تحميل بصيغة PDF
العودة لقائمة القصص

اينځر ګل ماقزوي

كُتِب بواسطة Lesley Koyi

رسمة بواسطة Wiehan de Jager

بترجمة Zahidullah Abid

لغة البشتوية

مستوى المستوى 5

سرد للقصة كاملة الصوت لهذه القصة غير متوفر.


د کینیا پلازمینه نیروبي ته اړوند په یوې سیمه کې بې کوره ځوانانو ژوند کاوه. دوى هره ورځ به له بيکارۍ سره پيلوله او دشپې به په سړکونو ویده کیدل، د شپې به یې یخ هم کیده. انځر ګل چې له نورو ځوانانو سره ګډ اوسېده په ګډه به ېې کثافات او له کاره لویدلي توکي د ځان تودولو په خاطر راوړل، چې ځانونه پرې ګرم کړي.

في مدينة نيروبي الصاخبة، بعيداً عن الحياة العائلية ودفئها، يعيش مجموعة من الصبيان بدون مأوى. كانوا يستقبلون كل يوم كما يأتي، لا أمل لهم فيه. وفي صباح أحد الأيام، أخذ الأطفال يحزمون حصائرهم بعد النوم على الأرصفة الباردة، ثم أشعلوا ناراً مما وجدوه من قمامة لمقاومة البرد. كان ماقزوي أحد هؤلاء الصبيان وكان أصغرهم سناً.


کله چې د انځرګل مور او پلار مړه شول، هغه مهال دی پنځه کلن واو له خپل تره سره یو ځای اوسېده، خو تره يې سمه پالنه نه کوله، سم خوراک به ېې نه ورکوه، چلند ېې ورسره ښه نه و، ان تر دې چې انځر ګل مجبور شو چې سخت او درانده کارونه وکړي.

كان ماقزوي يبلغ من العمر خمس سنوات عندما توفي والداه، فانتقل للعيش مع خاله. لكن هذا الرجل لم يكترث بالطفل ولم يوفر له القدر الكافي من الطعام كما كان يجبره على القيام بأعمال شاقة.


کله به چې انځرګل کوم شکایت وکړ، تره به ېې واهه، د ښوونځي څخه يې منع کړی و، تل به ېې تحقیروه، ورته ویل به ېې چې، “ته ساده ېې په هېڅ نه پوهيږې.” بلاخره داسې ورځې ته ېې مجبور کړ، چې له تره وتښتي او په صحرا کې ژوند وکړي.

وكان أيضاً يضربه كلما استفسر ماقزوي عن أمر أو تذمر من كثرة العمل. وعندما طلب ماقزوي من خاله أن يسمح له بالذهاب إلى المدرسة ضربه من جديد قائلا: “أنت غبي جدا ولن تتعلم أي شيء”. وبعد ثلاث سنوات من هذه المعاملة القاسية، هرب ماقزوي من خاله وبدأ يعيش في الشارع.


. د سړکونو پر غاړه به ده ته ژوند ډير ستونزمن و، د ده په څير نورو هلکانو به هم د یو څه خوراک لاسته راوړلو لپاره هڅه کوله، ژوند ېې تریخ و، کله کله به د دې ډلې څخه به چې یو ځوان ناورغ شو او د مرستې لپاره به ېې هېڅوک نه لرل. داسې وخت به هم و چې له بل چا به ېې لږې پیسې پور کړې، د سړک پر غاړه به ېې پلاستیکونه را ټولول او بیا به ېې پلورل.

كانت الحياة في الشارع صعبة وكان أغلب الأطفال يعانون يومياً من أجل لقمة العيش. فكانت الشرطة تلقي عليهم القبض أحياناً، وأحياناً أخرى كانوا يتعرضون للضرب. وكانوا إذا ما مرضوا لا يجدون من يقدم لهم يد المساعدة. كانت مجموعة الأطفال تعتمد على النزر القليل من المال الذي كانوا يحصلون عليه من التسول ومن بيع البلاستيك ومواد أخرى مما تقع إعادة تدويره. كانت الحياة تزداد صعوبة خاصة بسبب المعارك التي تحدث بين جماعات الأطفال المتنافسة من أجل السيطرة على أحياء المدينة.


