下载 PDF
返回故事列表

زرلښته 辛波薇亚

作者 Rukia Nantale

插图 Benjamin Mitchley

译文 Zahidullah Abid

语言 普什图语

级别 5级

将整故事念出来 本故事尚未有语音版。


کله چې د زرلښتې مور مړه شوه، نو هغه ډېره خفه وه. د زرلښتې پلار د خپلې لور د پاملرنې لپاره ډېره هڅه کوله. ورو ورو دوی زده کړل چې څنګه پرته د زرلښتې د مور څخه په خوشحالۍ ژوند وکړي. دوى به هر سهار له يو بل سره کښېاستل او د راتلونکو ورځو په اړه به یې خبرې کولې. هر ماښام به يې په ګډه ډوډۍ خوړله. د لوښو د پرېمنځلو وروسته به د زرلښتې پلار د هغې سره د کورنۍ دندې په ترسره کولو کې مرسته کوله.

辛波薇亚的妈妈过世的时候,她非常伤心。辛波薇亚的爸爸尽全力照顾孩子。时间久了,他们渐渐开心起来,习惯了没有辛波薇亚妈妈的生活。每天早上,他们坐在一起,谈论着即将到来的一天。每天晚上,他们一起做饭,然后一起洗碗,辛波薇亚的爸爸还帮助她做功课。


یوه ورځ د زرلښتې پلار د تل په شان نه، بلکې لږ ناوخته کور ته راغئ او غږ یې وکړ “زما لورې! چېرته یې؟” زرلښتې د خپل پلار په لور منډه وکړه، خو کله یې چې ولیده چې د هغې پلار د یوې ښځې لاس نیولی، نو ودرېدله. پلاریې په خندا ورته وویل: “زما لورې! زه غواړم چې تا له یو ځانګړي کس سره بلده کړم. دا انیتا ده.”

有一天,辛波薇亚的爸爸回家晚了。他一进门就喊道:“亲爱的孩子,你在哪里?”辛波薇亚跑出来迎接爸爸。但她突然停住了,因为她看到爸爸牵着另外一个女人的手。爸爸笑着说:“我的孩子,来,我向你介绍一个很特别的人,她叫阿妮塔。”


انیتا وویل: “سلام زرلښتې، پلار دې ستا په اړه ماته ډیر څه ویلي و.” خو زرلښتې خوشحاله نه شوه، او نه یې هم د نجلۍ لاس ونیوه. د زرلښتې پلار خوشحال و. هغه د ګډ ژوند تېرولو په اړه، او دا چې د ګډ ژوند له امله به د دوی ژوند څومره ښه وي، خبرې وکړې. هغه وويل: “زما لورې! هيله ده چې ته انيتا د خپلې مور په توګه ومنې.”

阿妮塔跟辛波薇亚打招呼:“你好,辛波薇亚!你的爸爸跟我说了很多关于你的事。”她没有朝辛波薇亚微笑,也没有牵她的手。辛波薇亚的爸爸很高兴,他兴奋地说着,如果他们三个人住在一起,一定会很幸福的。爸爸朝辛波薇亚说:“我的孩子,我希望你能接受阿妮塔成为你的母亲。”


د زرلښتې ژوند بدل شو. هغې نور د سهار لخوا د خپل پلار سره د کيناستو لپاره وخت و نه موندلو. انیتا چې د کور ټول کارونه يې په غاړه و، ان دا چې د ډېرې ستړیا له امله به یې ماښام د ښوونځي کورنۍ دنده هم نه شوه ترسره کولی. زرلښته به د ډوډۍ خوړلو وروسته ویده کېدله. د هغې یوازینۍ هوساينه همغه رنګینه کمپله وه چې مور یې ورته ورکړې وه. د زرلښتې پلار په دې نه پوهېده چې لور یې خوشحاله نه ده.

辛波薇亚的生活变了。她每天早上没有时间和爸爸坐在一起聊天。阿妮塔让辛波薇亚做很多家务,辛波薇亚每天晚上都累极了,根本没有时间做功课。她一吃完晚饭就睡觉了。她唯一的安慰就是妈妈留给她的彩色毯子。辛波薇亚的爸爸似乎没有意识到女儿一点儿也不开心。


څو مياشتې وروسته د زرلښتې پلار دوى ته وويل:”زه باید د خپلې دندې لپاره څه مودې سفر وکړم.” “مګر زه پوهیږم چې تاسوبه له یو بل سره مرسته وکړئ.” زرلښته ډېره خفه شوه، خو پلار يې پوه نه شو. انيتاهم خوشحاله نه وه او څه یې ونه ويل.

