړه ونه کړه. خو دا مې هم نه شو کولی چې د ډېر وخت لپاره د هغې څخه لرې واوسم او هغه ونه ګورم.

第二天是奶奶赶集的日子。奶奶很早就醒来了,她把成熟的香蕉和木薯运到集市上去卖。我那天没有急着去看她,但我知道,我不可能永远躲着奶奶。


په همغه ورځ ماښام، مور، پلار او نیاجانې مې ماته غږ وکړ، زه پر دې پوهیدم، چې د څه لپاره ماته غږ کوي، کله چې زه پر تخت څملاستم، پر دې پوهه شوم، چې نور به هېڅکله له خپلې مور، پلار او نیاجانې او هیچا څخه غلا ونکړم.

那天傍晚,我被爸爸、妈妈和奶奶叫过去。我知道他们为什么找我。那天晚上,当我上床睡觉的时候,我知道我再也不会偷东西了,不偷奶奶的,不偷爸妈的,不从任何人那里偷东西。


作者: Ursula Nafula
插图: Catherine Groenewald
译文: Zahidullah Abid
语言: 普什图语
级别: 4级
出处: 原文来自非洲故事书Grandma's bananas
共享创意授权条款
本着作系采用共享创意 署名 3.0 未本地化版本授权条款授权。
选项
返回故事列表 下载 PDF