یوه ورځ په داسې حال کې چې انځرګل د کثافاتو یوه کڅوړه پلټله، د کیسو یو زوړ کتاب وموند. او په خپلې بوجۍ کې یې واچولو. له دې وروسته به هغه هره ورځ همدا کتاب را ايستلو او یوازې تصویرونو ته به ېې کتل ځکه ښوونځي ېې لوستی نه و، چې کتاب ولولي.

وفي يوم من الأيام، بينما كان ماقزوي يبحث في صناديق القمامة عن شيء يأكله، إذ به يجد مجموعة قصص رثة ممزقة. قام ماقزوي بتنظيف القصص من الأوساخ ووضعها في جرابه. وكان كل يوم يخرج الكتاب من كيسه وينظر إلى الصور، إذ لم يكن ماقزوي يعرف قراءة الكلمات.


په تصویرونو کې د یوه ځوان هلک کیسه بیان شوې وه، چې څنګه پیلوټ شو. د انځرګل په ذهن کې به هم دا خبره ګرځېدله چې پیلوټ شي او موخو ته ورسیږي، ان تر دې چې ځينې وخت به ېې فکر کوه چې د کیسې اصلي کرکټر دی خپله دی.

كانت الصور تحكي قصة طفل نشأ ليكون طياراً. أصبح ماقزوي يمضي يومه حالماً بأن يكون طياراً، وكان من حين لآخر يرى نفسه مكان ذاك الولد الذي تصفه الصور.


یوه ورځ چې هوا ډيره سړه وه، انځرګل د سړک پرغاړه ولاړ و، څنګ ته ېې یو ځوان ودرېده. د سلام کلام وروسته ېې وویل “زه صمیم یم او د کار ځای مې همدلته نږدی دی.” پوهیږم چې خوراک ته اړتیا لرئ، د دې خبرې په کولو سره صمیم د لاس په اشاره ژیړ کور ته وکتل، او زیاته ېې کړه، “انځرګله ورشه او همدې ځای کې به تاته د خوراک لپاره یو څه په لاس درشي.” انځرګل اول دې سړي ته وکتل، شیبه وروسته ېې مخامخ ژیړ کور تر سترګو تیر کړ. بیا یې زیاته کړه، “شاید همداسې یو څه وي او حرکت ېې وکړ.”

كان الجو بارداً وكان ماقزوي يقف متسولاً في الطريق عندما تقدم إليه رجل قائلا: “أهلاً… أنا توماس. أعمل قريباً من هنا، في مكان يمكن أن تجد فيه شيئاً تأكله”. وأشار بإصبعه إلى منزل أصفر ذي سقف أزرق، وسأل ماقزوي: “ألا ترغب في الذهاب إلى هناك لتناول بعض الطعام؟”. نظر ماقزوي إلى الرجل ثم إلى المنزل وقال: “ربما” وانصرف بعيداً.


کله کله به صميم د انځرګل په ګډون له نورو بې کوره هلکانو سره لیدل. صمیم به د دوی کیسې اورېدې او د هغو خلکو سره به یې زړه سوى درلود چې کور نه لري، او د سړک پر غاړه ژوند کوي، هغه یو ډير مهربانه او با ادبه ځوان و.

توالت الأشهر بعد ذلك، وتعود الأولاد المشردون على رؤية توماس يرتاد المكان الذي يتواجدون فيه. كان يحب الحديث إلى الناس، وخاصة من كانوا يعيشون في الشوارع. كان يستمع إلى قصص حياتهم. وكان جدياً، صبوراً، ولم يكن قاسياً أبداً ولا قليل الاحترام لهم. بدأ بعض الصبيان يترددون على المنزل ذي اللونين الأصفر والأزرق للحصول على ما يسد رمقهم عند منتصف النهار.


