تحميل بصيغة PDF
العودة لقائمة القصص

د ساده ګل سندره أغنية سكيما

كُتِب بواسطة Ursula Nafula

رسمة بواسطة Peris Wachuka

بترجمة Zahidullah Abid

لغة البشتوية

مستوى المستوى 3

سرد للقصة كاملة الصوت لهذه القصة غير متوفر.


ساده ګل له خپل مور، پلار او څلورکلنې خور سره د یوه شتمن سړي په ځمکه کې د لرګیو په یوه جونګړه کې ګد ژوند کاوه. یاده جونګړه د ونو د کتار په پای کې وه.

كان سَكِيمَا يعيش مع والديه وأخته ذات الأربع سنوات في ضيعة يملكها رجل ثري. وكان كوخهم المبني من القش، في نهاية صف من الأشجار.


ساده ګل درې کلن وو چې ناروغ شو، او د سترګو نظر يې له لاسه ورکړ. ساده ګل يو تکړه هلک ؤ.

عندما كان عمر سكيما ثلاث سنوات، مرض وفقد بصره، لكنه كان صبياً موهوباً.


ساده ګل ډېری داسې کارونه وکړل چې نورو شپږ کلنو هلکانو هغه نه دي کړي. د بېلګې په توګه، هغه وکولی شو چې د کلي د مشرانو سره ناستې وکړي او په مهمو مسئلو ورسره خبرې وکړي.

فعل سكيما أشياء عديدة لا يستطيع صبيان في عمر الست سنوات أن يقوموا بها. كان مثلا يجالس كبار القوم في قريته ويناقش معهم قضايا هامة.


د ساده ګل مور او پلار د شتمن سړي په کور کې کار کاوه. دوی به سهار وختي له کوره وتل او ماښام ناوخته به بیرته کور ته راتلل. ساده ګل به د خپلې کوچنۍ خور سره په کور کې پاتې کېده.

كان والدا سكيما يعملان في منزل الرجل الثري وكانا يغادران كوخهما باكراً في الصباح ويرجعان في وقت متأخر من المساء. وكان سكيما يمكث في المنزل مع أخته.


ساده ګل له سندرو ويلو سره مينه لرله. يوه ورځ يې مور ترې وپوښتل;ساده ګله زویه! “دا سندرې دې له کومه زده کړي دي؟”

كان سكيما مولعاً بالغناء، فسألته أمه يوما: “من أين حفظت هذه الأغاني يا سكيما؟”


ساده ګل ځواب ورکړ، “مورې دا سندرې لومړی په ذهن کې جوړوم او بیا ېې وايم.”

أجاب سكيما: “إنها تأتي هكذا يا أمي، أسمعها في رأسي فأغنيها”.


ساده ګل به خپلې وړې خور ته سندرې ويل ډېر خوښول، په ځانګړې توګه، کله به یې چې خور ډېره خفه وه. خور به يې د ساده ګل سندرو ته غوږ نیوه او هغه به ورته د خپلې خوښې سندرې ویلې. هغې به سندرو ته په خوند غوږ نیولو.

كان سكيما يحب أن يغني لأخته، خاصة إذا ما شعرت بالجوع. فكانت تصغي إلى أغنيته المفضلة وتتمايل مع اللحن المهدئ اللطيف.


د ساده ګل خور به له هغه غوښتنه کوله، “چې ساده ګله کولی شئ دا سندره بیا ووایې،” ساده ګل به د هغې خبره منله او سندره به یې ورته بیا بيا ویله.

وكانت أخت سكيما تتوسل إليه: “هلا أعدت الغناء من جديد، يا سكيما؟”. وكان سكيما يلبي طلب أخته فيعيد الغناء مرات.


یو ماښام، کله یې چې مور او پلار کور ته راغلل، دوی ډیر غلي وو. ساده ګل پوهېده چې حتما کومه خبره شته.

وفي إحدى الأمسيات، رجع والدا سكيما إلى المنزل ولزما الصمت على غير العادة. عرف سكيما أن هناك شيئاً ما يقلقهما.


ساده ګل وپوښتل: “څه خبره ده، مورې، پلاره!” ساده ګل پوه شو چې د شتمن سړي زوی لادرکه شوی دی. سړی ډېرغمجن او یوازې ؤ.

سأل سكيما: “أمي، أبي، ما خطبكما؟” أخبره والداه أن ابن الرجل الثري قد اختفى وأن والده يشعر بالوحدة وبالحزن الشديد.