过了几个月,辛波薇亚的爸爸告诉她们,他要离家一段时间。他说:“我得出差,我相信你们会互相照顾对方的。”辛波薇亚低下头,但她的爸爸没有注意。阿妮塔什么也没说,她也不太高兴。


د زرلښتې ژوند په خرابېدو شو. کله به یې چې د کور کارونه ونه کړل، او یا به یې کوم شکایت کوه، انیتا به هغه وهله. د شپې به انیتا ډیر خواړه خوړل، او زرلښتې ته به یې لږ خواړه پریښودل. زرلښتې به هره شپه د خپلې مور کمپله په غېږ کې نیوله او په ژړا ژړا به ویده کېده.

辛波薇亚的生活变得更糟糕了。如果辛波薇亚没有做完家务,或者她稍微有点抱怨的话,阿妮塔就会打她。晚上,阿妮塔把大多数食物都吃了,只留给辛波薇亚一点剩饭剩菜。每天晚上,辛波薇亚都流着泪入睡,她只能紧紧地抱着妈妈留下的毯子。


یو سهار زرلښته تر ناوخته پورې خپلې بستره کې ویده وه، چې انیتا چیغې کړې:”اى لټې نجلۍ” او له کټ څخه يې لاندې راوغورځوله. هغه کمپله چې زرلښتې ته یې ډېر ارزښت درلود، په مېخ کې ونښته او دوه ټوټې شوه.

一天早上,辛波薇亚起床晚了。阿妮塔气极了:“你这个懒虫!”她把辛波薇亚从床上拉起来。毯子勾到一颗钉子,撕成了两半。


زرلښته ډیره خپه وه. هغې پرېکړه وکړه چې له کوره وتښتي. هغې د خپلې مور د کمپلې ټوټې او یو څه خواړه له ځان سره واخیستل، او له کوره ووتله. هغې هغه لارتعقیب کړه، په کومه لاره چې يې پلار تللی ؤ.

辛波薇亚伤心透了,她决定离家出走。她带着毯子的碎片,包了一些食物,沿着爸爸出差的路离开了家里。


کله چې ماښام شو، نو هغه یوې ویالې ته نږدې یوې لوړې ونې ته وختله او د ونې په څانګو کې یې د ځان لپاره د خوب ځای جوړ کړ. او چې ویده کېده له ځان سره سندرې ويلې: “مورې، مورې، مورې، تا زه پرېښودم، تا زه پرېښودم، او هیڅکله بیرته راونه ګرځېدې. پلار مې زما سره نوره مینه نه لري. مورې، ته کله بیرته راځې؟ تا زه پرېښودم.”

天黑了,辛波薇亚找到一棵长在小溪旁边的树。她爬上了树,在树枝上搭了一张小床。她唱着歌,渐渐睡着了:“妈妈,妈妈,妈妈,你离开了我,离开了我再也不回来了。爸爸再也不爱我了。妈妈,你什么时候回来,你离开了我……”


بله ورځ ښځې د ویالې غاړې ته د جامو مینځلو لپاره راغلې وې چې زرلښتې سندرې ويلې، د دوی پام شو چې د لوړې ونې څخه د غمجنې سندرې اواز راځي. دوی فکر وکړ چې دا یوازې باد دی چې د ونې د پاڼو رپولو له امله اوازونه کوي، نو خپل کار ته یې دوام ورکړ. خو یوې ښځې سندرې ته په ډېر غور سره غوږ نیولی ؤ.

第二天早上,辛波薇亚又唱起了这首歌。附近的女人到溪水边来洗衣服,她们听到了树上传来的歌声。她们以为这是风穿过树叶的声音,于是就没有在意,继续洗衣服。但其中有个女人仔细地听着这首歌。


یادې ښځې پورته د ونې ښاخونو ته کتل چې یوه نجلۍ او د رنګینې کمپلې ټوټې یې ولیدلې، نو چیغې یې کړې، “زرلښتې!، زما د ورور لورکۍ!” نورې ښځې هم د کالیو پرېمینځل ودرول، او د زرلښتې سره یې مرسته وکړه چې له ونې څخه راښکته شي. د زرلښتې ترور هغې په غېږ کې ونیوله او د آرامولو لپاره يې هڅه وکړه.

女人抬起头来看着那棵树。当她看到辛波薇亚和那条彩色的毯子时,她吓了一跳:“辛波薇亚,我哥哥的孩子!”其他的女人也停下了手里的活儿,帮助辛波薇亚从树上爬了下来。她的姑姑紧紧地抱着她,尽量安慰她。


د زرلښتې ترور هغه خپل کور ته یوړله. هغې زرلښتې ته ګرم خواړه ورکړه، او د خپلې مور د کمپلې سره يې په کټ کې څملوله. د شپې زرلښته په ژړا ژړا ویده شوه خو دا اوښکې یې د خوشحالۍ اوښکې وې. هغه پوهېده چې د هغې ترور به د هغې سمه پالنه وکړي.