انځر ګل د سړک پرغاړه ناست و او د کتاب پاڼې ېې اړولې، صمیم هم د ده تر څنګ کښیناسته او ترې وېې پوښتل، “دا کیسه د څه په اړه ده” انځرګل په ځواب کې ورته وویل: “د هغه ځوان په اړه ده چې د ژوند له ناخوالو سره مبارزه کوي او بلاخره پیلوټ کېږي.” صمیم په خبره کې ور ولوید “د هلک نوم څه دی؟” انځرګل وویل “زه لیک نه شم لوستلای او نه پوهیږم چې د هلک نوم څه دی.”

كان ماقزوي يوما ما جالساً على الرصيف يتأمل كتاب الصور عندما جلس توماس لجانبه وسأله: “عما تحكي هذه القصة؟”. أجاب ماقزوي: “عن ولد أصبح طياراً”. قال توماس: “ما اسم هذا الولد؟” أجاب ماقزوي بهدوء: “لا أعرف. لا أستطيع القراءة”.


د دوی په دې لیدنه کې، انځرګل د خپل ژوند کیسه صمیم ته پیل کړه. هغه د خپل تره کیسه ورته وکړه، او داچې دی ولې له کوره وتښتېده. صمیم ډیرې خبرې نه کولې، او نه به یې انځرګل ده ته څه ویل چې څه وکړي، مګر هغه به تل د انځرګل خبرې په غور سره اورېدلې. ځینې وختونه به دوی په آبي چت لرونکي کور کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال هم کیسې کولې او د زړونو بړاس به ېې ویستلو.

عندما تقابلا، بدأ ماقزوي يسرد قصته على توماس، قصته مع خاله وكيف هرب منه. لم يتكلم توماس كثيرا، ولم يُمْلِ على ماقزوي ما يجب عليه فعله، لكنه كان يصغي إليه بانتباه طوال الوقت. وكانا أحياناً يواصلان حديثهما بينما يتناولان الطعام في المنزل ذي السقف الأزرق.


د انځرګل په لسمه کلیزه کې، صمیم هغه ته د کیسې یو نوی کتاب ورکړ. دا د یوه کلي د هلک کیسه وه چې څنګه ترې د فوټبال مشهور لوبغاړی جوړ شوی و. صمیم دا کیسه څو ځله انځرګل ته ولوستله، تر دې چې یوه ورځ یې ورته وویل: “زه فکر کوم دا هغه وخت دی چې ته باید ښوونځي ته ولاړ شې او لوستل زده کړې، ته څه فکر کوې؟” صمیم دا هم ورته وویل، “چې هغه ته یو داسې ځای معلوم دی، چې ماشومان پکې پاتې کیدی شي او هم ښوونځي لوستلی شي.”

وبحلول عيد ميلاد ماقزوي العاشر، أهداه توماس قصةً جديدةً. كانت القصة تحكي عن ولد نشأ في قرية ليصبح بعد ذلك لاعب كرة قدم مشهور. قرأ توماس القصة مرات عديدة لماقزوي، ثم قال له في أحد الأيام: “أظن أن الوقت قد حان لتذهب إلى المدرسة وتتعلم القراءة، ما رأيك؟” وأوضح له بأنه يعرف مكانا يمكن لأطفال الشوارع أن يقيموا فيه ويرتادوا المدرسة.


انځرګل نوي ځای او ښوونځي ته د تللو فکر وکړ، خو د تره خبرې ېې په زړه کې ګرځيدې، چې تل به ېې ورته ویل “ته تنبل ېې، په څه نه پوهېږي.” د انځر ګل ذهنیت ښوونځي ویلو ته اماده نه و او د سړک د غاړې ژوند ېې غوره ګاڼه.