ساده ګل خپل مور او پلار ته وويل: “زه کولی شم د هغه لپاره سندرې ووايم. هغه ښايي خوشحاله شي،” خو مور او پلار یې غوښتنه ونه منله. مور او پلار یې ورته وویل، “هغه ډېر شتمن سړی دی. ته یو ړوند هلک یې. ایا ته فکر کوې چې ستا سندرې به له هغه سره مرسته وکړي، او پام به یې غلط شي؟”

قال سكيما لوالديه: “أنا أستطيع أن أغني له… قد يفرح من جديد”. لكن والداه نهراه: “إنه غني جداً، وأنت لا تعدو أن تكون صبياً أعمى. هل تظن أن أغنيتك سوف تساعده؟”.


خو، ساده ګل تسلیم نه شو. د هغه کوچنۍ خور د ساده ګل ملاتړ وکړ. هغې وويل: “د ساده ګل سندرې د لوږې په وخت کې ما ته د ارامۍ احساس راکوي. باور لرم چې د ده سندرې به د شتمن سړي هم ډېرې خوښې شي.”

لكن سكيما لم ييأس، وكانت شقيقه الصغيرة تدعمه قائلة: “إن أغاني سكيما تريحني عندما أكون جائعة. وهي سوف تريح الرجل الثري أيضا”.


بله ورځ، ساده ګل له خپلې کوچنۍ خور څخه وغوښتل چې هغه د شتمن سړي کور ته بوځي.

وفي اليوم الموالي، طلب سكيما من شقيقته أن تقوده إلى منزل الرجل الثري.


ساده ګل د یوې لویې کړکۍ لاندې ودرېد او د خپلې خوښې سندرې په ویلو یې پیل وکړ. شتمن سړي ورو ورو د لویې کړکۍ څخه خپل سر راوویست.

وقف سكيما تحت نافذة كبيرة وبدأ ينشد أغنيته المفضلة. وشيئا فشيئا، بدأ الرجل الثري يطل برأسه من خلال النافذة الكبيرة.


کارګرانو خپل کار کول بند کړل. دوی د ساده ګل ښکلې سندره اورېدې. خو د دوی له ډلې يو سړي وويل: “تر اوسه هيڅوک په دې نه دي توانيدلي چې مشر ته تسلي ورکړي، آيا فکر کوئ چې دا ړوند هلک به هغه ته تسلي ورکړي؟”

توقف العمال عن العمل وأخذوا يستمعون لأغنية سكيما الرائعة. لكن أحدهم قال: “لا أحد استطاع مواساة صاحب الضيعة إلى حد الآن. فهل يعتقد هذا الصبي الأعمى أنه قادر على مواساته؟”.


ساده ګل سندره خلاصه کړه او ولاړ. خو یاد شتمن سړی په هغه پسې په منډه منډه ورغئ او له هغه یې وغوښتل: “مهرباني وکړئ! دا سندره بیا ووایاست.”

أنهى سكيما الغناء واستدار مغادراً، لكن الرجل الثري خرج مسرعا وقال مخاطبا سكيما: “أرجوك، غنِّ لي من جديد”.


په همدې وخت کې دوه سړي راغلل، چې یو نفر ېې په کټ کې اچولی دی، هغوی پوه شول، چې دا هلک د شتمن سړي زوی دی، ځکه کوم چا له وهلو ډبولو وروسته په سړک کې اچولی و.

وفي تلك اللحظة بالذات، أقبل رجلان يحملان شخصا على محفة. إنه ابن الرجل الثري. لقد وجداه ملقا على حافة الطريق بعد أن أُشْبِعَ ضرباً.


شتمن سړی د خپل زوی په بیا لیدو ډیر خوشحاله شو. هغه ته د تسلیت ورکولو له امله ېې ساده ګل ته انعام ورکړ. هغه خپل زوی او ساده ګل روغتون ته يوړل تر څو ساده ګل هم بېرته خپل د سترګو نظر ترلاسه کړي.

فرح الرجل الثري كثيراً لرؤية ابنه من جديد وكافأ سكيما لمواساته له، فأخذه مع ابنه إلى المستشفى وقرر أن يساعده على استرجاع بصره.


كُتِب بواسطة: Ursula Nafula
رسمة بواسطة: Peris Wachuka
بترجمة: Zahidullah Abid
لغة: البشتوية
مستوى: المستوى 3
المصدر: Sakima's song از القصص الأفريقية القصيرة
رخصة المشاع الإبداعي
تحت مجوز المشاع الإبداعي نَسب المُصنَّف 4.0 دولي کریتز کامنز به نشر رسید.
خيارات
العودة لقائمة القصص تحميل بصيغة PDF