辛波薇亚的姑姑带着她去了自己家。她给辛波薇亚煮了美味的食物,又给她铺了床,让她盖着妈妈的毯子睡觉。那天晚上,辛波薇亚又哭着睡着了。不过这次是欣慰的泪水。她知道她的姑姑会照顾她。


کله چې د زرلښتې پلار کور ته راستون شو، نو ویې لیده چې په کوټه کې څوک نشته. هغه په دردمن زړه وپوښتل “څه خبره ده، انیتا؟” هغې ورته ځواب ورکړ، چې زرلښته له کوره تښتېدلې ده او زياته یې کړه:”ما غوښتل چې هغه زما درناوی وکړي. مګر شاید زه ډیره جدي وم.” د زرلښتې پلار له کوره ووته او د ویالې په لور روان شو. هغه د خپلې خور کلي ته ولاړ، ترڅو معلومه کړي چې که د هغه خور زرلښته لیدلي وي.

辛波薇亚的爸爸回到家里,发现辛波薇亚的房间里空荡荡的。他疲倦极了,问阿妮塔发生了什么事。阿妮塔说辛波薇亚离家出走了。她解释道:“我只是想让她尊敬我,但是我可能太严格了。”辛波薇亚的爸爸跑出家门,沿着小溪去找辛波薇亚。他走到了妹妹的村庄,想问问她有没有见过辛波薇亚。


زرلښتې د خپلې ترور د لورګانو سره لوبې کولې، چې پلار یې د لرې څخه تر سترګو شو. زرلښتې ویره درلوده چې پلار به یې ورته په غوسه وي، نو کور خواته یې منډه کړه چې ځان پټ کړي. خو پلار يې ورته ورغئ او یې وویل: “زرلښتې ، تا یوه ډېره ښه مور موندلې ده، هغه له تا سره مینه لري او تا درک کوي، زه په تا ویاړم او له تاسره مینه لرم.” دوی دواړو په دې سلا وکړه چې زرلښته به د خپلې ترور سره تر هغه وخته اوسېږي تر څو چې د زرلښتې خوښه وي.

辛波薇亚正在和她的表兄弟姐妹玩耍,但她突然看到了远处的爸爸。她害怕爸爸会生气,于是就跑到房子里躲了起来。但是爸爸找到她,对她说:“辛波薇亚,你自己找到了一个完美的妈妈,她爱你,理解你。我为你感到骄傲,我爱你。”他们商量后决定辛波薇亚可以和姑姑住在一起,想呆多久就可以呆多久。


د هغې پلار به هره ورځ د زرلښتې لیدو ته راته. ډېر وخت وروسته پلار يې له انیتا سره په ګډه راغئ. انيتا د زرلښتې لاس په خپل لاس کې ونیوه او ورته یې وویل “کوچنۍ! زه ډېره بخښنه غواړم، زه تېروتې وم.” انيتا ژړل او ویې ويل “کولاى شې ماته د جبرانولو لپاره يو وار او چانس راکړې؟” زرلښتې د خپل پلار اندېښمن مخ ته وکتل او ورو ورو د انیتا خواته ورغله او د انیتا څخه یې خپل لاسونه راچاپېر کړل.

辛波薇亚的爸爸每天都来看她。有一天,他和阿妮塔一起来了。阿妮塔朝辛波薇亚伸出手,她哭了:“我太抱歉了,小家伙,对不起,我错了,你可以再给我一次机会吗?”辛波薇亚看了看爸爸,看到他忧虑的脸庞。她朝前走了一步,抱住了阿妮塔。


بله اونۍ انیتا، زرلښتې، د هغې ترور او د ترور لورګانو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره يوې لويې مېلمستيا ته بلنه ورکړه. انیتا د زرلښتې د خوښې خواړه چمتو کړي و، ټولوپه مړې خېټې خواړه وخوړل. ماشومانو لوبې او لویانو مرکې کولې. زرلښته ډېره خوشحاله وه. هغې پریکړه وکړه چې ډیر ژر به بیرته خپل کور ته راستنه شي او د خپل پلار او میرې سره به ګډ ژوند وکړي.

过了几天,阿妮塔邀请辛波薇亚,姑姑和姑姑的孩子们一起到家里吃饭。好丰盛啊!而且那都是辛波薇亚喜欢吃的东西,每个人都吃得津津有味。吃完饭,大人们在家里聊天,孩子们在外面玩耍。辛波薇亚觉得很开心,自己变得更加勇敢了。她决定不久以后就要回到家里,和自己的爸爸,继母住在一起。


作者: Rukia Nantale
插图: Benjamin Mitchley
译文: Zahidullah Abid
语言: 普什图语
级别: 5级
出处: 原文来自非洲故事书Simbegwire
共享创意授权条款
本着作系采用共享创意 署名 3.0 未本地化版本授权条款授权。
读多啲5级故事:
选项
返回故事列表 下载 PDF