فكر ماقزوي في هذا المكان الجديد وفي الذهاب إلى المدرسة وتساءل: “ماذا لو كان خاله على حق حينما نعته بالغبي؟ لن يستطيع تعلم أي شيء عند ذلك. ماذا لو قاموا بضربه في ذاك المكان الجديد؟” شعر ماقزوي بالخوف وقال محدثا نفسه: “قد يكون من الأفضل لي مواصلة العيش في الشارع”.


هغه خپله ویره د صمیم سره شریکه کړه. د وخت په تېرېدو سره دې سړي هلک ته ډاډ ورکړ چې په نوي ځای کې ېې ژوند کیدای شي ډېر ښه شي.

أعلم ماقزوي توماس بمخاوفه. وبمرور الوقت طمأن توماس الصبي بأن الحياة قد تكون أفضل في المكان الجديد.


او بالاخره، انځرګل په آبي چت لرونکي کور کې یوې کوټې ته وکوچېده. په دې کوټه کې دوه نور هلکان له ده سره یو ځای اوسېدل. په دې کور کې ټول لس ماشومان اوسېدل. زرینه ترور، د هغې میړه، درې سپي، یوه پیشو، او یوه وزه هم اوسېدله.

لذا انتقل ماقزوي للعيش بغرفة في منزل ذي سقف أخضر. تقاسم الغرفة مع صبيين آخرين. كان المنزل يضم عشرة أولاد إلى جانب العمة سيسي وزوجها وثلاثة كلاب وقطة وعنزة عجوز.


انځرګل ښوونځی پیل کړ، هغه ته دا ډېره ستونزمنه وه. هغه ډېرو شیانو زده کولو ته اړتیا درلوده. ځینې وختونه هغه غوښتل چې تسلیم شي. مګر هغه د کیسو په کتابونو کې د پیلوټ او د فوټبال د لوبغاړي په اړه ډېر څه زده کړي و. د دوی په څیر، انځرګل هم تسلیم نه شو او د ژوند ښه کېدو لپاره ېې هلې ځلې پیل کړې.

بدأ ماقزوي الدراسة. كانت صعبة في البدء، وكان عليه أن يعمل جاهداً لتدارك ضعفه. مرت عليه لحظات يأس أراد فيها أن يغادر المكان لكنه كان في كل مرة يتذكر قائد الطائرة ولاعب كرة القدم اللذين تحكي عنهما القصص، وعقد العزم على ألا يغادر المدرسة وأن يواصل تعليمه.


انځرګل د آبي چت لرونکي کور په انګړ کې ناست و، د ښوونځي د کیسې کتاب یې لوستلو. په دې وخت کې صمیم راغئ، او د هغه څنګ ته کښېناست. صمیم ترې وپوښتل”د څه په اړه کیسه ده؟” انځرګل ځواب ورکړ: “دا د یوه هلک په اړه ده چې څنګه ترې یو ښوونکی جوړېږي.” صمیم ترې وپوښتل “د هلک نوم څه دی؟”. انځرګل په خندا سره ځواب ورکړ”د هغه نوم انځرګل دی”.

وفي يوم من الأيام، كان ماقزوي جالسا في فناء المنزل ذي السقف الأخضر يقرأ قصة من المدرسة عندما أقبل توماس وجلس لجانبه سائلا: “عما تتحدث القصة؟” رد ماقزوي قائلا: “إنها تحكي عن صبي أصبح مدرسا” سأل توماس: “ما اسم هذا الصبي؟” أجاب ماقروي مبتسما: “اسمه ماقزوي”.


كُتِب بواسطة: Lesley Koyi
رسمة بواسطة: Wiehan de Jager
بترجمة: Zahidullah Abid
لغة: البشتوية
مستوى: المستوى 5
المصدر: Magozwe از القصص الأفريقية القصيرة
رخصة المشاع الإبداعي
تحت مجوز المشاع الإبداعي نَسب المُصنَّف 4.0 دولي کریتز کامنز به نشر رسید.
بیشتر بخوانید سطح 5 داستان ها:
خيارات
العودة لقائمة القصص تحميل بصيغة PDF